ماشومان ولې په خوب خپل ځای لمدوي؟

ریاض احمد

1,608

ماشومان ولې د شپې په خوب کې خپل ځای لمدوي؟

ځينې ماشومان تر لويېنې پورې ان تر اتلس شل کلنۍ پورې د شپې له خوا په بستر کې ميتيازې کوي. د دې کار وجهې دا دي:  ديابت يا د شکرې ناروغي د مثانې او پښتورګو التهاب اروايي ستونزې لکه د حقارت احساس ځينې ماشومان بې له دې چې کومه ناروغي ولري بستر لمدوي له داسې ماشومانو سره بايد څه وکړو؟

لومړی بايد ماشوم د شکرې او مثانې د التهاب لپاره معاينه شي. که دا ناروغۍ په کې نه وې نو د ماشوم اروايي اړخ ته پام وکړئ. دا معلومه کړئ چې ماشوم خو له څه شي نه ځورېږي؟ خويندو وروڼه سره خو به ډېره رخه نه لري؟

تاسې هغه له نورو ماشومانو سره نه پرتله کوئ چې د پلانکی زوی داسې تکړه دی يا پاک ګرځي يا هوښيار دی او ته نه يې. که دغه خبرې وي نو له ارواپوه سره مشوره وکړئ.

له داسې ماشومانو سره چې د شپې ميتيازې کوي بايد ښه چلند وکړو. هغوی بايد سپک نه کړو او ويې نه رټو. د ميتيازن يا نورو سپکو نومونه يې مه يادوئ. د

هغه تکليف د راز په توګه وساتئ د خپلو خپلوانو يا د ماشوم د ملګرو په مخکې هېڅ کله دا خبره مه يادوئ. له ماشوم سره لکه يو ښه ملګری چلند وکړئ.

هغه پوه کړئ چې دا د هغه ګناه نه ده، دا ناروغي ده او د نورو ناروغيو په شان علاج لري.

له مازديګره وروسته ورته چای، اوبه نور مایعات او هنډوانه مه ورکوئ. د شپې تر څملاستو د مخه يې تشناب ته بوځئ. که بيا يې هم ميتيازې وکړې نو د

خوب پ دويم يا درېيم ساعت کې یې پاڅوئ او تشناب ته يې بوځئ.

دا کارونه د وو ورېو مياشتو لپاره وکړئ که د ماشوم تکليف ورسره نه شو ښه نو ډاکتر ته يې بوځئ ايميپرامين ګولۍ په څو مياشتو کې د دې تکليف علاج

کولای شي چې ۵۰-۱۰۰ ملي ګرامه په شپه کې خوړل کېږي. البته دغه ګولۍ به د ډاکتر په مشورې ورکوئ نه پخپل سر باندې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.