روژه کې څنګه سم خواړه وخورو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

ایاز صافی

814

روژه کې څنګه سم خواړه وخورو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

روژه راورسېدله. د اسلام پنځمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي. په دې لیکنه کې ځينې لارښوونې شته چې څوک څنګه په روژه کې سم خوراک وکړي او ځان له رواني او بدني یا جسمي پلوه روغ رمټ وساتي.

یو پلان ولرئ:

که درس وایئ، له کوره کار کوئ او که دفتر ته ځئ د پېشلمي او روژه ماتي لپاره د یوه پلان درلودل ډېر اړین دي، چې څه به خورئ؟ هر څه چې خورئ د ورځې په اوږدو کې ستاسې د بدن پر انرژۍ او پر فکري ځواک مو اغېز کوي.

په روژه ماتي کې به څه خورئ او پېشلمي کې څه؟ پلان ورته جوړ کړئ.

د خوب لپاره پېشلمي نه مه تېرېږئ.

په بوزه کې مو چې د ډوډۍ لپاره وقفه کوله، اوس په هغه دمه کې کار مه کوئ، بلکې که امکان یې وي نو له طبعي منظرې او ازادې هوا خوند واخلئ.

د خلکو ترمنځ دا ستونزه عامه ده چې په روژه کې د بوزې غوندې د ډوډۍ وقفه نه کوي. خو له دې وقفې په روژه کې هم ګټه واخلئ. که څه هم خوراک څښاک نشئ پکې کولای خو په دې وقفه کې کار هم مه کوئ.

ووځئ، څو شېبې بهر قدم ووهئ، ازاده هوا واخلئ یا یوه سترګه خوب وکړئ. د هرې ورځې لپاره یو کاري مهالوېش جوړ کړئ. په ژوند کې مو پر ځينو شته ننګونو فکر وکړئ او حل لارې ورته وسنجوئ.

په روژه کې د کور او کار ژوند نظم یو څه سره ګډوډېږي او دا پر بدني او ذهني روغتیا منفي اغېر پرېباسلی شي. نو ځکه د ازادې هوا اخیستل، د زرغونو سیمو لیدل او تکړه اوسېدل مهم دي. له خپلې کورنۍ سره په چارو کې مرسته کول، له ملګرو او همکارانو سره خواله او ناسته پاسته هم ګټور کارونه دي.

تغذیه:

په روژه ماتي کې د ډېرو اوبو څښل ښه دي. په خوړو کې مو د نشایسته لرونکو غذاګانو (ډوډۍ، وریژې، مکروني و غله دانه)، مېوې، سبزۍ او پروټين لرونکو خوړو (چرګ، غټه غوښه، دال او لوبیا) او د لبنیاتو لکه شېدو او مستو تناسب ساتلو ته ډېر پام په کار دی. دا هر څه باید په مناسبه کچه په غذا کې شامل وي.

د پېشلمي پر مهال غلمينه ډوډۍ، جوار، وربشې، غټې وریژې، توتان، مڼې او مالټې خوړل ښه دي. دا داسې خواړه دي چې په ترکيب کې يې ګلاسيمېک شته چې د وینې شکر لوړېدو ته نه پرېدي او د ورځې مو خپلو چارو ته په اسانه رسېدلی شئ.

روژه مو پر ذهن او بدن څه اغېز کوي؟

مالګه، بوره، کافین او پروسېس شوي خواړه یا کم او یا بيخي ډډه ترې وکړئ. کله چې د پېشلمي لپاره خواړه تیاروئ نو پام مو وي چې مالګه ورډېره نه کړئ، که نه نو د ورځې به بیا تږي يئ. که څه هم کافین لرونکی څښاک اوبه هم لري خو ځکه ډډه ترې په کار ده چې دا انسان ته ډېرې میتیازې ورورلي او په وجود کې د اوبو د کمېدو لامل کېږي.

دا هم اړینه ده چې له پروسس شویو خوړو ځان وساتئ او له هغو هم چې خواږه پکې ګډ دي، ځکه چې غذايي مواد پکې کم وي او په بدن کې له خوړو سره د حساسیت سبب هم کېږي.

بدیل خواړه:

مالګه، بوره، افین او پروسېس شوي خواړه یا کم او یا بيخي ډډه ترې وکړئ.

د پېکوړو او سمبوسو په ګډون په غوړیو کې له سرو شویو خوړو هم ډډه وکړئ او پر ځای يې روغتیا بښونکي بدیلونه وکاروئ، لکه وریت او یا په انګار او تنور کې پاخه شوي خوراکونه. همدې ته ورته د خوږو شیانو لکه د ګازلرونکي څښاک، ایسکریمو او ډونټ کېکونو پر ځای د میوې سلاد او ماسته وخورئ.

د اخلي پخلي پر مهال د سره کړو خوراکونو پر ځای وریته او په انګار یا تنور پاخه شوي خواړه وخورئ او که کړايي مو کوله نو رومیان او پياز ډېر پکې واړه کړئ خو د خپلې روغتیا لپاره غوړي کم پکې وکاروئ.

سپورت:

په روژه کې تکړه او چوست اوسېدل اسانه کار نه دی. خو که ورزش پکې وکړئ نو ډېرې روغتیايي ګټې لري؛ ذهني فشار مو کموي او د انرژۍ کچه مو لوړوي. نو ځکه په روژه کې هره ورځ ورزش کول اړین دي.

کېدای شي په لومړیو ورځو کې له عادي تمرینه پېل وکړئ. یو پنځلس یا دېرش دقیقې قدم ووهئ، وروسته ورو منډه ورسره پېل کړئ، بیا یوګا، سينه کشي او د پښو حرکات وکړئ. که دا وړ تمرینونه یا ورزش د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوئ نو د بدن مقاومت به مو په ډېرېدو شي او تاسې به چوست او تکړه و اوسئ.

دې خبرې ته مو پام وي چې په روژه کې به د بوزې هومره انرژي او حوصله نه لرئ نو ځکه ډېر سخت ورزش مه کوئ، په ځانګړي ډول هغه تمرینونه چې خلک يې د وزن د کمولو لپاره کوي. خو تر روژه ماتي وروسته هغه هم کولای شئ. تاسې په پارک یا بڼ کې د چټک پلي تګ، بایسکل ځغلونې او قدم وهلو په څېر ځينو سپکو تمرینونو سره خپل بدن غښتلی کولای شئ. قدم وهل د ورځې په اوږدو کې ستاسې لپاره تر ټولو اسانه ورزش دی.

په روژې کې له خپل خوراک او څښاک سره پام کول ډېر اړین دي او که پورته یاد ټکي عملي کړئ نو تر روژې وروسته هم په روغ رمټ اوسېدو کې له تاسې سره مرسته کولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.