شپږ ورځني عادتونه چې روغتیا مو اغیزمنه کوي

524

 شپږ ورځېني عادتونه چې روغتیا مو اغیزمنه کوي!

 ځینې انساني عادتونه چې په روزمره ډول ترسره کیږي ، روغتیا اغیزمنه کوي او شاید مرګونې ناروغۍ هم ثابتې شي چې له ډاکټر څخه یې احتیاط غوره درمل دی . دغه عادتونه چې تقریبا زیاتره کسان پرې اخته دي په لاندې ډول دي :

 د خوب نشتوالی : خوب ، یا د ناروغۍ په حالت کې ورکیږي ، یا د دفتري کارونو د فشار ، یا د انټرنیټ زیات او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو استعمال او یا د شپې ناوخته کیناستلو سره سخت اغیزمن کیږي ، چې ورسره بیا د ورځې په اوږدو کې سړی د ستړیا او دماغي بوج احساس کوي ، چې له امله یې ذهني کمزورۍ او اعصابي سرطان پیدا کېدو امکانات زیاتیږي . د طب متخصصین وایي چې باید له دغه ناوړه عادتونو ځان خلاص کړل شي ، او د شپې له خوا دې له شپږو څخه تر اتو ساعتو خوب ترسره شي .

 ورزش نه کول : د بدن فعال ساتلو لپاره د ورځې په اوږدو کې ورزش کول ډېر اړین دي ، که داسې ونکړل شي د بدن په بندونو ، هډوکو او غړو کې سخت دردونه راپیدا کیږي .

اوچتې څپلۍ پښو کول : ښځې په عام ډول د لوړو تلیو والا څپلۍ پښو کوي ، چې په طبي لحاظ دوی لپاره یوه ناروغي بلل کیږي ، ددې له امله د ملا دردونه را پیدا کیږي ، شاید ښځو ته ددې په اړه معلومات نه کیږي ، خو د دا رنګه څپلیو له کبله په پوندو او د ملا هډوکو کې دردونه زیاتیږي .

 په غاښونو نوکان غوڅول : په ترکیه کې د یوې شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په خوله یا غاښونو سره نوکان غوڅولو ( چې په اصطلاح غاښونه خوړل ورته ویل کیږي ) ، له کبله ۷۶ سلنه خلک له نس ناستي « اسهال » ناروغۍ سره مخ شوي دي ، چې کله کله مرګونې هم ثابتیدای شي . طبي کارپوهان خبرداری ورکوي چې په نوکانو کې داسې بکتریاوې « جراثیم » موجود دي چې په بدن کې د زهرو په شان خپریږي .

سګریټ څکول : نشه یا سګریټ څکول د ژوند سره لوبې کول دي ، ډاکټران د نشې څخه همیشه په سختۍ سره د ځان ساتلو توصیه کوي ، ځکه چې سګریټ څکول سږو ، معدې او پښتورګو ته زیان رسوي ، چې په پایله کې د ټي بي (TB) ناروغۍ ، هیپاټایټس ای او بي او د سرطان غوندې مرګ ګواښونکې ناروغۍ رامنځته کیږي .

پخپل وخت ډوډۍ نه خوړل : بې وخته ډوډۍ خوړل نه دا چې ګټه یې نه وي بلکې یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي ، ځکه چې بدن د هر وخت لپاره د خپل پروټین پوره کولو اړتیا لري ، که پخپل وخت ډوډۍ ونه خوړل شي او د سهار چای په غرمه او د غرمې ډوډۍ ماښام او د شپې ډوډۍ ناوخته وخوړل شي ، د معدې تیزابیت ، سوځېدل ، بدن کمزورۍ، د هاضمې خرابېدل او یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي . طبي کارپوهان وایي چې د ښه صحت لپاره باید پخپل وخت ډوډۍ وخوړل شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.