محرقه او درملنه یې

1,542

 آیا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره  سر دروندوالی او سر درد لرئ ؟

◀ د نس بادونه ، د نس دردونه او د دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ ؟

◀ آیا بدن مو ګرمیږي او ورسره د هډوکو دردونه لرئ او د خیټې / نس او معدې شدید دردونه لرئ ؟

◀ د محرقې مکروب چې د Salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي . دغه مکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلآخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي .

د دغې ناروغۍ نښې نښانې  : د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه ، د هډوکو دردونه ، د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی ، د سر دوامداره دردونه  ، د نس دردونه او د نس بادونه ، دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات ، د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ ، د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي ، کمزوري او د وزن کمیدل ، ساړه او پر بدن د لرزې راتګ .

 د محرقې زیانونه : کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو دغه زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي لکه د کولمو زخم ، له کولمو د وینې بهیدل ، د کولمو سوري کیدل ، کم خوني ، د لمفاوي غدو التهاب ، د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي . د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل  . د هډوکو کمزوري ، د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت . د غوږ ، ستوني او پوزې مکروبي کیدل او د بدن د مایعاتو کمښت . دوامداره ټیټ فشار او د تریخې مکروبي کیدل .

تشخیص : د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي .

① Typhoid Antibodies ( IgM + IgG ) .

② Stool Culture For Typhoid .

③ Bone Marrow Culture For Typhoid .

④ Vidal Test .

درملنه : تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس — پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي.

 پرهیز : غوړ خواړه نه خوړل ، تراخه او تُرشه شیان نه خوړل  ، خامې اوبه او ناپاکه ترکای نه کارول .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.