که د خپلو ماشومانو فکري وړتیا غواړئ، ډیره خوږه مه ورکوئ

ریاض احمد

993

ماشومان د خوږو تر ټولو زیات کارونکي دي، چې د لوړې خوږې رژيم د وزن کمولو، د زړه ناروغۍ او آن د حافظې پر فعالیت کمولو اغیز کوي.
د امریکا د جورجیا پوهنتون د سویلي کالیفورنیا پوهنتون د څیړنې مرکز سره په ګډه یوې څيړنې موندلې چې ډیره خوږه کولی شي د ماشومانو پر ذهني پرمختګ اغیز وکړي، په ځانګړي توګه په هغه برخه (هیپوکیمپس) چې د زده کړې او حافظې دنده پرمخ بیایي.
دغه څیړنه تر دې مهاله د موږکانو پر بچیو ترسره شوې، او دوی ته هره ورځ خواږه څښاک ورکول کېده، چې څه وخت وروسته یې معاینات ترسره شول.
څیړنې په پایله کې موندلې چې دغه عادت په ماشومتوب کې د زده کړې او حافظې پر فعالیت جدي منفي اغیز کوي.
څیړنې ښودلې، ډیره خوږه په کولمو کې د باکتریاو د بدلون لامل کیږي چې کولی شي د حافظې ضایع کېدو لامل شي.
دوی وایي چې د خوږې په ځانګړي ډول د بورې استعمال په ماشومانو کې د زده کړې او حافظې وړتیا باندې منفي اغیز کوي.
پوهان وایي، په دې تړاو د معدې او دماغو ترمنځ د اړیکو پيژندلو لپاره لا ډیرو څیړنو ته اړتیا لیدل کیږي، تر څو ددوی ترمنځ د اړیکې پایلې لا څرګندې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.