فلکلور خرافاتي نظریې نه دي؟

قریب آرین

1,003
فولکلور د انسان مادي او معنوي تجربې دي، چې نسلونو ته پۀ میراث پاتې کېږي او د وختونو پۀ تېرېدو سره یې بڼې بدلون مومي. فولکلور هغه ولسي ادب دی چې تر ډېره پۀ شفاهي توګه لۀ پخوانیو نسلونو څخه تر مونږ رارسېدلی. زمونږ پۀ عامو ولسونو او پۀ تېره پۀ کلیو او بانډو پورې اړوند دی. کۀ د فولکلور د کلیمې پۀ هکله فکر وکړو نو فولکلور لۀ دوو کلیمو رغېدلی نوم دی چې، فولک (folk) او لور (lor) دي. folk د خلکو او lor د زده کرې پۀ مانا دی، چې د خلکو زده کرې يا ولسي پوهه یې هم بللی شو. ارزښت یې پۀ دې کې دی چې زموږ دشفاهي ادبیاتو د بډایتوب سبب ګرځي.
پۀ فولکلور کې به یو څۀ نور اضافه کړم داسې چې؛ فولکلوري فکرونه خرافاتي نظریې ندي؛ بلکې لۀ مفهومه ډک، روزنیز او تربیتي اړخونه لري، مثلاً چې وایې:
“دکور پۀ دېوال کرښې اېستل د نېستۍ لامل ګرځي.”
داسې افکار د ماشومانو د ورانیو او شوخیو مخنیوی کوي. بله دا چې دا فکرونه تاریخ سازه او علم زېږوونکي دي.
پۀ فولکلور کې یوازې سندرې او افسانې نۀ راځي، بلکې د ژوند ټول اړخونه چې زړې نښې ترې څرګندېږي؛ پکې ځای لري، لکه: لۀ نظر څخه د بچ کېدا لپاره کوچني ماشومانو ته شنې مرۍ پۀ لاس کول. او لکه څنګه مو چې وویل فولکلور لۀ روزنیز او مفهومه ډک اړخ لري پۀ دې باب غواړم یوه لنډه کیسه وړاندې کړم:
یوه مور د خامکو ټک ته ناسته ده. لمن-لمن نا اُمیدي یې لۀ غږه خېژي. زوی یې لۀ غرونو غرونو پناه دی، د عربو مسافر دی. مور لۀ ځانه سره زمزمه کوي. پۀ غرېو نیولي انداز دا دوه ټیکۍ کا چې:
زما د لـــــرې وطن زویه
خدای دې برېښنا که چې رڼا دې ؤوینمه
زما د لرې وطن زویه
د دیـــــدن تُخم رالېــــږه څې یې کرمه
نو پۀ دې دوو ټیکيو کې یو ډېر ستر مفهوم او ژور درد پروت دی…
د دې تر څنګ د فولکلوریکو سندرو یو څو لنډې بڼې راخلم:
میـــده میـــــــده باران دی
بــــــابــــــا مې را روان دی
د کټ لانــــــــدې پیشو ده
پیشو ته وایـــــــــم پشتې
بابا ته وایم ستړی مـۀ شې
یا،
پۀ لمــــن زیه،*زیه
پۀ لمن سرې بخیه!
پۀ شنۀ چمن راتلمه
پۀ ګلو ولــــوېدمه!
*: زیه: ژۍ، څنډه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.