محرقه

212

محرقه یا Typhoid
محرقه هغه ناروغي ده چى هر كال په نړى كى په سلونو زرو بينوا او فقير وگري وژني.
ددى ناروغى عامل يو ميكروب دى(Salmonella Typhi) چى د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي.پدى معنى چى نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو(مواد غايطه) له لارې چاپيريال ته انتشار كوى او نور انسانان پدى مدفوعاتود چټل شويو خوړو او اوبو په وسيله پدى ناروغى اخته كيږي.
په افغانستان او ورته هيوادو كى دادى بيا د اوړي موسم را روان دی.
پدى موسم كى دډول ډول نورو ناروغيو تر څنگ د محرقى ناروغي هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چى بى له شكه به يو گن شمير افغانان ،خاصتاً كوچني ماشومان دمرګي منگولو ته وسپاري.
پداسي حال كى چى ددا ډول ناروغيو مخنيوى دټولنى دپوهنى(عامه پوهاوی) دسطحى د لوړتيا سره كلك تړاو لرى خو پدى برخه كى تر ټولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه دى.
لمړى بايد مسولين، دجمهور ريس او وزيرانو په شمول په دى پوه وي چه د ټولني اوليه ، او تر ټولو مهم ضروريات څه دي؟
پدى كى شك نشته چى دجنگ په حال كى د جنګ ًموفقانًه ختمول تر هر څه اوليت لري.خو ددى تر ځنګ ښونه اوروزنه، روغتيا،كور-كالي-ډوډى او دهيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته ديره اړتيا ليدل كيري. يو ددى سترو اساساس او زيربنایي ساختمانو له جملى نه په ښارونو كى په عصري ډول د بدرفتونو canalization جوړول او په كلو كى دنړيوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي٠
يو خورا ضروري او حتمي عادت چى هر وگړى ئي بايد
زده كړي هغه دا چى تر رفع حاجت روسته او دخوړو سره له تماس دمخه خپل لاسونه حتما ومينځى(كه صابون موجود وي حتماً دصابون نه كار واخلى).
دانساني مدفوعاتو نه د سري يا پارو په توگه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وگنل شي،ځكه چى پدى توگه ناروغى انتشار كوي.
كه بله چاره نه وي نو پشكى نه ئي زده كړى، خداى ج دى حيوان يعنى پشي ته داسى عادت ور په برخه كړي چى خپل مدفوع تر خاورو لاندى خښوي. خو ځيني انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په محال داسى يوى ويالى ته ور اچوي چى هلته كوز نور خلك ترې اوبه څښي٠
په محرقې اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟
پداسى حال كى چى په روسته پاته ټولنو كى دميکروبي ناروغيو شمير كم ندى د محرقي پيژندل او تشخيص هم اسان كار ندى.
په محرقى اخته هغه ناروغان چه تداوي شوي نه وي د (۴) څلور اونيو لپاره دناروغى اعراض او علايم څرگندولی شي٠
په لمړنى اونى كى ناروغ د تبى،اشتها كموالى، دخولى بد مزگى،
سردردي،كسالت ،دګېډى د درد او دټوخي نه شكايت كوي.
دناروغ دزړه حركات بطي شي(Bradycardal)، كيدى شي چى دپوزى نه يي وينه راشي.
دويني معاينه:
دويني سپين حجرات (WBC) لږ شي(leucopenia)،دوينى كلچر كولى شي چى دناروغى عامل تثبيت اوښكاره كړي.د widal test چى يو لابراواري معاينه ده لا منفي وي.
په دويمه اونى كى ناروغ په بستر كى ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرى كوي ،هزيان اوچټيات وايي او چيغي وهي.
تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجى پورى پورته شي چى معمولاً تر غرمى روسته په ماسپښين كى لوړى درجى ته رسي.كيدى شي چى ناروغ قبضيت يا اسهال(ساراناسته) ولري.
كله چى ناروغ د داكتر لخوا وكتل شي لاندني علايم دليدلو وړ وي:
تبه،دپوټكي سره داغونه (rose spots)،دلړمون او توري غټوالى(Hepatosplenomegaly)
دگيدى خوږ او دكولمو د غږ جگوالى،دنبض اهستگي(معمولاً كله چى ناروغ تبه ولري د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دى ناروغى اخته وگړو زړه دا توان نلري)
دوينى معاينه:
په دويمه اونۍ كې د Widal test شديداً مثبت شي ؛Typhoid -IgG IgM; او دويني كلچر كيدى شي چى لا هم دميكروب موجوديت ثابت كړي.
دريمه اونى:
تبه لاهم موجوده وي خو پدى اونى كى اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.
تر تولوخطرناك اختلاط يا complication دوړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation
دى چى خاصتاً په روسته پاته ټولنو كى د مړينى سبب كيدى شي.
دكولمو خونريزي دمغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنځته كيدى شي.
څلورمه اونى:
پدى اونى كى ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي اوتبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتيبيوتيك په وسيله تر معالجى لاندى راغلى وي، ددى خطر وجود لري چې ناروغى تكرار شي (Relapse).
سرايت:
لكه چى مخكى هم يادونه وشوه دمحرقى دناروغۍ عامل ،ددى ناروغۍ د اخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو د مصرف له امله چى ددى ناروغ دمدفوع سره په مستقيم تماس كى راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو اويا په ورته نورو وسايلو ككړ شوي وي، اخته كيږي.
٣-٥ فيصده هغه ناروغان چى ددى ناروغۍ نه شفا مومي په دوامدار ډول د ټول عمر لپاره دمحرقى د مرض عامل پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كى و چاپيريال ته خپروي.
وقايه:
ددولت په سطح; كه افغانستان ازاد شي او كه لا د اوس په شان اشغال وي،واقعيت دادى چې كه كار اهل كار ته ونسپارل شي، دا وړي به هيڅكله هم شړى نشي.
په مكتبونوكى معلم صاحبان، په مساجدو كي ملاصاحبان او په ميډيا كى د هغو چلونكي ايماني او وجداني مسوليت لري چى خلكو ته دپاكي او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي.
اي خلكو :دخپل صحت دستر دشمن د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځای كولو صحي توگه زده،كشف يا اختراع كړي.
هغه افغانان چه له امريكا،يورپ او استراليا نه پس له ډيره وخته افغانستان،پاكستان، هند، ايران ،سعودي،مركزي اسيا او يا جنوب شرقي اسيا ته سفر كوي بايد خپل ډاكتر ته ورشي او واكسن واخلي. واكسن دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت کې بايد تكرار شي.
تداوي:
په مختلفو هيوادونو كى مختلف انتیبیتكونه استعماليږي. دخپل داكتر هدايت مه هيروۍ.
ځيني خلك پدى عقيده دي چى محرقه په ملاريا يا ملاريا په محرقي بدليږي،خو دا يو غلط نظر دى. ( ملاریا یو پرازیتی ناروغی دی )
دغه راز يو گن شمير نور ميكروبي امراض شتون لري چى محرقې ته ورته دى،
ستاسو ډاكتر كولى شي پدى هكله در سره مرسته وكړي.
بعضى وگړي دهري تبى سره دډاكتر نه غواړي چى د محرقي لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چى دمحرقې د تشخيص خورا با اعتباره ياgold standard ټست په وينه كى د ميكروب ميندل يا دشتون اثبات دى چى دا معاينه د وينى د كلچر په مرسته سرته رسي او يواځي په دوو لمړنيو اونيو كى په وينه كى د محرقى د ميكروب شتون توقع كيدي شي( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا)
تر هغى روسته، سره ددى چى ناروغ په محرقى اخته هم وي خو په وينه كه دميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.
دناروغى په دويمه اونى او تر هغى روسته په مياشتو او كلونو ،په بدن كى دمحرقى دعامل يا salmonela Typho د موجوديت غير مسقيم علايم (A. positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چى متاسفانه دا تست يا دا معاينه د يوه فعال او تازه مرض د شتون او يا د محرقى دهغى ناروغى تر منځ چى پخوا تيره شوى او ناروغ ترى شفا ميندلى ده ، فرق كولى نشي.
نتيجه دا چه ديوه مجرب داكتر په مرسته دمحرقى مقدم تشخيص او تداوي خورا مهم دى ..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.