افغانستان د خوړو د مصرف له پلوه تر ټولو په ټيټه کچه کې دی

567

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا ډبليو اېف پي وايي چې افغانستان د خوړو د مصرف له پلوه لا هم له ټولو په ټيټه کچه کې دی. د ډبليو اېف مياشتنۍ ارزونې ښودلې چې په افغانستان کې په منځنۍ کچه د هرې کورنۍ ۹۲ سلنه عوايد د خوړو پر برابرولو لګول کيږي خو سره له دې هم ۵۱ سلنه يوازې لومړني خوراکي توکي پېرلی شي. ارزونې جوته کړې، هغه کورنۍ چې سرپرستي يې د مېرمنو پر غاړه ده د خوړو د کمښت له کبله دوه برابره ډيرې ځپل شوې او ۹۶ سلنه يې د دې جوګه نه دي چې بشپړ خواړه ومومي. د خوړو نړيوال پروګرام دغه راز ويلي چې د افغانستان ټول ولايتونه د خوړو د نه خونديتوب په بېړنۍ مرحله کې دي او ۳.۹ ميليونه ماشومان پکې په سختې خوارځواکۍ اخته دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف هم ويلي وو چې ۹.۱۲ ميليونه افغان ماشومان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې دی، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویم ځل دی چې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې په نغدي ډول افغانستان ته را رسېږي. د افغانستان بانک وايي هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او له نړیوالې ټولنې څخه يې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.