پوتین پوهيدلی چې په اوکراين کې پوځي حللاره نشته

512

روسي د حکومت مخالف ميخايل خودرکوفسکي ويلي دي چې ولسمشر پوتين په اوکراين کې «بند پاته» شوی دی او له دې وضعيت څخه د وتلو له پاره يوازې دوه انتخابه لري.

Russland Putinد روسیې د تېلو له درکه ميليادر شوی ميخايل خودرکوفسکي چې په تبعيد کې ژوندي کوي، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې پر اوکراين د يرغل د پېليدو يوه مياشت وروسته د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين په دې پوهيدلی دی چې «دلته هیڅ پوځي حللاره نشته.»

خودرکوفسکي د پوتين يو مشهور منتقد دی چې يوه لسیزه یې په زندان کې تېره کړې ده. په عمومي توګه داسې يو تصور موجود دی چې نوموړی د پوتین حکومت د ننګولو له کبله د غچ اخيستې په موخه په بند محکوم شوی وو.

روسي ځواکونو د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه نيټه پر اوکراين یرغل پېل کړ. پوتين هغه وخت ويلي ول چې دا عمليات د روسیې د دغه پخواني جمهوريت د «خالي سلا کولو او له نازيانو څخه پاکولو» او همدا راز هلته د روسي ژبو وګړو د حفاظت په موخه پيل شوي دي.

خو تر دې وروسته چې روسيه د اوکراين د کلک مقاومت له کبله ژر د دغه هيواد په نیولو ونه توانيدله او عسکر یې هلته پر شا وتمبول شول، روسیې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې خپلو جنګي اهدافو ته تغير ورکوي او وايي چې په لوېدیځ کې د دونباس د سيمې پر «آزادولو» تمرکز کوي.

خودرکوفسکي وويل: «پوتين له پوځي نظره بند پاته دی.» نوموړي زياته کړه: «پوتین دوه انتخابه لري، يا دا چې پريږدي چې وضعيت نور هم خراب شي او بيا په دې ترتيب نور عسکر هم ولېږي او له تاکتيکي اتومي وسلو کار واخلي او يا دا چې د وضعيت په باثباته کولو سره د سولې جدي خبرې اترې پيل کړي.»

خودرکوفسکي: «لوېديځ باید خپل دريځ روښانه کړي»

له دويچه ويله سره په يوه مرکه خودرکوفسکي د لوېديځ د يوه متفق دريځ پر اهميت ټينګار وکړ. هغه وویل: «اړتيا ده چې د لوېدیځ دريځ روښانه شي. يعني له اوکراين څخه هر اړخیز ملاتړ وشي که چېرې جګړه دوام پيدا کړي او پوتين د تاکتيکي اتومي وسلو او يا نورو داسې وسلو ته لاس کړي چې په پراخه کچه ویجاړي رامنځته کوي.»

نوموړي زیاته کړه: «که په بل عبارت ووايو نو دا ډول روښانه دريځ به له پوتين سره په سم تصميم نیولو کې مرسته وکړي.»

د مسکو د پوځي يرغل له پېل راهيسې لوېديځ پر روسیې بې سابقه بندیزونه وضع کړي دي او له اوکراين سره یې پوځي مرسته پېل کړې ده.

په داسې حال کې چې امريکا او بريتانيا له روسیې څخه د ګازو او تېلو واردات منع کړي دي، يو شمیر روسي بانکونه نور نه شي کولی د بانکونو د خپل منځي سويف سیسټم څخه استفاده وکړي.

Standbild DW Interview Michail Chodorkowski

ميخايل خودرکوفسکي

خو پر دې سربیره يو شمير اروپايي هېوادونه لکه آلمان په خصوصي او صنعتي برخه کې په شدت سره د روسیې پر انرژۍ تکيه کوي او له دې کبله له روسیې څخه د فوسيلي سون توکو رانيول په نړيواله کچه نه دي تحريم شوي.

خودرکوفسکي د روسیې او اوکراين ترمنځ د سولې د خبرو په اړه وويل: «د دې له پاره چې پوتين دې خبرو ته جدي ليوالتيا وښيي، بايد دې ته متوجې شي چې په اوکراين کې بند پاته دی… د جګړې له پېلیدو يوه مياشت وروسته، هغه اوس پوهيدلی دی چې دلته هیڅ پوځي حللاره مرسته نه شي کولی او د سولې د حقيقي پروسې د پېليدو له پاره هڅې شتون لري.»

خودرکوفسکي پوتين يو «مجرم» وباله

امريکايي او د اروپايي ټولنې استازو د چهار شنبې په ورځ وويل چې دوی مطمئن دي چې پوتین د خپلو مشاورينو له خوا سم معلومات په لاس نه راوړي او هغوی له ډېرې ويرې نه غواړي هغه ته ووايي چې په اوکراين کې شخړه څومره بده پر مخ روانه ده.

د سپينې ماڼۍ د ارتباطاتو مشرې کیت بيدنګفيليد د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت خبريالانو ته وويل: «زموږ د معلوماتو په حواله پوتين دا احساس لري چې د پوځ له خوا ورته ناسم لارښوونه کيږي چې پايله یې د پوتين او پوځي مشرتابه ترمنځ دوامداره شخړه ده.»

نوموړې زياته کړه: «موږ په دې آند يو چې پوتين ته د خپلو مشاورينو له خوا سم معلومات نه ورکول کيږي چې د روسیې د پوځ څومره خراب عمل کوي او روسيه څرنګه د بندیزونو له کبله فلجه شوې ده، ځکه چې مشاورين هغه ته له رښتيا ويلو څخه ډېره ويره لري.»

کرملين د پنجشنبې په ورځ دا ادعاوې رد کړې او ویې ويل چې په دې اړه شواهد لري چې د امريکا د بهرنيو چار وزارت او سپينه مانۍ د هغه څه په اړه «چې په رښتيا په کريملين کې تیريږي، کره معلومات نه لري.»

د پوتين وياند ديمتري پيسکوف ژورناليستانو ته وويل: «دوی ولسمشر پوتين سم نه شي درک کولی، دوی یې د پريکړو ميکانیزمونه نه شي درک کولو او زموږ د کار په طرز نه پوهیږي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پوتين دا جګړه د روسیې د پوځي وړتياو او اوکراين د ټولنې په اړه د اشتباهي فرضيو پر بنسټ پېل کړې ده، خودرکوفسکی وويل: «زه په بشپړه توګه مطمئن يم چې دا ځل پوتين ته د اوکراين د وضعيت او همدا شان د ده د خپل پوځ د وضعيت په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي دي.»

خودرکوفسکي په داسې حال کې چې پوتين یې يو «مجرم» وباله، وويل: «پرته د زور د ښوولو د دغه ډول يو سړي سره يوه جوړ جاړي ته د رسيدو هره هڅه يوه ستره سهوه ده او يوازې د دې باعث ګرځي چې هغه تحريک شي او د يوه بل بريد لوري ته ګام واخلي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.