وچه مېوه د ژر مړینې مخه نیولی شي

684

هغه خلک چې هره ورځ لږترلږه لس ګرامه وچه مېوه خوري، په کم عمر کې یې د مړینې چانسونه ۲۳ سلنه ټیټېږي.
یوه هالنډۍ څېړنه ښيي چې هره ورځ یوه اندازه وچه مېوه خوړل کولی شي د ژر مړینې مخه ونیسي.
په تېرو څېړنو کې هم د وچې مېوې او زړه ناروغیو تر منځ تړاو ته کتنه شوې وه.
د ماسټرېش پوهنتون څېړونکو په خپلې لس کلنې څېړنې کې ومونده هغه خلک چې هره ورځ لږترلږه لس ګرامه وچه مېوه خوري، د ژر مړینې چانس یې ۲۳ سلنه کم وي.
څېړنې وښوده چې د پلیو کوچ خوړل چې مالګه او غوړ په کې ډېر وي، کومه ګټه نه لري.
په ۱۹۸۶ کال کې د ۵۵ او ۶۹ کلونو عمر تر منځ څه دپاسه ۱۲۰ زرو هالنډي ښځو او سړو څېړونکو ته خپل د پرهیز او ورځني ژوند بڼې مالومات ورکړل. لس کاله وروسته د دوی د مړینې درجې او وخت ته کتنه وشوه.
هغو چې وچه مېوه یې خوړله، د سرطان، اعصابو، شکرې او ساه لنډۍ له کبله د ژر مړینې کچه په کې ټیټه وه.
په منځنۍ کچه دغو خلکو د ژر مړینې ۲۳ سلنه کم چانس درلود، او په مشخصه توګه:
له اعصابو سره د تړلو ناروغیو چانس ۴۵ سلنه کم شوی و
د ساه لنډۍ ناروغۍ چانس ۳۹ سلنه کم شوی و
د شکرې ناروغۍ چانس ۳۰ سلنه کم شوی و
د دغې څېړنې مشر پروفیسر پیټ ون ډېن برانډ وویل:
“یوه حیرانونکې موندنه دا وه چې د هرې ورځ وچې مېوې خوراک چې په ټولیز ډول ۱۵ ګرامه ته رسېدلې وه، هم د ژر مړینې چانسونه کم کړي وو”.
پروفیسر ون ډېن برانډ بي بي سي ته وویل څېړونکو دا هم په پام کې نیولې وه چې د څېړنې ګډونوالو د وچې مېوې تر څنګ تازه مېوه او سابه هم خوړل او هغو ښځو چې وچه مېوه یې خوړله، د ډېرو یې وزن کم و، ځکه یې نو دوی د پایلو شمېرې هم په لازمه اندازه بدلې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.