غزل

عاقله اسد

544

څه به يې خوند وي نو چې ښو ته څوک خراب ووايي
ځينې د ژوند په نوم نعمت ته هم عذاب ووايي

تاته دې کور کې څوک په خپلې نامې غږ نه کوي
تاته دې زړه ووايي تاته دې ګلاب ووايي

په کوم دليل؟ ورور دې مئېن شي، خور دې نه شي چېرته
پښتون دې خور نه وژني، خور ته دې ځواب ووايي

د نورو ژوند کې کار لرل يا پرې تورونه تړل
له دې نه ښه ده چې سړی چېرته کتاب ووايي

نور ورنه هېڅ نه غواړم بس دومره دې وکړي هغه
زما سندرې دې د مينې په مهراب ووايي

زه دې وړه شمه، څو ځلې دې غلطه شمه
د لاس په ګوتو مې دې مور راته حساب ووايي

نه ماتې مه منه که ژوند هر څومره سخت شي درته
داسې ځان جوړ کړه چې دا ټول درته جناب ووایي

دا عاقله د پښتو ژبې د غزل ښارونۍ
راشي غزل د خپلو هيلو په تناب ووايي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.