د ماشومانو لپاره مناسب څښاک کوم دي

ریاض احمد

1,020

د المان د ماشومانو او ځوانانو ټولنې ویلي چې د یوه میرمنې لپاره په کار دي خپل ماشوم ته لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پرلپسې شېدې او هغه خواړه ورکړي چې د ماشوم لپاره مناسب وي.
ماشوم په پېل کې د مور شېدو ته خورا زیاته اړتیا لري تر څو د بدن مایعات په مناسب ډول بشپړ کړي، خو له شپږو میاشتو وروسته کولای شي اوبه وڅښي.
یاده ټولنه زیاتوي چې له دوه کلنۍ وروسته ماشوم کولای شي عامې شېدې وڅښې خو چې غوړ ونه لري او یا هم په ډيره کمه اندازه ولري.
که چیرې ماشوم د غوا شېدو څښلو سره حساسیت لري او یا هم د لاکتوز ماده نه شي برداشت کولی، دغه مهال دې نورو شېدو ته د ډاکټر له سپارښتنې وروسته مخه کړي، تر څو ډاکټر ورته داسې څه غوره کړي چې پروتین، کلسیم او ویټامن ډي ولري.
که چیرې تاسې غواړئ ماشوم ته جوس ورکړئ نو بایده ده چې دغه جوس له ۱۰۰سلنه تازه میوې څخه جوړ شوی وي او اضافي خوږه ونه لري، او دغه ډول په کې د اوبو اندازه هم باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.