کوچنیان مو له ځیرک مبایل څخه لرې وساتئ

1,223

د بریښنایي توکو استعمال په بې سارې ډول زیات شوی دی چې کوچنیان هم ورته په پراخه کچه لاسرسی لري، پوهان وایي چې تر «۲» کلنۍ پورې مو کوچنیان په بشپړه توګه له بریښنایي توکو لکه ځیرک مبایل، ټابلیټ، کمپیوټر یا لیپټاپ څخه لیرې وساتئ ځکه چې دا راتلونکي کې ددوی روغتیا ته ستر ګواښ ثابتیږي.
د کوینز لینډ عامې روغتیا پوهنتون پروفیسر «لیه ټوت» وایي چې دا به د هغه والدینو لپاره ډیره ګواښونکي ثابت شي چې له ۲ کلنۍ نه کم عمره کوچنیانو مخ ته د مبایل استعمال کوي، د نوموړي په وینا کوچنیانو ته د مبایل سکرین مخامخ کول ناسمې پایلې لري.
د د ملګرو ملتونو روغتیایی سازمان او بېلا بېلو څیړنو په وینا چې تر ۲ کلنۍ کم عمره ماشوم لپاره د مبایل اسکرین ته کتل سخت زیانمن دي او ددوی په وده کولو کې ستونزې رامنځته کوي، باید په دې لړ کې والدین خپلو کوچنیانو ته جدي پاملرنه وکړي.
په نن سبا کې والدین د کوچنیانو د ارامولو لپاره تر ډیره په مبایل د لوبو ګیم یا ویډیو غږوي چې د مبایل د سکرین شعاوې ددوی پر سترګو او مخ لګیږي، له کبله یې په روغتیا جدي اغیز کوي او ددوی د ذهني ودې مخه نیول کیږي.
د پوهانو په وینا که څه هم د مبایل استعمال د کم عمره او زیات عمر لرونکو لپاره ستونزې موندلی شي خو که چیرې کوچنیان په ورځ کې تر دیرشو دقیقو د مبایل یا بل بریښنایي توکي استعمال وکړي ددوی عادت جوړیږي او په تکراري ډول کولو سره دوی د چاغوالي، ذهني کمزورتیا، سترګو ناروغي؛ وده کول او د طبیعي وړتیا نشتوالي سره مخ کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.