!داسې ومره چې ته خاندي خلک ژاړي

احسان الله ارینزی

271

په شپنئ چوپتیا او تته رڼا کې، د زګیروي غږ جګ شو. زما سترګه لږ ورغلې وه چې بېرته په ځای کیناستم. زه به په دې وروستیو میاشتو کې، هره اونئ درې واره له مشر سره پاته کېدم، ځکه چې ډېر ناروغه او ناکراره و. زګیروی بند شو؛ خو ورو غوندې ژړا مې واورېده. په خونه کې بل څوک نه و. زه وم او مشر سپین ږیری چې په لویه خونه کې هلته لیری، په کټ پروت و او څو ډوله داسې ناروغیو سربداله کړی و، چې هېچا او ان طبیبانو ته یې هم ریښتیا نه ویل!

دا لویه ګرده خونه د ودانۍ په پنځم پوړ کې، نورستانیو استادانو د کنړ په لرګيو ښایسته کړی وه، د حریر پردو او د خونې ښکلا سترګې برېښولې او غولی په څو ښایسته وطني غالیو پوښلی و. مشر سپین ږیري دا خونه ځکه خوښه کړې وه، چې څوک په آسانه هلته نه شوای ورتلای او ډېره خوندي وه!

زه په وېره پاڅېدم او د مشر سپین ږیري په لور ورغلم. که رښتیا ووایم په دې څو میاشتو کې، د مشر خوب دومره خراب و چې زه یې هم ویرولم. اوس بیا په خولو لوند شوې وم؛ خو اړ وم. مشر سپین ږیری په داسې حال چې ورو – ورو ژړل او بیکراره و، له ځان سره خبرې کولې:

– لعنت دې وي په دې ژوند! … له ما نه خو زما د سپیو ژوند ښه دی. ماښام به یې پریمانه غوښه خوړلې او اوس کرار ویده وي!

دې وخت کې مشر سپین ږيري په بیړه بړستن لیری کړه، په کټ کیناست، دواړه پښې یې ارتې کړې او چغه یې کړه چې رڼا ډېره کړم. مشر په خپل ځای کې کوم شی لټول. ټول په خولو کې لوند و او رنګ یې تک سپین الوتی و.

مشر سپین ږیري څه شی ونه موندل، د کټ شا او خوا ته یې وکتل او ما ته یې په تت غږ وویل:

– دا بړستن هلته لیری وڅنډه!

ما بړستن وڅنډله. هېڅ هم پکې نه و؛ خو ده وویل چې لږ لاس پرې تېر کړه.

ما فکر وکړ چې په بړستن کې به ستن غوندی شي وي، چې د مشر خوب یې ګډوډ کړی؛ خو ده له ځان سره وویل:

– یاالله په څه عذاب دې اخته کړی یم!

 مشر بېرته په ځای وغزید. ما بړستن پرې وغوړوله او ده ته مې ښه په ځیر وکتل. مشر ډنګر ښکارېد، سترګې یې پيکه شانته وې. په دې وروستیو میاشتو کې یې غټه خيټه ځوړنده شوې وه، ډېر مېلمانه یې نه منل، جومات ته نه تلو او کله به لمونځ هم خینې پاته شو. غاښونه به یې چیچل او شونډې به یې په وینو سرې وې.

کله به چې مشر سپین ږیری ویده و، وروځې به یې ورو – ورو خوځېدې، لټ په لټ به کېده، کرار به یې نه درلود. لاس او پښې به یې خوځول او په خولو کې به خیشت و.

===

مشر سپین ږیري لاندې کتل چې سلګونو ښځې، نارینه، پېغلې، ځوانان او ماشومان د سیند د څپو په شان ځي او راځي. چې ښه ورته ځیر شو، دا په سپینو کفنونو کې روان خلک همغه وو چې د ده او مخالفینو په تېرو کورنیو جګړو کې وژل شوي وو!

د دې خلکو په لاسونو کې لړمان او ماران وو چې د ده د لویې ماڼۍ په لور یې خوشي کول. مشر سپین ږیری وېرې په سر واخست. د ده ټوپکوالو لاندې د لړمانو او مارانو مخه نه شوای نیولای، لړمان او ماران په دیوالونو پاس ختل، ټوپکیانو ډزې پرې کولې او هېنداری یې ماتولې. مشر کړکۍ وتړله او خونې ته یې منډه کړه؛ خو لړمان او ماران راورسېدل او په ده وختل.

مشر سپین ږیری چیغې کړې. زه ووېرېدم. لا سم نه وم ویده چې بیا مې د مشر د کټ په لور وځغستل. مشر په خولو کې لوند خیشت و. بړستن یې غورځولې وه. ناست و او په کټ کې یې څه شی لټول او له ما څخه یې پوښتنه وکړه.

– ته په خونه کې څه شی وینی؟

ما شا او خوا وکتل او ده ته مې وویل:

– زه خو همدا د حریر پردې، د غولي سرې غالۍ، ستا کټ، کوچونه، تازه او وچې مېوې، څښاک، مخامخ په دیوالونو کلمه شریفه، ستا ټوپک او هغه ښایسته انځورونه او دلته تا وینم. نور څوک یا څه شی نشته. 

مشر چې لا هم په خپل کټ کې څه شی لټول، په غوسه شو.

– سم په ځیر وګوره، ړوند خو نه یې!

زه په ځان شکي شوم. ما ویل لوی مشر خو کرامات لری. د زرګونو وسله والو مشر، د جامع جومات خطیب، د ذکر د حلقې لارښود او د ډېرو زمکو، شتمنیو او د لوټونو د کڅوړو خاوند دی؛ نو هرومرو به څه پټ او ښکاره شیان ویني چې زه یې د لیدو سترګې نه لرم.

ما په داسې حال کې چې خونې ته په ځیر کتل، مشر سپین ږیري ته هم غوږ وم چې ورو – ورو یې ژړل او خپلې خوبجنې سترګې یې په وېره – وېره ما او شا او خوا ته اړولې.

ما ورته وویل:

– مشره، زه څه شی نه وینم.

ده وویل:

– دا ماڼۍ نوره نو زما د پاره خوندي نه ده!

او له ځانه سره یې وویل چې ما خو پخوا هم داسې خوبونه لیدل؛ خو نن په دې پوه شوم چې خلک مې کرار نه پرېږدي!

مشر سپین ږیري پاڅېد. هلته مخامخ د ده ټوپک ځوړند و. د ټوپک د شپېلی له خولې څخه وینې څڅېدې!

مشر سپين ږيري ما ته وویل چې لاندی ځمکه وچه کړم. ما چې لاندې وکتل، ځمکه وچه وه؛ خو ده ته مې څه و نه ویل، یوه ټوټه مې راوړه او په ځمکه می کش کړه،  

مشر ټوپک پورته کړ، د ټوپک ځوله یې په لمن وچه کوه، په ځیر یې ورته وکتل او ما ته وویل:

—  دا چېرته پټ کيږده! 

===

میاشت وروسته تیر ماخستن و چې له ماڼۍ د باندې ټکهار شو. سپین ږیري په بیړه جګ شو، شا او خوا یې وکتل او په ویره یې پوښتنه وکړه:

– وګوره چې څه ټکه لوېدلې؟

 زه برنډې ته ووتم. هلته اورلوبه کېده. څو بڅرکي به پاس وختل، هلته به ټکهاری شو، دا بڅرکي به وغوړیدل او د سلګونو سپرغیو په شان به، بیرته ځمکې ته ګرځیدل.

ما مشر ته وویل:

—  زموږ ستاسو د بري کلیزه ده او ملګرو اورلوبه جوړه کړی. که دې په یاد وي په همدې ورځ زموږ ستاسې سپینو کوترو، پخواني پاچايي ړنګه کړه، ته دویم پاچا شوې او دا دې موږ ټول د همغې ورځې په برکت، په سرو او سپینو کې ډوب یاستو!

مشر سپین ږیري کړکۍ ته نژدې شو چې اورلوبه وویني او دواړه سترګې یې په هېنداره کېښودې، له آسمانه په زرګونو داسې لړمان او ماران ورېدل چې ټول د ده په لور راتلل، تر څو یې چې سترګې اړولې او له کړکۍ څخه بېرته کېډه، د لړمانو او مارانو لومړی کتارونه رارسېدلی وو!

ناڅاپه مشر شا ته وځغستل، پښه یې په غالۍ کې ونښته او غوزار شو. وچولی یې چې په میز لګیدلی و، دوه ځایه په وینو سور و. ما منډه کړه چې مشر پورته کړم. مشر په خولو کې داسې لوند و لکه باران ته چې ولاړ وي، غاښونه یې یو په بل لګېدل، توبې یې ایستې او په ژړا و.

زه نه پوهېږم چې په دې وروستیو کې، په مشر سپین ږیري څه ټکه لویدلې وه چې کرار یې نه درلود. خوب له هغه ځایه کډه کړې وه چې مشر به ناست یا ملاست و. ده به وخت ناوخت وېره ښکاروله، په خولو کې به لوند خیشت و، ارګمي به یې کاږل، سا به یې بنده – بنده کېده، کله نا کله به یې ژړل، هېچا ته یې رښتیا خبره نه کوله، چې اصلي ستونزه په څه کې ده؛ خو ورو- ورو یې طبیبانو ته ویل چې ډېر دردونه یې ځوروي!

ورو – ورو د مشر سپین ږیري د ناروغی خبره له ماڼۍ څخه ووته او له خلکو څخه مو به په پټه داسې اورېدل چې سړی لیونی شوی دی!

موږ دا خبره پټه ساتله؛ خو دیوالونه موږکان درلودل او موږکانو دوه – دوه غوږونه. موږ د کور نور خلک هم کرار نه وو. هره شپه به په خپلو – خپلو ځایونو کې وېرېدلو او بړستنې به مو لټ په لټ اړولې!

===

د کمکي اختر لومړنی ورځ وه. د مشر سپین ږیري ډله ډله خپلوان، همزولي، د سنګر ملګري او دوستان راتلل. چا به پسونه راوستل او چا میوې او دانې؛ خو مشر داسې ستونزه درلوده چې ډېر کسان یې نه منل او د دعاوو او ښه نیت په پیامونو به یې خوشاله کول. غرمه مهال مشر سپین ږیری ته په یاد ورغلل چې تېر کال په همدې ورځ،  د بهرنیو پوځیانو څو مشران راغلي وو.  ده پخوا له داسې خلکو  سره  ناسته پاسته حرامه بلله؛ خو په دې وروستیو کلونو کې دښنه توب په ملګرتیا بدل شوی او په غېږو به یې ستړي مشی خوارمشي کول. مشر ته په ډېر ارمان دا هم په یاد شول، چې مېلمنو ته یې په درېیم پوړ کې هرکلی ووایه او هغه دوه کڅوړې يې پاس واستولې، چې مېلمنو د اختري په نامه راوړې وې!

====

  نن بیا مشر سپین ږیری د تورو کڅوړو د خونې شوق کړی و.  مشر په داسې حال کې چې تسبیح اړولې او درودونه لوستل، د کڅوړو خونې ته ورغی. کله به چې مشر په دې خونه کې و، څوک هلته نه ایساریدل او مشر یې یوازی پرېښود.

مشر سپین ږیری یوه کڅوړه پرانسته. لکه د پخوا په شان هغه شنه لوټونه وو چې په یو څڼیور انځور ښایسته ښکاریدل. مشر څو بنډله له کڅوړې راویستل، په شونډو یې موسکا راغله، خوشاله غوندې شو او لوټونه یې په ځان وشیندل!

شیبې لا نه وې وتلې چې مشر سپین ږیری دروند غوندې شو، لوټونه ډېر درانه وو. مشر هڅه وکړه چې په سر او ځان پورې نښتی لوټونه لیرې کړي؛ خو ناڅاپه یې پام شو چې په ده باندې د لړمانو او مارانو ورښت شوی او ټوله خونه په لړمانو او مارانو ډکه ده.

مشر سپین ږیري تسبیح غوزار کړې، په چیغو شو، خوله یې وکړه، وېرې په سر واخست، هڅه یې وکړه چې پاڅي او بهر ته وځغلي؛ خو هغه په کفنونو والا خلکو په ځنځیرونو تړلي و، چې ده د جګړو په وخت کې،  په کانټینرونو کې ایسار کړي او هغوی له لوږې، تندې او وېرې څخه سا ورکړې او هملته خوسا شوي وو!

مشر سپین ږیري بیا هڅه وکړه چې په کورنۍ، په خپلوانو، په همزولو، په ملګرو او خپلو ټوپکیانو غږ وکړي چې راشي او دی وژغوري؛ خو د مارانو او لړمانو یرغل ډېر پیاوړی و،  د دې لړمانو او مارانو وېره او زهر دواړه ډېر وژونکي او خونړي وو.

مشر سپین ږیري به لا لس نه وو لیړې کړي یا وژلي چې شل به نور به نور پری وختل، ده به لا شل نه وو لیرې کړي چې سل به راپورته شول، ده به …

===

 بل سبا د مشر سپین ږیري په جنازه کې په زرګونو عمجنو خلکو اوښکې تویولې. هدېري ته نژدې ډېر زره او عادی موټر ولاړ وو او سیمه په خلکو ډکه ښکاريده. مقرر مولوی ویل چې سپېڅلی سپین ږیری، د خلکو ستر مشر، لوی روحاني شخصیت، بې جوړې مدرس، د وطن د خپلواکئ اتل او د  سترواکیو ماتوونکی، په داسې حال کې چې د دېن، وطن او بېوزله خلکو د پاره په روژه، لمانځه، دعاوو او عبادت لګیا و، خپله سا په آرامه خپل خالق ته وسپارله، د جنتونو مېلمه شو. تاسو یې په خپلو دعاوو کې یاد ساتئ. الله دې داسې مرګ په هر مومن پیرزو کړي، چې ته خاندې خلک ژاړي!

د مولوي وینا له هغه سپیکرونو څخه انګازې کولې، چې په مخامخ غونډئ د مشر سپين ږيري په شپږ پوړیزه جونګړه، کين لور ته د مېلمنو په ماڼئ او ښئ خوا ته د لوی جومات په بامونو لګېدلي وو.

دعاوې لا پای ته نه وې رسېدلې چې د مشر سپین ږیري دوو زامنو او څو نژدې یارانو چیغې کړې، لور په لور یې وځغستل او د خپلو جامو په پلټلو بوخت شول !

8 جنوري 2023

امستردام – بخارست الوتنه

 د شپې 9 بجې 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.