د خولې د بد بوی عوامل او د درملنې لارې چارې

حنیف حیران

871

د خولې د بد بوی عوامل او د درملنې لارې چارې

د خولې د بدبويي  ( Bed Breath\Halitosis) ډېر لاملونه دي، په روژه کې عموماً د خوله بوی ځکه زيات وي، چې د وجود مايعات کم وي، خوله وچه وي او په خوله کې لاړې کمې وي. اکثره خلکو ته د خپل ځان مالومات نه کيږي، چې له خولې يې بوی ځي او که نه؛ خو هغه کسان چې ورسره سروکار لري؛ هغوی يې حس کوي، ممکن هغوی يې له نزاکت او شرم له وجې څه ورته ونه وايي.

د خولې د بدبويي لاملونه:

۱ــ  بېلابېلې بکترياوې، چينجن غاښونه، د اورۍ او ستوني تکليفونه، د مايعاتو کمی، د هوږې، ګندنې، خامو پيازو، چکني او اچارو خوراک او داسې نور.

۲ــ کله چې خوراک وکړو، د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شوني هم بدبويي رامنځته کوي. هغه پاتې شوني خوړو سره بکترياوې وده کوي، چې پای کې هم د خولې بدبويي رامنځته کيږي او هم مو غاښونه نور هم پسې چينجن کيږي.

۳ــ له دې پرته د ټانسلونو په ستوني کې د زياتي غوښې له امله هم بدبويي رامنځته کيږي.

۴ــ کوښښ وکړئ، چې زيات مايعات واخلئ، ځکه د مايعاتو کمی مو د خولې بدبويي زياتوي. له ويدېدو وړاند او سهار له خوبه راجګېدو وروسته مو غاښونه برس کړئ، يا هم مسواک ووهئ. هڅه وکړئ چې د غاښونو سربېره مو پر ژبه هم برس او کريم ووهئ. که مو پر ژبه د بورس وهلو پر مهال زړه راجګېده، نو هڅه وکړئ چې يوازې د ژبې سر بورس کړئ، ځکه ځينې مضرې بکترياوې د خوب پر مهال ژبې ته راغونډيږي.

۵ــ له شرابو، سګرټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو له استعمال څخه هم د خولې بدبويي پيدا کيږي. دا چې د نشه يي توکو نور زيانونه څه دي، په دې ډېر خبرې کېدای شي؛ خو اوس به يې دومره يادونه وکړو، چې د زړه، سږو، سرطان او تنفسي سستم اکثره ناروغۍ د همدې له امله رامنځته کيږي.

څنګه وپوهيږو چې له خوله مو بدبوی کوي که نه؟

که مو په خوله کې لاړې ټينګې او کمې وې، خوله مو وچېدله، د ژبې پر سر مو سپن رنګې طبقه وه او يا مو نشه يي توکي کارول؛ نو پوی شئ چې خوله مو بدبويي لري.

درملنه:

۱ــ غاښونه مو هر وخت برس يا مسواک کړئ.

۲ــ د ستوني يا تنفسي ناروغيو په وخت کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

۳ـــ که مو غاښونه تور او چينجن وو، ډک او پاک يې کړئ.

۴ــ د شپې زيات خوراک مه کوئ.

۵ـــ مايعات زيات اخلئ.

۶ــ نشه يي توکي مه کاروئ.

۷ــ هر وخت کوښښ وکړئ چې د غاښونو د پريمينځلو ځانګړي لوشن غرغره کړئ، له دې سره به مو هم غاښونه پاک وي، هم به مو ستونی نه مکروب کيږي او هم به مو خوله بوی نه کوي. که نور نه وي، هايدورجن پيروکسايد له مناسبه اندازه اوبو سره ګډوئ او بيا يې په خوله غړوئ.

۸ــ د ژاولو ژوول مو هم د خولې بوی ورکوي، هم مو غاښونه پاکوي او هم مو هاضمه جوړوي.

۹ــ د نعنايا پودينه ژوول او خوړل هم د خولې بوی ورکوي او هم هاضمه جوړوي. اکثره د غاښونو په کريمونو کې له پودينې څخه ګټه اخيستل کيږي.

۱۰ــ د لونګو او ايل ژوول مو هم د خولې بدبويي ورکوي او هم د هاضمې په جوړولو کې مرسته کوي.

۱۱ـــ ويټامين سي لرونکي خواړه؛ لکه مالټه، ليمو او نور…  مو هم خوله لمده ساتي او هم مو د خولې بوی ورکوي.

۱۲ــ ګشنيز يا دڼيه هم د غاښونو بدبويي ورکوي، ګشنيز اورۍ روغې ساتي او د غاښونو له توريدو مخنيوی کوي، د يوناني طب له مخې ګشنيز په طبي بوټو کې  حسابيږي، وچ او سوړ طبېعت لري، همدا رنګه د ميندو شيدې هم زياتوي، له دې پرته د غاښونو د درد د ارامولو لپاره دګشنیزو تخم يا دانې ژوول ګټه کوي.

۱۲ـــ هڅه وکړئ چې هر وخت يو ډول کريم مه کاروئ، بلکې وخت پر وخت بېلابېل کريمونه وکاروئ. کوښښ وکړئ چې د ښه کيفيت کريم استعمال کړئ.

۱۳ــ که د خولې خوند مو بد و؛کوچنۍ ټوټه ادرک يا زنجبيل وژويئ، يو څو شېبې يې اوبه په خوله کې پرېږدئ، له دې وروسته بيا خوراک مه کوئ. تازه ادرک وټکوئ په چايو کې يې واچوئ، دا هم د خولې د بدبويي لپاره موثره دی او هم د مکروب ضد دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.