افغانه پيغله

عاقله اسد

1,074

 زه چې ښوونځي ته ځمه
هلته رڼا زده کوم
زه پېژنده د ځان
بل د الله زده کوم
دين باندې ځان پوهوم
پنځه بناه زده کوم
قدر د مور زده کوم
حق د بابا زده کوم
چې پيغمبر مو څوک و؟
هلته به دا زده کوم
چې په قرآن پوهه شم
الف، با، تا زده کوم

زه چې ښوونځي ته ځمه
غواړمه پوهه شمه
چې کليمه څه معنا؟
لمونځ هم را زده کړي راته
بل دا روژه څه معنا؟
په ذکات پوهه شمه
حج فريضه څه معنا؟
شرط د نکاح زده کړمه
دا وليمه څه معنا؟
ايمان په څو قسمه ده؟
دا عقيده څه معنا؟
چې خلک ودرېږي ورته
دغه کعبه څه معنا؟
اودس، قيام او رکوع
بل دا سجده څه معنا؟

زه چې ښوونځي ته ځمه
غواړمه پوهه شمه
چې بارانونه کوي
دا ميکايل څوک و؟
روح چې له خلکو اخلي
دا عزرائیل څوک و؟
چې يې راوړله وحي
دا جبراييل څوک و؟
چې به شپيلۍ غږوي
دا اسرافيل څوک و؟
يوسف، داوود، ابراهيم
او اسماعيل څوک و؟
چې ادم وپيژنم
هابیل، قابيل څوک و؟
فرعون، نمرود، آبرهه
شيطان ذليل څوک و؟

زه چې ښوونځي ته ځمه
جار له نامو يې شمه
هر يو کتاب اسلامي
زموږ پوښتنې شرعي
هر يو جواب اسلامي
زمونږ فرهنګ افغاني
زمونږ حجاب اسلامي
هلته، ښوونه د دين
هلته هر باب اسلامي
زمونږ ښوونکې مونږ ته
کوي خطاب اسلامي
وي چاپيريال اسلامي
وي مو نصاب اسلامي

زه چې ښوونځي ته ځمه
د وخت حاکمه واوره
زه به عالمه شمه
ښه بد به وپېژنم
بيا به معلمه شمه
د چا علاج به وکړم
زه به ډاکټره شمه
د چا به کور اباد کړم
چې انجينره شمه
چې شم ښوونځي ته لاړه
نو قابيله به شمه
که چېرته لاړه نه شم
تش عاقله به شمه
نور درته سوال کومه
مونږ جهالت نه غواړو
زمونږ ښوونځي پرانېزه
زمونږ ښوونځي پرانېزه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.