◀ ټوخی د ژمي له عامو ناروغیو څخه دی ، کوم چې انسان په یو شمېر نورو مختلفو ناروغیو هم اخته کولی شي . ټوخی د تنفسي مشکلاتو د مشهورو علایمو څخه شمېرل کیږي ، چې د ستوني ، د تنفسي سیسټم د نالیو او د سینې یا سږو د التهاب ، میکروبي کیدو ، تحریکیدو او مختلفو مرضونو په سبب مینځ ته راځي . که چیرې د ټوخي په رنځ اخته یاست ، نو د کیمیاوي درملو له کارولو څخه وړاندې دغه کورنۍ درمل کوم چې له دغې ناروغۍ څخه مو ژغورلی شي او د بدن نورې برخې نه زیانمنوي وازمویئ !
① د کتان دانې : په اوبو کې اېشول او له هغې سره لیمو او عسل اضافه کول د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي ، دغه لاسته راغلي شربت د ټوخي د ناروغۍ لپاره ډیر اغېزمن ثابتېدی شي ، د دغه شربت جوړولو لپاره د چای د کاچوغې دوه یا درې کاچوغې د کتان دانې په یو ګیلاس اوبو کې واچوئ ، او تر هغې يي واېشوئ چې اوبه يې ښې ټینګې شي ، له دې وروسته پکې درې کاچوغې ګبین او درې کاچوغې د لیمو اوبه اضافه کړئ ، د اړتیا پر مهال يې یوه کاچوغه استعمال کړئ !
② تور مرچ چای : تور مرچ د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي ، د دغې چای جوړولو لپاره یوه کاچوغه تور مرچ او دوه کاچوغې ګبین په یوه ګیلاس کې واچوئ ! په ګیلاس کې اېشیدلې اوبه هم زیاتې کړئ ، سر يې پټ او د ۱۵ دقیقو لپاره يې پرېږدئ ، له ټاکلې مودې وروسته يې وڅښئ ، دغه چای د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي ، او د وچ ټوخي لپاره نه کارول کیږي .
③ لیمو : شاید باور مو ونشي خو د لیمو په څلورمه برخه لږه اندازه مالګه او تور مرچ اچول او خوړل يې له ځنډ پرته ټوخی آراموي .
④ ګرمې شیدې : د ټوخي لپاره یوه بله آسانه کورنۍ درمل د شیدو استعمال دی ، یو ګیلاس ګرمو شیدو کې لږه اندازه ګبین زیاتول او څښل له ځنډ پرته ټوخی آرامولی شي .
⑤ ټوخی : ټوخی د تنفسي مشکلاتو د مشهورو علائیمو څخه شمېرل کیږي ، چې د ستوني ، د تنفسي سیسټم د نالیو او د سینې یا سږو د التهاب ، میکروبي کیدو ، تحریکیدو او مختلفو مرضونو په سبب مینځ ته راځي .
د مثال په ډول : لاندې سپارېښتنې عملي کړئ !
۱: په زیاته اندازه اوبه او مایعات څښل لکه سوپ ، شوروا ، ګرم اش ، چای او داسې نور .
۲: د ستوني د خارش او درد د ورکولو لپاره عسل ( شات ) او لیمبو په ګرم مایع یا چایو کي څښل ګټه لري .
۳: په خیرنه هوا کې د خولې او پزې پټول یا ماسک بسته کول .
۴: د ګرمو اوبو بخار تنفس کول یعنې په یوه پیاله یا کاسه کې ګرمي اوبه واچوئ او په سر باندې پټو / څادر یا اټوال واچوئ او د پنځلس دقیقو لپاره ددې ګرمو اوبو هوا تنفس کړئ .
۵: که د معدې مشکل لرئ نو د خوب په وخت کي مو بالښت باید لږ لوړ وي .
۶: د سګریټ څکولو او نشه یي شیانو څخه ځان وساتئ او په هغه ځای کې مه کښینئ چیرې چی د سګریټ او چلم دود وي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.