د جنورۍ نهمه

لیکوال: ماکسیم ګورکی - ژباړن: احسان الله ارینزی

608

 

د ژباړی کال: ۱۳۶۰ هه ش
 

 

د خلكو ګڼه  _ګوڼه د سمندر هغه څپو ته ورته وه چې د توپان له لومړني خوځښت سره يو ځاى پاڅېدلي  وي او په مخ روان وو. د خلكو تورې بڼې د څپو له تياره او ځګن مد و جزر سره ورته وې.

سترګې سرې سرې وې او ځلېدلې، خلكو يو بل ته كتل او داسې ښكارېده چې په خپل هوډ ډاډمن نه دي. د دوى د غږونو څپې د سپيرو اوكوچنيو مرغانو په شان د ګڼې- -_ګونې د پاسه تاوېدې راتاوېدې.

دوى په خپلو منځو كې ورو؛ خو جدي خبرې كولې. لكه چې ځانونه يې يو د بل په وړاندې تبرئه كول.

_ د صبر كاسې مو ډكې شوې او پاڅېدو.

-_ د ولس پاڅون دليل لري.

_ رښتيا (هغه) په دې موضوع نه پوهېږي؟

زياتره خبرې د (هغه) په هكله وې. يو بل ته به يې ويل چې (هغه) ښه او زړه سواندې سړى دى او په هر څه پوهېږي.

 خو په هغو خبرو كې چې د (هغه)  څېره يې انځوروله، نه رنګ و او نه خوند!

 داسې ښكارېده چې د (هغه) په هكله يې ډېره موده او ښايي چې هېڅ، جدي فكر نه وكړى. (هغه) يې ژوندى نه باله او ښه يې نه و انځور كړى. نه پوهېدل چې (هغه) څوك دى. ولې شته؟ او څومره ځواك (قدرت) لري؟

خو نن د (هغه) شته والي ته ډېره اړتيا وه. ټولو هڅه كوله چې (هغه) وپېژني؛ خو دا (هغه) ته چې دوى سم نه پېژانده  اود دوى په ذهن كې ډېر لوى انځور شوى و، اميدونه ډېر وو. ځكه دوى د خپل ځان د ساتنې له پاره يو لوى او ځواكمن شخصيت ته اړه  درلوده.

كله كله به د ګڼې _ ګوڼې له منځه يو غږ واورېدل شو:

-_ ملګرو ځانونو ته دوکه مه ورکوئ!

خو دوى دې ته اړ وو چې ځانونو ته دوکه ورکړی. د سړي غږ د شور_زوږ او ويروونكو چيغو په منځ كې ورك کېده.

_موږ غواړو چې په ډاګه…

_ وروره! خوله پټه ونيسه …

_ كه داسې شي چې روحاني پلار، ګاپون ته …

_ (هغه) پوهېږي…

ټولنه د واټ په خړو اوبو كې په مخ روانه وه او په وړو _ وړو ډلو وېشل كېده. شور _زوږ يې كاوه، ناندرۍ يې وهلې، د كورونو په دېوالونو به لګيده او بيا به د واټ منځ خوا ته لاړه. ټول په شكونو کی ډوب او د هغه څه په تمه وو چې دوى سره يو موټى او په لوى ځواك بدل كړي. دوى هڅه كوله چې بې ايماني له خپلو زړونو څخه لرې كړي؛ خو نه كېده. په ټولو څېرو كې وېره ښكارېده. ورو په مخ تلل، غوږونه به يې د هر غږ د اورېدو له پاره  بوڅ ساتل، مخامخ يې كتل او څه يې لټول…

  د هغو كسانو غږونو چې په خپل ځواك يې ايمان درلود، په ګڼه ګوڼه كې وېره او ډار پيدا كاوه.

خلك له يو واټ څخه بل ته روان وو، شميره يې ورو _ ورو ډیریده، دې ډیروالی اصلي ټولڼې ته نوې سا وركوله او دا ويده او ناروغ ولس يې ويښاوه چې له حكومت څخه د خپلو غوښتنو عملي كول وغواړي…

_ هر څه چې غواړئ  ووايئ! اخر موږ هم انسانان يو…

_(هغه) بايد پوه شي. هيله كوو…

_ بايد پوه شئ … موږ ياغيان نه يو…

_ بيا هم روحاني پلار…

_ ګاپون…

_ خپلواكي په غوښتنو نه تر لاسه كېږي…

_ اوه خدايه…

_ وروره بيړه مه كوه…

_ دا شيطان لرې كړئ…

_ ګاپون ښه پوهېږي چې …

يو جګ سړى چې تور بالاپوش يې اغوستى و، په يو جګ ځای ودرید، خپله خولۍ يې جګه كړه او په خواږه او لوړ غږ يې خبرې پيل كړې، سترګې يې د برېښنا په شان ځلېدې او غږ يې ورو _ ورو لړزېده . ده د(هغه) …د تزار په هكله خبرې كولې.

د ده په خبرو كې لومړى يو مصنوعي غرور ښكارېده؛ خو د خلكو احساسات یی نه شواى پارولى. داسې ښكارېده چې دى غواړي او هڅه كوي چې د خلكو په اذهانو كې هغه څېره چې خپل شخصيت يې بايللى او تت شوى و، بيا ژوندۍ كړي. دا څېره  ټول عمر له خلكو څخه لیرې وه؛ خو اوس ټول خلك ورته اړ وو او د اميد سترګې يې وراړولې وې او مړي ته يې بيا ځلي او ورو _ ورو سا وركړې وه.

خلكو په ځيره غوږ نيولى و. د ويندوى په خبرو كې د خلكو غوښتنې انځورېدې. كه څه هم چې د هغه بڼه، د هغه د افسانوي قدرت بڼې  ته ورته نه وه؛ خو بيا هم ټول پوهېدل چې داسې يو ځواک شته او بايد وي!

ويندوى دا ځواک داسې انځورولو چې ټولو د اخباري عكسونو له مخې پېژانده او له يوې داسې څېرې سره يې تشبيه كاوه، چې په پخوانيو نكلونو كې يې ځاى درلود.

خو په نكلونو كې دې څېرې، بشري ځانګړتياوې درلودې. د ويندوى په خبرو كې په ډاګه (هغه) قدرت غوښتونكى، زړه سواندى او عادل انځورېده چې د يوه پلار په څېر د ولس اړتياوو او د ولس غوښتنو ته پاملرنه كوي او د تر سره كولو له پاره يې زيار باسي.

د ايمان نور په زړونو خپور شو او دوى يې وهڅول. په خلكو كې تلوسه پيدا شوه، ورو _ ورو د خلكو احساسات پارېدل، سره نژدې كېدل او په زړونو كې يې د ايمان او اميد تودوخه خورېده.

ويندوي نارې وهلې: زموږ له پاره سرې جنډې په كار نه دي!

 دا وخت د خلكو د ليكو په سر كې روان شو، خپله خولۍ يې خوځوله او د خلكو پام يې ځان ته اړولى و.

_ موږ خپل پلار ته ورځو!  هغه هېڅكله نه غواړي چې موږ وځورېږو.

د يوه بل نفر غږ په ګڼه ګوڼه كې واورېدل شو:
— ملګرو! د جنډې سور رنګ، زموږ د وينې رنګ دى.

_  ولس له خپل مټ پرته د بل په مټ خپلواكه كېداى نه شي.

_ دا خبرې پرېږدئ….

_ ورانكاره شيطانانو…

_  عجب بازار دى. روحانى پلار ګاپون موږ له سپيڅلي صليب سره، د زاريو له پاره د تزار حضور ته بيولو. دوى غواړي چې له سرو جنډو سره ورشو…

_ خوله يې د شيدو بوى وركوي; خو غواړي چې حكمونه وچلوي…

بېرېدونكي كسان د ګڼې _ګوڼې منځ ته ننوتل او نارې يې وهلې.

_ هغه كسان چې سرې جنډې يې جګې كړي، وشړئ…

اوس نو په بيړه روان وو. په هر ګام كې يې مكر زياتېده او غوښتل يې چې په ټولو كې يوه واحده اراده ريښې وغزوي.(هغه) چې دا وخت د دوى په اذهانو كې انځور و، دوى ته يو زوړ؛ خو خير غوښتونكى اتل ښكارېده.

چا نارې كړې: موږپه (هغه) ګران يو.

دا وخت بې له شكه هغه موجود چې خلكو په خپلو اذهانو كې انځور كړى و، په دوى باندې د زړه له كومي ګران شوى و او ورته هوسېدل.

كله چې خلكو له واټ څخه د سيند غاړې ته مخه كړه، د سرتېرو له يوې ماتې_ ګوډې او اوږدې ليكې سره مخامخ شول چې لار يې بنده كړې وه. دې سپېره رنګه نري جال د خلكو د تګ مخه ونيوه. سرتېري د سيند د اوبو په ننداره بوخت وو او په سترګو يې څوك نه بېرول. دوى ورو _ ورو ټوپونه وهل چې پښې يې تودې شي.

لاسونه يې خوځول او يو بل يې په غېږ كې نيول. خلكو د سين په بله غاړه يوه توره ماڼۍ وليده. هلته (هغه) چې خلك يې د ليدو لېوال وو يعنى(تزار)، د ماڼۍ خاوند دوى ته په تمه و. (هغه) لوى، زورور او د ولس ملګرى و.. ځكه يې سرتېري نه وو اړ كړي چې ده ته د خلكو د ورتګ مخه ونيسي. هغه خلك چې دى پرې ګران و او غوښتل يې چې له ده سره د خپلو ستونزو په هكله وګړېږي.

خو سره له دې هم د ځينو په څېرو كې د حيرانتيا نښې ښكاره شوې او هغه كسانو چې د خلكو د ليكو په سر كې روان وو، خپل ګامونه لږ ورو كړل. ځينو شا ته وكتل، ځېني هم څنډو ته ووتل او ټولو داسې رول لوباوه چې ګواكې د سرتېرو د چلند په هكله يې له مخكې نه خبر درلود او د دوى چوپتيا نه دي حيران كړي!

څو كسانو په ډېره هيله په هغه زرينه ملكه (فرشته) كې چې مخامخ د هغې بد مرغي كلا د پاسه ځلېدله، سترګې خښې كړې وې. نورو خندل، بيا د چا غږ واورېدل شو: 
— د سرتېرو ساړه شوي.

_ هو.

_ خو مجبور دي چې ودرېږي.

_ سرتېري د نظم د ساتنې له پاره دي.

_ هلكانو غلي شئ!…

چا نارې كړې:  پام … پام !

هغه افسر چې ژېړې پټۍ يې درلودې خپله توره راوكښه. په هوا كې يې وګډوله او خلكو ته يې بد _ بد وكتل.

سرتېري څنګ په څنګ چوپ ودرېدل.

يوې چاغې ښځې پوښتنه وكړه: ولې داسې ودرېدل؟

چا ځواب ور نه كړ او داسې وبرېښېده چې د خلكو په تګ كې ستونزې پيدا شوې.

د افسر غږ واورېدل شو: بېرته وګرځئ!

څو كسانو په څټ وكتل. د وروستيو ليكو خلك لا هم په مخ راتلل او د سر كسان يې په زور په مخ خوځول. ميدان ورو _ ورو ډكېده.

دا وخت  يو څو كسان چې سپينې ټوټې يې خوځولې، د افسر په لور ورغلل او نارې يې كړې:  موږ غواړو چې خپله تزار ته ورشو…

_ په ډېره كرارۍ ….

_ بېرته وګرځئ او كه نه د ډزو امر كوم….

كله چې د افسر غږ خلكو واورېد، ټول خواشيني اوخپه شول.

رښتيا څو تنو مخكې هم ويلي وو چې (هغه) ته څوك نه ورپرېږدي; خو ډزې!؟  د هغه ولس په لور چې غوښتل يې په ډېره كرارۍ خپل خير غوښتونكى او ځواكمن مشر وويني، خلك دومره حيران كړي وو چې سمدلاسه يې د دوى په اذهانو كې د (هغه) انځور نسكور كړ. هغه ډېر زور لري، بايد ونه وېرېږي او خپل ولس په سرو ګوليو له ځانه، و نه  شړي.

يو جګ او خوار سړى چې په څېره كې يې د لوږې نښې ښكارېدې،ناڅاپه ناره كړه: د ډزو امر وركوئ؟ كله جرئت لرئ!….

بيا يې خلكو ته وكتل او په كركه يې وويل: ومو ليدل! ما خو ويل چې څوك نه ېرېږدي.

_ څوك ؟ سرتېري؟

_ يه سرتېري نه، … هغه نور…

خپل لاس يې يوه لرې او نا معلوم لوري ته وخوځاوه.

_ هغه پاسني خلك … هو … ما خو ويل….

_ تر اوسه لا اميد شته.

_ پوه به شي چې موږ څه غواړو او لار به راكړي…

شور او زوږ ډیر شو. ويروونكې چيغې واورېدل شوې. خلك په بيړه تاوېدل راتاوېدل. له سيند څخه سوړ باد الوت او د سرتېرو تېره غشي له ورايه برېښېدل، خلكو يو د بل چيغو ته په چيغو ځواب وركاوه او مخكنۍ ليكې د وروستيو ليكو تر اغېزې لاندې په مخ روانې وې.

هغو كسانو چې افسر ته سپينې ټوټې خوځولې، ښي اړ خ ته وګرځېدل او په خلكو ورګډ شول؛ خو د لومړۍ ليكې نارينه وو،  ښځو او ماشومانو همغسې سپينې ټوټې خوځولې او احساسات يې ښكاره كول.

يوه پاخه سړي چې ږېره يې لږ سپينه شوې وه، په جدي توګه وويل: ولې به ډزې كوي؟ د چا په لور؟ دوى يوازې لاره بنده كړى دى؛ خو موږ به په كنګل ورتېر شو…

يوه وچ غږ د دې سړي خبرې پرې كړې. ټول غلي شول او پورته يې وكتل، له پاسه په لسګونو سرې مترو كې (قمچين) په خلكو ټيټې شوې او خلك لا هم په مخ خوځېدل.

يو چا په كراره وويل: متاوۍ (فشنګ) وه…

ناڅاپه د زګېرويو غږونه واورېدل شول. څو تنه په ځمكه ولوېدل، يوې ښځې خپل لاس په ټټر ايښى و او نارې يې وهلې او په چټكو ګامونو د هغو غشو په لور روانه وه چې د دې په لور نيول شوي  وو.  ورپسې نورو خلكو هم ګڼه ګوڼه جوړه كړې وه.

بيا د ډزو غږ واورېدل شو. دا ځل ډزې تر لومړي وار ډېرې وې. خلك  ډله -_ ډله په ځمكه غورزېدل ، په ځمكه به كېناستل ، خپلې ګېډې به يې په لاسونو نيولې او ګوډ _ ګوډ به يې نامعلوم لوري ته ځغاستل. په واورو به ښويېدل. هرځاى سپينې واورې په سرو وينو داسې رنګ شوې وې چې ان سترګې يې برېښولې. دا سوروالى ورو–_- ورو ډیریده …. خلك لږ په شا لاړل او د څو شېبو له پاره ودرېدل، وېره په  ټولو  خوره شوې وه . ناڅاپه د سلګونو غږونو  څپې پورته شوې. خلك بيا ډله- _ ډله په مخ وخوځېدل چې خپل مړي او ټپيان ټول كړي. ټپيانو هم نارې وهلې او خپل بېواكه سوكونه يې د ماڼۍ خوا ته غورځول. د ټولو څېرو ناڅاپي بدلون موندلى وو او سترګې يې د لېونيو په شان ځلېدلې .

خو هغه ناڅاپي وېره او وحشت چې خلك رانغاړي او د وچو پاڼو په څېر يې، بې ارادې رپوي او په دوى كې د پټېدو تلوسه پاروي، په دوى كې نه وه. بېسارې وېرې او ترهې بيا هم سړى  دې ته اړ وېسته چې په وينو لړلې واورې، څېرو، سرو لاسونو، وېرونكو اجسادو او د ژونديو كسانومنډو_ترړلو ته ځير شي.

  بدې_بدې خبرې اورېدل كېدې. ژورې حيرانتيا د ځينو خلكو په  زړونو منګولې خښې كړې وې. دوى خو له مخكې نه خپل هدف ټاكلى و. د تزار افسانوي او له برمه ډكه څېره يې سترګو_ – سترګو ته كېده. دوى په هغه مين وو، هغه پرې ګران و. اميدونه ډېر وو؛ خو دلته ډزې وې، دود و، وينې وې، ډېر مړي پراته او ټپيان لالهانده وو؛ ځكه نو د ټولو زړونه له وينو ډك وو او داسې ښكارېده، لكه په يوه نه شلېدونكي ځنځير چې تړل شوي وي.  ځينو په ځمكه ترپكې وهلې چې پښې يې تودې شي، ځينو كرار_ – كرار ټپيان لېږدول، ځينو مړي ټولول، دیرو خلكوسرتېرو ته كنځاوې كولې او دوى يې ګواښل، ځينې هم چوپ ولاړ وو او د نورو د كړو- وړو ننداره يې كوله.

سرتېري بې حركته ولاړ وو. سړی هوا د دوى شونډې وچې كړې وې او د مخ هډوكي يې راوتلي ښكارېدل .

يو چا نارې كړې : غلطی وشوه! … دوى سم نه دي پوه شوي ، باور وكړئ ! -ورمخكې شئ او موضوع ورته ووایاست ….

يو وړوكى ماشوم د څراغ په ستن جګ شو او نارې يې كړې :ګاپون خاين دى …

– ملګرو هركلى مو وليد ؟ …

– پام ! دا غلطی وه ، دا كار نه كېده ، پوهېږئ ؟ …

– ټپي ته لار وركړئ.

دوه نارينه وو او يوې ښځې يو اوږد – ډنگر ټپي پورته كړى و. ټپي په واورو پټ و او له لسټوڼي څخه يې وينې بهېدې، شونډې يې چی تورې شوې وې  ورو -_ ورو خوځېدې.

_ ما خو ويل چې لار نه راكوي… هغه يي پټ كړى دى ، ولس څه كوي؟…

– سواره!

– وتښتئ! …

– سرتېري وخوځېدل، اسونه ششنېدل او پورته_ -پورته غورزېدل. سورو خپلې تورې ګډولې او د خلكو په لور يې دانګل. خلك هك حيران ولاړ وو او يو تر بله تاوېدل. يو امرانه  غږ واورېدل شو:  مخ په وړاندې !

يو توپان په خلكو ګډ شو، ځمكه ولړزېده او ټولو په تېښته لاس پورې كړ. خلكو ټپيان پرېښودل اوان په مړو يې پښې ايښودې. د اسونو د سومونو (سم) غږونه پرله پسې ډېرېدل. سرتېرو شور او زوږ جوړ كړى وو او نارې يې وهلې. اسونو لوېدلي كسان، ټپيان او مړي تر پښو لاندې كول. تورې په هوا كې ځلېدلې، كله _كله به په هډوكو باندې د تورو د وارونو غږونه  واورېدل شول او د ټپيانو نارې سورې به جګې شوې:ها….ها…..ها….

سرتېرو تورې ګډولې او په خلكو يې ګوزارونه كول. ټپيانو به سملاسي سرونه ټيټ كړل او جامې به يې په وينو سرې شوې.

اسونه په وېروونكي ډول نڅېدل، غاښونه يي چيچل، سرونه يې غورځول او ششنېدل. خلك يې په كوڅوكې خواره كړل؛ خو همغه شېبه چې د اسونو د سومونو درانده غږونه ورك شول، خلك هم ودرېدل، ستړي وو او اوږدې _- اوږدې ساوې يې ايستلې، يو بل ته  يې رډ – _رډ كتل. ځينې ورو _- ورو موسېدل، يوه وويل: زه ډېرښه وتښتېدم!

بل ځواب وركړ: خود  به  تښتې! …

ناڅاپه له  هرې خوا د وېرې، كينې او حيرانتيا غږونه واورېدل شول: وروڼو ! دا نو ولې ؟ …كافار خو نه ياستو! ولې مو وژني ؟ د څه له پاره ؟ دا څنګه دولت دى؟ خلك په لاره رېبي، هه!  په خلكو يې د اسونو غوبل جوړ كړى دى.

ټول ولاړ وو او يو بل ته يې ګېلې كولې، يو بل يې پوښتل چې څه بايد وشي؟ هيڅوك نه تښتېدل، لا سره نژدې كېدل، يو بل ته يې په ځيره كتل او هڅه يې كوله چې له دې احساساتو څخه د وتلو لار ومومي. تر وېرې د دوى حيرانتيا ډېره وه، يو د بل خبرو ته غیی وږونه بوڅ نيولي وو، ژر- ژر يې شا اوخوا  كتل او د نويو پېښو تمه يې درلوده. دا وخت د دوى حيرانتيا هومره ډېره وه چې نه يې شواى كولاى حتى د دې غيرضروري او وحشي پېښې په وړاندې، چې د زرګونو بې ګناه انسانانو وينې په كې توى شوې، خپل طبعيي او انساني احساسات څرګند كړي ….

يوه ځوان ناره وكړه : ورشئ او ټپيان ټول كړئ .

د ټولو پام همدې خبرو ته وګرځېد او د سيندغاړې په لور يې وځغاستل. دوى د هغو په وينو لړلو ټپيانو له هركلي سره مخامخ شول چې ځانونه يې په واورو راكاږل او ښويېدل، ټپيان يې پورته كړل او په  لاس ګاډو كې يې كوم ځاى ته واستول. هغه ويندوى هم ټپي شوى و، سر يې په وينو ككړ او كښته ځوړند و، يوه سرلوڅي ځوان او يوې ښځې پورته كړى و.

ټپې ورو _ ورو خبرې كولې :

– ميخائيلو! ودرېږه!  ولې … ولې ؟ په ولس باندې ډزې منع دي. ولې يې دا كاروكړ؟

ځوان ځواب وركړ: دا كار يې وكړ! ښځې وويل: هم يې ډزې وكړې اوهم يې ورمېږونه غوڅ كړل. ميخائيلو!  لكه چې امر يې وركړى و.

-امر يې درلود، رښتيا تا فكر كاوه چې له تا سره خبرې او مشوره وكړي ؟ كوم ګيلاس شراب يې درته راوړل ؟

-ميخائيلو ودرېږه! ټپي ودرېد، په دېوال يې تكيه وكړه او وې ويل: خداى  پالونكو خلكو! ولی موږ وژني؟… په كوم قانون؟

 د خلكو سرونه ځوړند وواو دده له مخې تېرېدل.

وړاندې څلوېښت_ پنځوس تنه غونډ شوي وو اود يوه خبرو ته يې غوږ نيولى وو: ګاپون پرون شپه له وزير سره و، هغه په دې خبر و، دا د هغه خيانت و چې، موږ يې له مرګ ژوبلې سره مخامخ كړو .

– په دې كار كې د ده څه ګټه وه؟

_ زه څه پوهېږم!

 ټول پارېدلي او له سلګونو پوښتنو سره مخامخ وو، هغه پوښتنې چې ډېر اهميت يې درلود او ځواب يې  ضروري او جدي و. په دې تلوسه كې دوى له هغه افسانوي ناجي څخه. چې د دوى اړتياوې يې پوره كولاى شواى، لاس پرېمينځه.

يوه چاغه ښځه چې شلېدلې – شلېدلې جامې يې اغوستې وې، د واټ په منځ كې روانه وه. دميندو څېره اوغم لړلې سترګې يې درلودې، خپل ښي لاس په چپ لاس پورته نيولى و او ژړل يې: څنګه به كاركوم ؟ د خپلو بچيانو ډوډۍ به له كومه كوم ؟ اوه د خداې بنده ګانو! كه تزار هم دخلكو دښمن وي؛ نو د دې ولس راتلونكې به څه او مرستندوى به څوك وي !؟

 د دې ښځې پوښتنو خلك په ځای ورول، د دې شا اوخوا نزدی شول او د هغې خبرو ته يې غوږ ونيوه:

-داسې ښكاري چې دلته هېڅ قانون نشته!

ځينو اسوېلي ايستل او ځينو ورو – ورو  كنځلې  كولې.

يوه زړه بوږنونكې چيغه پورته شوه: ښه مرسته يې راسره وكړه، زما د زوې پښه يې غوڅه كړه.

-_ الله! … پطروخا يې  وژلى دى …

ډېرو خلكو داسې چيغې وهلې چې د متروكو په شان په غوږونو لګېدې. دې چيغو د سړي وژونكو په وړاندې د كينې اوكسات اخيستلو احساسات پارول. د خلكو په ويرجنو او الوتو بڼو كې ورو – ورو اراده اوتصميم څرګندېده.

– ملګرو!  سره له دې هم ښار ته ځو … ډله  – ډله  به په مخ ځو، كېداى شي چې برى تر لاسه كړو

_ وژني مو…!

_ راځئ چې له سرتېرو سره وګړېږو او وې پوهوو چې د سړي وژنې له پاره كوم قانون نه دى جوړ شوى!

– ښايي چې دا قانون جوړ شوى وي، موږ څه خبر ياستو؟

– خلك بيا وخوځېدل او ډله – ډله  دسيند په لور په مخ ورغلل، ټولو ټپيان او مړي ورسره پورته كړی وو، د تودې وينې بوى هره خوا خور و او د زګېرويو غږونه اورېدل كېدل.

_ يوه ګولۍ د ياكوف ژوبين په وچولي ولګېده.

– له خپل تاجداره پلاره ډېر خوشاله يو …

– ښه هركلى و.

بيا څو كنځلې واورېدل شوې، لږ د مخه كه چا يوه كنځله هم كړې واى، خلكو به ټوټې –  ټوټې  كړى واى ؛ خو اوس ټولو  اورېدې …

يوې كمكې جلۍ نارې وهلې: زما مور! … تاسونه ده ليدلې ؟

خلكو په پټه خوله لار وركوله او كمكې جلۍ خپله مور پسې منډې وهلې. يوې ښځې په پری شوی لاس چيغه كړه : دغه يم دلته راشه …

-ځوانان لرې شول او واټ لږ تش شو. سپين ږيري له بېرې ډله – ډله خورېدل او ځوانان يې څارل، خبرې كمې وې.

-اوس نو ښكاره شوه چې ولس هېڅ قدر نه لري.

_ لعنتي سړي وژونكو!

خلك د مړو له پاره ځورېدل او په چوپه چوپتيا كې يې يو بل ته كتل.

سرتېري د تزار په ماڼۍ څرخېدلي وو. ماڼۍ ته نژدې سواره ولاړ وو، د اسونو د خولو او خوشایو بویونو فضا ډكه كړې وه. د اسونو د قيزو ، د تورو، د افسرانو د نارو اود سرتېرو د درندو توپونو غږونه اورېدل كېدل.

په لسګونو زره كينه ناك او قهرجن خلك د سرتېرو په لور روان وو. دوى ورو- ورو غږېدل. د نويو هيلو او اميدونو په هكله ګړېدل. يوې ډلې سرتېرو ماڼۍ ته د خلكو د ورتګ لاره نيولې وه. خلك ورو او چوپ سرتېرو ته مخامخ ودرېدل .

پوځي مشر ورو وويل: ځئ او خواره شئ!

دى د سرتېرو د ليكې په مخه كې روان و. سر يې ځمكې ته ځوړند كړى او هڅه يې كوله چې خلكو ته ونه ګوري. ده د لاس او اوږې په خوځولو خلك او سرتېري سره لرې كول.

له ده څخه پوښتنه  وشوه: ولې لار نه راكوئ ؟

-چېرې ځئ ؟

-تزار ته ورځو.

پوځي مشر تم شو او وې ويل: يو ځلي مې وويل چې هغه نشته. اوس بياهم وايم چې نشته او ولاړ شئ.  يو چا په مسخرو وويل: نو ته وايې تزار هېڅ شتون نه لري !؟ پوځي ودرېد، خپله ګوته يې جګه ونیوه او وې ويل: په دې خبرو كې ډېر پام په كار دى! او وې ويل: هغه په ښار كې نه شته.

چا ځواب وركړ: زه وايم چې هېڅ ځاى به نه وي.

_مړ شوى! ؟ …  شيطانانو! تاسو وژلى نه وي !؟

_ نژدې مو ولس له منځه وړى و.

تاسو تزار وژلى، پوهېږو.

-ته څوك يې ؟ سرتېريه! ته پوهېږې چې سرتېرى يعنې څه ؟

يو بل ځاى يو بوډا چې نرۍ ږيره يې درلوده، له سرتېرو سره په خبرو بوخت و.

_ ټول د همدې وطن خلك یاستو. تاسو نن پوځي جامې اغوستي، سبا به شخصي جامې اغوندئ او ډوډۍ به غواړئ، نه كار شته او نه ډوډۍ! بيا تاسو په همدې درد اخته كېږئ چې موږ نن پرې اخته يو، ښه! … كه تاسو كار او ډوډۍ وغواړئ، بايد وويشتل شئ ؟ او دا چې وږي ياستئ بايد ووژل شئ ؟ ….

د سرتېرو ساړه شوي وو او ورو – ورو پورته غورزېدل چې پښې يې تودې شي. غوږونه يې سره  – سره ښكارېدل، سترګې يې ژر – ژر ګډولې او خپلې يخ وهلې شونډې يې په غاښونو چيچلې. دسرتېرو په څېرو كې چې رنګونه  يې سړو تور اړولي وو، د مايوسۍ ، نااميدۍ او حماقت نښې ليدل كېدې، غاښونه يې چيچل او سترګې يې په ځمكه كې خښې كړې وې. داسې ښكارېده چې سرتېري غواړي د دې خلكو په وړاندې خپله كينه، چې دوى يې په دې سړه هوا كې درېدو ته اړ كړي وو، څرګنده نه كړي. ټول ستړي ستومانه وو. خلك له سرتېرو سره سينه په سينه ولاړ وو او كله  ناكله به د وروستيو ليكو د فشار له امله په سرتېرو ورولګېدل.

-ارام!

ځينو كسانو د سرتېرو لاسونه نيولي وو او له دوى سره په خبرو بوخت وو. سرتېرو د دوى خبرو ته غوږ نيولى او څېرې يې شرمېدلې ښكارېدې. يوه سرتېري يو خولۍ والا ځوان ته وويل: په ټوپك لاس مه وهه!

خو ځوان په ګوته ورو په ټټر وواهه او وې ويل: ته سرتېرې يې كه جلاد؟ … ته يې راوستی يې چې روسيه له دښمن څخحه وساتې؛ خو اوس ولس درباندې وژني، پوهيږې كه نه؟ ولس يعنې روسيه!

سرتېري ځواب وركړ: موږ ډزې نه كوو.

_ مخامخ وګوره روسي ولس دلته ولاړ دى او غواړي چې تزار وويني ….

 يو چا د ده خبره پرې كړه: ته نه غواړې؟

-كه ولس وغواړي چې د چارو په هكله له تزار سره وغږېږي، څه به وشي؟ ….

 سرتېري وويل: زه نه پوهېږم.

يو بل سرتېري وويل: موږ د خبرو حق نه لرو.

بيايې سوړ اسوېلى وكېښ اوځمكې ته يې وكتل .

ناڅاپه يو سرتېري له خپل مخامخ كس څخه په مهر بانۍ پوښتنه وكړه: وروره! ته د (بازان ) نه يې؟

-نه د ( پاسګوفسك) يم …. ته د كوم ځاى يې؟

-زه د (بازان ) يم. او په كړس كړس يې وخندل او خپلې اوږې يې پورته واچولې. خلك د سرتېرو د ليكې په مخ كې خوځېدل او د سيند د هغو څپو په څېر چې په ډبرو نښلي، په سر تېرو لګېدل. لږ به لیرې شول او بیرته به ستانه شول، ځينې خو ان په دې هم نه پوهېدل چې ولې دلته راغلي او څه غواړي؟ نه يې روښانه هدف درلود او نه يې ټاكلې غوښتنې! يوازې خورېدل او د غچ اخيستلو تږي وو؛ خو زړه يې په چا تش كړى واى او له چا نه يې كسات اخيستى واى؟ …. سرتېرو د دوى غوسه نه پاروله. سرتېري بدمرغه كسان وو، بېسارې يخنۍ ستومانه كړي او ټول د ونو د پاڼو په شان لړزېدل او د غاښونو د كړپا غږونه يې اورېدل كېدل. دوى به ويل: موږ د سهار له څلورو بجو څخه تر اوسه دلته درېدلي يو، لوى مصيبت دى! _ پښې اوږدې كړه او مړ شه …. _كه تاسو ولاړ شئ، موږ به هم خپلو تودو كوټو ته ستانه شو. 
– څو بجې دي؟ 
– دوه بجې. 
پوځي مشر وويل: د څه له پاره دلې ولاړ ياست؟ د ده جدي بڼې او ډاډمنو خبرو د خلكو غوسه كموله.  – ډېر مه تم كېږئ… پوځ ستاسو له لاسه ځورېږي. يوه ځوان پوښتنه وكړه: بيا به په موږ ډزې وكړئ؟ 
پوځي مشر لږ غلى غوندې شو او ورو يې ځواب وركړ: كه امر وشي ، هو! د خلكو شور او زوږ پورته شو، چا سرتېري ملامتول، چا مسخرې كولې او ځينې په كنځاوو بوخت وو. يوه جګ سړي چې مخ يې تك سور و، پوښتنه وكړه: ولې؟ د څه له پاره ډزې كوئ؟ پوځي مشر وويل: موږ بايد پوځي امر ومنو. سرتېرو د خلكو خبرو ته غوږ نيولى و، ستومانه ښكارېدل او ژر- ژر به يې شا او خوا كتل يوه وويل: دريغه لږ تود چاى مې څښلاى واى! ….

يو غم لړلى غږ پورته شو: زما وينې څښې؟

سرتېري په غوسه ځواب وركړ: زه خو حيوان نه يم!

ډېرې سترګې د سرتېرو څېرو ته چې څنګ په څنګ كتار ولاړ وو، ځير وې. ډېرو خلكو هڅه كوله چې دوى د خپلې تلوسې په اور تاوده كړي او د دوى په زړونو كې چې د پوځي قاغوشونو په شان تړل شوي وو او د دوى په مغزونو چې د نظامنامو په چټياتو ډك وو، د انسانيت احساس وپاروي. سرتېري چې خلكو ته د مجسمو په شان ښكارېدل، يوازې يوه هيله درلوده چې ژر خپلو تودو كوټو ته ستانه شي. د خلكو خبرې پر له پسې ډيرېدې.

يوه ږيره ور وويل: سرتېرو! تاسو څوك ياستئ؟ تاسو د روسي ولس بچيان ياست! لوږه ولس ځوروي، كار نشته، ډوډۍ نشته، اوس له تزاره مرسته غواړي، خو تزار تاسو ته امر كړى چې ډزې پرې وكړئ. ولس څوك دى؟ ستاسو وروڼه او پلرونه! ولس يوازې خپل غم نه خوري، ستاسو هوساينه هم غواړي. تزار تاسو له ولس سره جنګوي، تاسو ورور وژنې او پلاروژنې ته رابولي. لږ فكر وكړئ، تاسو خپله، خپلې ريشې غوڅوئ!

د دې سپين ږيري سړي مهربانه څېرې او خبرو سرتېري پارولي وو. ټولو سرونه ځوړند كړي او د ده خبروته غوږ نيولى وو، ځينو د سرونو په خوځولو د سپين ږيري خبرې تائيدولې او ځينو اسوېلي ايستل. يو چا سپين ږيري ته وويل: پام! چې خبرې دې افسر اوري. افسر چې جګه ونه او ګڼ برېتونه درلودل او د سرتېرو د ليكې په مخه كې ولاړ و او ويل يې: خواره شئ، ولاړ شئ!

 – دا ته څه وايې ؟  … تا ته وايم…

افسر څورب سړى و چې ګردې او بې خونده سترګې يې درلودې، ورو ورو يې ګامونه جګول او پوندې يې په ځمكه وهلې. سرتېري د ځنځير د كړيو په شان (تيارسۍ) ولاړ وو. ځينو سرتېرو افسر، د سترګو په اشاره خلكو ته ورښوده او ځينو د افسر پېښې كولې. افسر لږ وړاندې ودرېد او ناره يې كړه: تيارسۍ!

سرتېري لږ وخوځېدل او بيا وچ كلك ودرېدل. افسر وويل: امر كوم چې خواره شئ!

او خپله توره يې راوكښله. خلك نه خورېدل. ټول ميدان په خلكو ډك و او شمېره يې ورو ورو ډیریده. ټولو افسر ته په كركه كتل. ده د خلكو بدې خبرې او كنځلې اورېدې او بې خونده سترګو يې د خلكو خولې څارلې. خلكو بېسارى شوراو زوږ جوړ كړى و؛ ځكه د سرتېرو هغه چوپتيا چې دا وخت بې ځايه او ان غير انساني وه، دوى ځورول. له يو بل نه يې پوښتنې كولې: د ډزو امر لرئ؟  دوى بې له امره هم د خلكو د وژلو له پاره تيار دي …. – هغه وګوره چې خپله توره يې وېسته، اى … اى … زوروره د سړي وژنې له پاره چمتو شوې؟ د خلكو غيرت پارېدلى و، مسخرې كمې شوې وې او چيغې ډېرېدې. پوځي مشر، افسر ته وكتل او رنګ يې والوت او په بيړه يې خپله توره راوكښه.  ناڅاپه د تورم (شيپور) غږ پورته شو، خلكو تورمچي ته وكتل، د تورمچي غومبورې پړسېدلې او سترګې يې پټې پټې كېدې. خلكو په جګو نارو، چيغو، كنځلو او كركې سره د تورم غږ چاپېره كړ. له مرګ نه تېښته نه شواى كېداى، څو تنه په ځمكه ولوېدل، ځينو نورو هم خپل مخونه په لاسونو وپوښل؛ خو هغه سپين ږيرى سړى د ټولو په مخ كې ولاړ و او سرتېرو ته يې كتل. ده پر له پسې خبرې كولې او سرتېرو ته يې څه ويل. سرتېرو ټوپك پورته كړل او د هغو برچې يې د خلكو په لور كتار كړې. د برچو كرښه منظمه نه وه. ځينې جګې او ځينې كښته وې، ځينې بيا نېغ په نېغه د خلكو سينو ته نيول شوې وې. – سړي وژونكو! څه كوئ؟ برچې په كلكه ولړزېدې او د ډزو غږ پورته شو. بيا د مړو كتارونه جوړ او ګڼ نور ټپيان شول. ځينې  ورو ورو بيا د نژدې باغ په ديواله اوښتل. بيا ډزې واورېدل شوې او بيا هم واورېدل شوې … هغه ماشوم چې د باغ د ديوال په لرګينه زينه ولاړ و، ولګېد، ولوېد او په پښو ځوړند شو. يوه ښځه چې جګه ونه او ګڼ ويښتان يې درلودل، د ده څنګ ته ولوېده. – كفارو! …. ميدان لږ تش شو، د وروستيو ليكو خلك په كورو ننوتل او نور په شا ولاړل. د خلكو او سرتېرو تر منځ لږ واټن پيدا شو چې په مړو ډك و. ځينې لوېدلي كسان به پاڅېدل او د خلكو په لور به يې ورو ځغاستل، ځينې نور به ګود – ګوډ تلل او واورې به يې په وينو سرې كولې. ډېر كسان پړمخې، په څنګ يا ستوني ستغ پراته وو، د وينې بوى ډیر و. دا بوى په دوبي كې د سيندونو د تودو او   

مالګينو اوبو بوى ته ورته و. دې بوى د كسات اخيستلو روحيه پیاوړی کوله او د تخيل قوه يې همغسې چې قصابان، سرتېري او نور هغه كسان چې كار يې د نورو وژل وي، بې لارې كوله. خلكو زګېروي كول، كركه يې څرګندوله، كنځلې يې كولې، نارې يې وهلې؛ خو سرتېري به په خپل ځاى لكه د مړو په څېر بې حركته ولاړ وو او شونډې به يې چيچلې. داسې ښكارېده چې دوى هم غواړي نارې ووهي؛خو نه يې شواى كولاى. د دوى په سترګو كې د انسانيت نښې نه برېښېدې او د دوى په سپېرو مخونو كې دوو كوچنيو- _ كوچنيو تورو غارګوړو ته ورته وې، چې هېڅ شى يې نه ليدل. يا به دوى قصداً وينو ته نه كتل؛ ځكه وينو په دوى كې د نورو وينو تويولو احساسات پارول.لا هم غشي ورېدل او د ټوپكو خولې سرې -_ سرې كېدې؛ خو په خلكو كې چې زړونو او مغزونو يې د زرو او زور د واكمنو ډېركړاو ګاللى وو او ډېر درواغ يې اورېدلي وو، بېطرفي يا بې تفاوتي، نه ليدل كېده. يو سړي چې بورې سترګې او اوږده ږيره يې درلوده، پاڅېد او په ژړغوني اواز يې وويل: زه ځكه ونه وژل شوم چې تاسو ته مې حقيقت ويلى و… خلك بيا وخوځېدل او د مړو او ټپيانو په ټولولو بوخت شول. څو تنه د هغه نفر په لور ورغلل چې له سرتېرو سره غږېده او په نارو سورو  يې د ده  خبرې پرې كړې. دوى لا هم د خپلو غوښتنو او خبرو په بري ايمان درلود او هڅه يې كوله سرتېري په دې وپوهوي چې ډېر كركجن او كرغېړن كار يې كړى او دا تېروتنه يې د فساد او بې رحمۍ له ساتنې سره مرسته كوي. افسر خپله تومانچه ووېسته، په ځيره يې ورته وكتل او د دې ډلې په لور روان شو. خلك ورو او بې له بيړې له سرتېرو نه لیرې شول. هغه سړى چې بورې سترګې او اوږده ږيره يې درلوده، ونه خوځېد. ده شا او خوا وينې افسر ته وښودې او په كنځلو يې ورته وويل: څنګه به دا تور داغ له خپل وچولي څخه وتوږئ او څنګه به ځان تبرئه كړئ؟ افسر مخامخ ورته ودرېد، سترګې يې ورته برګې كړې او لاس يې ورته اوږد كړ. د ډزو غږ د قاتل تر لاس وڅرخېد. د ږيرور پښې سستې شوې او پړمخې په ځمكه وغورزېد. خلكو په قاتل يرغل وكړ، ده په يو لاس توره ګډوله او په بل لاس كې يې تومانچه نيولې وه… يو خوار ماشوم د افسر له پښو سره ولوېد، افسر چې نارې يې وهلې او د ياغي اس په څېر پورته- _ پورته غورزېده، خپله توره د هغه په ګېډه كې خښه كړه. خلكو په وينو لړلو واورو ويشت او كنځلې يې ورته كولې.

پوځي مشر او څو سرتېرو د ده مرستې ته ودانګل. خلك چې بيا يې ځان د غشو او ټوپكو سره مخامخ وليد، لږ په شا لاړل او خواره شول. افسر خپله توره وګډوله او بيا يې د ماشوم په ګېډه كې خښه كړه. بيا د تورم بې خونده غږ جګ شو. د وينو سره رنګ سترګې پارولې او ليدونكې يې دې ته هڅول چې نور هم ورته ځير شي او هره خوا وينې وويني.

 سرتېري لاهم (تيارسئ) ولاړ وو؛ خو ورو_ ورو يې يوه خوا او بله خوا كتل او ژوندي هدفونه يې لټول. افسر لږ وړاندې بيا ودرېد، خپله توره يې جګه كړه او د څارويو په شان رمباړې كړې … خلكو هم بې ځوابه پرې نه ښود.

_جلاده!

_ سړي وژونكو!

ده خپل بريتونه تاو كړل او د څو ځلې پرله پسې ډزو غږ واورېدل شو.

واټونه په خلكو ډك وو. كارګران لږ او مزدوران او كسبګر ډېر وو . ځينو د وژل شويو كسانو وينو ته كتل او ځينو ساتونكي وهل. ښځو ماشومانو او نارينه وو ژر- ژر شا اوخوا كتل او د نويو پېښو هيله يې كوله. ټولو اسوېلي ايستل، كنځاوې يي كولې او يو بل ته يې د خونړيو پېښو او وژنو كيسې كولې. له لږ ټپي كارګرانو  نه يې پوښتنې كولې ، هيڅوك نه پوهېدل چې څه وكړي؟ او كور ته هم نه تلل؛ خو ټولو دا تمه درلوده چې له دې وژنو څخه وروسته به ضرور نوې پېښه وشي.

دوى تر نن ورځې پورې د طبعيې غرايزو په بنسټ ژوند كاوه. دولت، حكومت، قانون، د چارو مشران او خپل حقوق يې سم نه پېژندل. خلكو داسې فكر كاوه چې په ژوند كې يو لوى قدرت شته چې دوى ساتي او هغه قانون دى .

دې فرهنګ دوى ته نوې سا وركوله او هوسا يې ساتل.

خو نن ناڅاپه د زاړه فكر ماڼۍ ونړېده. د عادت وراسته بندونه مات شول او ځايونه يې د (هغه ) د قهار قدرت په وړاندې بې وسه وليدل چې نه يې حق پېژانده او نه قانون. د ټولو ژوند د (هغه) په لاس كې و، هر وخت به يې په خپله خوښه او د اړتيا په اندازه وژل او له منځه وړل . هيچا د ده مخه نه شواى نيولاى، له هيچا سره يې خبرې او مشوره نه كوله، ستنې يې پخې وې، د ښار واټونه يې په مړو ډكول او ځمكې يي د خلكو په وينو خړوبولې. دى د وينې تويولو تږى و، ډله  ييزه وېره به يې  كوله اولنډه دا چې خلك يې دې ته اړكول چې د ځان د ساتلو له پاره يو اقدام وكړي.

يو څورب، لنډكى سړى روان و، جامې يې په وينو لړلې  او خپل سره لاسونه يې خوځول له ده څخه پوښتنه وشوه : ټپي يې ؟

– يه!

– دا وينې د چا دي ؟

– د نورو كسانو .

ناڅاپه ودرېد، خلكو ته يې وكتل او وې ويل: دا زما وينې نه دي، د هغو كسانو وينې دي چې په (هغه) يې ډاډ درلود …

سواره راورسېدل. خلك يې په متروكو وهل، خلك له دوى څخه تښتېدل او په ديوالونو جګېدل. داسې ښكارېده چې سرتېري مست دي، په كړس _  كړس يې خندل. په اسونو پورته _ پورته غورزېدل، متروكې جګېدې او بېرته په خلكو ټيټېدې. يو وهل شوى له ځمكې بيا پورته شو او پوښتنه يې وكړه: ولې ما وهې او حيوانه؟

سرتېري ټوپك له اوږې څخه كوز كړ او دى يې وويشت. بيوزلى دوه_ درې ځلې په ځمكه پورته شو او ولوېد او سرتېري پرې خندل.

د يوبل چا غږ پورته شو: دا څه حال دى؟ … دا څه كوي؟

يو بېسارى شور او زوږ و، د خلكو ويده او وروسته پاتې فكرونه ورو_- ورو ژوندي كېدل او نوې سا يې پيدا كوله.

– اجازه راكړئ! ولې يې سرتېري ته كنځا وكړه؟

_ هغه وواهه!

_ خو دى به ګوښه شوى و!

په يو كور كې دوه ښځې او يو زده كوونكى د يو كارګر د ټپې لاس په تړلو بوخت وو. كارګر ډېر په غوسه و او له ځان سره بونګېده: زموږ هدف روښانه و؛ خو د نظم ساتونكي په موږ تور لګوي. موږ په رڼا ورځ، تش لاس په واټونوكې روان وو، ان وزيران په دې خبر وو، موږ د مخه عريضې ورته ليكلې وې، دوى به همغه وخت ويلي و چې اجازه نه شته. كه دوى ويلي واى، موږ به ولې راوتو؟  ټول په دې پوهېدل چې موږ راوځو…

يو بوډا پوښتنه وكړه: په عريضه كې مو څه ليكلي وو؟

_ ليكلي مو وو چې تزار دې، د ولس له منځه ځينې كسان وټاكي او له هغوى سره دې په ګډه د وطن چارې په مخ يوسي، د ده شخصي كاركوونكو او نوكرانو روسيه ورانه كړه، ولس برباد شو.

بوډا وويل: ښه مو ليكلي …

دكارګر ټپ وتړل شو.

_ كورودان! ډېره مننه، ما د مخه هم ويلي و چې دا لاريون څه ګټه نه لري، ښه شول چې ټول پوه شول…

او ولاړ.

_د خلكو غوښتنې مو واورېدې؟…

– ډېرخلك ووژل شول، ډېره مرګ ژوبله واوښته.

_ نن د هغه وار  و.

_ سبا به زه…

_ كېداى شي…

— هو…

يو بل ځاى ګپ شپ و: ته وايي چې رښتيا به ( هغه)  خبر نه وي؟

_ كه داسې وي نو شته والى يې څه ګټه لري؟

د خلكو د خورولو له پاره توپچي پوځ  راورسېد او په واټونو يې اور بل كړ. اسونه ششنېدل، د توپونو ترخولې لمبې وتلې او سرتېرو خندل.

ناڅاپه د يوې سترې چاودنې غږ واورېدل شو. خلك ځير شول اوغوږ يې ونيوه.

 يو چا ورو وويل: بله چاودنه….

واټ بيا په خلكو ډك شو.

_ چېرې؟ … چېرې؟

_ د واسيلوفسكي په ټاپو كې.

_ تا خپله غږ واورېده؟

_ هو!

د وسلو زېرمې يې نيولې دي.

_ اه!

_ د تلګراف مزي يې هم پرې كړي او مورچلونه يې جوړكړي دي….

_ ښه.

لږ دي كه ډېر؟

_ ډېردي.

_ واه …واه دريغه چې د دې مړو د وينو كسات واخلي.

_ ځئ چې هملته ورشو.

_ ايوان ايوانو يچ! ځئ چې ځو.

_ ښه ده…

_ په ماښامنۍ تياره كې د چا په زړه پوري غږ انګازه جوړه كړه: هرڅوك چې غواړي د ولس، د انساني ژوند، كار او خپلواكۍ له پاره وجنګېږي، هر څوك چې غواړي د راتلونكو خلكو د سوكالۍ له پاره په كار او مبارزه كې خپل سر وښندي، مرسته دې وكړي او غونډ دې شي.

ډېرو خلكو ورودانګل او ځينو په بيړه -_ بيړه ځانونه په تياره كې ورك كړل.

_ ګورئ چې ولس څنګه پارېدلى دى؟

_ حق يې دى!

_ قيامت به جوړ شي …هو!

د شپې په توره تياره كې خلك خورېدل او وركېدل، خپلو كورونو ته تلل، په زړونو كې يې وېره اوتلوسه وه، ځانونه ورته يوازې ښكارېدل او ورو_- ورو د خپل خوار ژوند په علت پوهېدل چې بايد د ليونيانو او مرييو واى.  دا وخت دوى چمتو وو چې د دې وضعې د بدلولو له پاره هر ښه كار ته، مټې ونغاړي.

تيارې او چوپتيا خپل تور وزرونه غوړولي وو. دې توروالي هغه كمزورى پيوستون چې خلكو د خپلو ګټو له پاره رامنځ ته كړى و، ورو –_ ورو شلاوه. هغه كسان چې په زړونو كې يې د ايمان وړانګې نه وې، په دې هڅه كې وو چې ژر ځانونه كورونو ته ورسوي.

 سره له دې چې ډېره تياره وه؛ خو د واټ څراغونه لا نه وو بل شوي. _ سواره راغلل!

ناڅاپه د واټ له څنډې څخه د سورو يوه كمكي ډله راواوښته او د برېښنا په څېر يې په خلكو ودانګل.سرتېرو كوكې وهلې. د دې كوكو ماليخوليايي او غير انساني څپو د خلكو غوږونه ځورول. د شپې په تياره كې تورې لږ برېښېدې او ان دا چې اسونه كوچني ښكارېدل.

د تورو د پرله پسې ګوزارونو غږونه پورته كېدل:

 _ملګرو! كسات واخلئ او په هرڅه چې لاس ته درځي، سرتېري  وولئ.

_ وتښتئ!

_  ملګرو! ډبرې پورته كړئ!

سرتېري يو په بل پسې رالوېدل، اسونه غورزېدل او ششنېدل.

 يو افسر نارې كړې: مرسته … مرسته…!

سملاسي تورم وغږول شو. خلكو ځغاستل، يو له بل سره ټكرېدل او لوېدل. واټ بيا لږ تش شو. ځمكه په  مړو ډكه ښكارېده، له لیرې څخه د اسونو د راتګ غږونه رارسېدل.

_ ملګريه! ټپي شوى يې؟

_ يو غوږ مې پرې شوى.

_ په تش لاس جګړه نه كېږي!

د واټ په چوپتيا كې د ډزو دروند غږ واورېدل شو.

_ دا د شيطان اولاده تر اوسه لا نه دي ستړي شوي.

د واټ چوپتيا د حيرانۍ وړ وه. هېڅ خوځښت نه و؛ خو كله _ كله به ډزې وشوې. له نژدې څخه يو زګېروى واورېدل شو، چا وځغاستل…

_ ياكوفه! ټپي شوى يې؟

_ پروا نشته! ډېر نه يم ژوبل شوى.

د واټ له كوزنۍ برخې څخه چې سواره هلته پټ شوي وو، بيا يوه ډله خلك  ووتل او ټول واټ يې ونيو. يو د ټولو په سر كې روان و او ويل يې: موږ خپل ژمنه په وينو لاسليك كړى، سر له نن څخه دولت ته غاړه ږدو.

بل وويل: هو! روحانيونو ځانونه ښه راوپېژندل.

_ موږ به دا ورځ هېڅكله هيره نه كړو!

ډله په بيړه روانه وه، څو _ څو كسانو په خپلو كې په خبرو بوخت وو او د شپې په چوپتيا كې يې ښه شور _ زوږ جوړ كړى و.

_ څومره بې ګناه خلك ووژل شول؟

_ دې وژل كېدو څه ګټه وكړه ؟

_ يه! دا ورځ به هېڅوك او هېڅ وخت هېره نه كړو. يو لړزېدلى غږ جګ شو: مرييو! هېره به يې كړئ؛ ځكه تاسو خو نه يې وژل شوي. د نورو وينې تاسو ته څه ارزښت لري؟ ياكوفه! غلى شه.

د واټ تياره او چوپتيا ډېرېده. ډله بيا هم په مخ روانه وه.

د يوه كور له كړكۍ څخه شنې وړانګې په واټ راخورېدې. هلته د څراغ څنګ ته دوه تور هيكلونه وليدل شول، يو په ځمكه ناست او د څراغ څنګ ته يې ډډه  لګولې وه او بل په هغه ورټيټ شوى و. لكه چې له ځمكې څخه يې پورته كاوه او د دویم ځل له پاره يې په نيولې سا او غمجن اواز وويل:

_ مرييو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.