د مکې فتحه_ دوهم برخه

شرر ساپی

1,060

د مکې فتحه_ دوهم برخه

( په دې برخه کې به ولولئ چې ابوسفیان مدینې ته رسیږي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سوله وغځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو یارانو سره کیني،او بیا بېرته مکې ته راستنیږي، راځئ وګورو چې په دې سفر کې ابوسفیان څومره بریالی شو)

ابوسفيان او غلام يې روان دي. غواړي چې مدينې ته د خزاعه له رسېدو وړاندې ورسيږي. ابوسفيان تمه لري چې تړون به نوی کړي او موده به یې وغځوي، ځکه چې که رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په مکه باندې د بريد نېت وکړي، نو دوی به يې مخه ونه نيولی شي، يوازې سوله او تسليمېدنه ورپاتې پاتې ده.

د خزاعه پلاوی له مدينې راستون شو، کله چې عسفان ته راورسېد، د ابوسفيان او د هغه له غلام سره مخ شول، نو ورته يې وويل:

  ــ مدینې ته تللي واست؟

  ــ نه.

بديل بن ورقاء وويل:

  ــ موږ ساحل ته تللي وو، د خلکو په منځ کې مو جوړه کوله.

   محمد ته نه وای ورغلي؟

  ــ نه: محمد ته نه و ورغلي.

ابوسفيان له زغم نه کار واخيست خو وارخطا شو، کله چې بديل او ملګري يې مکه ته روان شول ابوسفيان خپل غلام ته وويل:

  ــ که له مدينې راغلي وي، نو په پچو کې به يې د کجورو زړي وي.

  ــ ورغلل پچې يې ماتې کړي، زړي يې په کې وموندل، ابوسفيان له غم نه په ډک غږ وويل:

  ــ په الله سوګند چې خلک محمد ته ورغلي دي.

رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په مسجد کې ناست و، انصار او مهاجرين ترې چاپېره ناست ول. هغه -صلی الله عليه وسلم- وويل:

  ــ ابوسفيان درته راروان دی، غواړي چې تړون نوی کړي او موده وغځوي، خو له خپلې غوسې(درد) سره به بېرته ستنيږي.

ابوسفيان د خپلې اوښې د پښو لاندې صحرا رانغاړي، د زړه درزا يې زياتيږي، ګوندې پلی منډې وهي. دا دشتې خو به ده په لوړ سر رالاندې کولې، هغه خو د بني اميه سپين ږيری او د قريشو مشر دی. د هغه تش اشاره امر و او خبره يې قانون و.  خو نن ورځ د خپل دښمن مسجد ته روان دی او د تړون نوی والی غواړي، د تړون پرمهال دا حاضر نه و او غواړي چې موده نوره هم پسې وغځوي، د ذلالت احساس کوي، خو بيا هم هڅه کوي چې خپل سرکښه عواطف مهار کړي، د مکې خلاصون د ابوسفيان د سفارت په بريا پورې تړلی دی.

ابوسفيان ته د مدينې څنډې ورښکاره شوې، ساه يې لنډه شوه، غاښونه يې وچيچل، د تړون د غځولو د پړي سر د د اسلام د نبي په لاس کې دی، که يې خوښه شوه، تړون به نوی کړی او که يې خوښه نه شوه نو پرې به يې کړي.

خپله خوږه لور ام حبيبه ورياده شوه.  هغه خو د نبي په کورنو کې ده، اوس د مومنانو مور شوې ده. که که یې د پلرونو دين پريښی او په نوي دين کې ننوتلې ده، بیا به هم دی به يوازې پرېنږدي، د خپل پلار سره به ضد ونه کړي او په دې به نو کله خوښه شي چې پلار يې د شرم په خره قريشو ته ستون شي. په نفس کې يې د هيلو برېښ وشو، هوډ يې وکړ چې ام حبيبه ته وروګرځي، نو د مېړه او د پلار ترمنځ به منځګړيتوب وکړي، د خپلو قوميانو سره به په يوه خوله د تړون په نوي والي او د مودې په غځولو ټينګار وکړي.

ابوسفيان او غلام يې مدينې ته ښکته شول، خو هېڅوک يې استقبال ته راونه وتل او نه پسې چا مخ واړواوه. په قهر شو، پخوا خو به چې مدينې ته راغی د اوس او خزرج مشران به ورته لاس په نامه ولاړ و، نور هم په غوسه شو، نېږده ده چې د خپلې اوښې مهار راوګرځوي او بېرته مکې ته راستون شي، خو د خپلې نهيلې په تيارو کې يې يو بڅرکی لېده، د رسول الله- صلی الله عليه وسلم- مسجد ته ورننوت غواړي چې له واقیعت سره مخ شي.

د مسجد په دروازه کې ودرېده، سترګې يې مسجد ته وغځولې، محمد -صلی الله عليه وسلم- يې د خپلو ملګرو په څنګ کې ولېد، زړه يې ودرزېده، په دروازه ډېر ونه درېده، ډېر ژر يې د نبي عليه السلام کورنو ته مخ کړې او د خپلې لور ام حبيبه کور ته ورننوت، په شونډو يې د وارخطایي مسکا انځور شوې وه، غوښتل يې چې د نبي اکرم -صلی الله عليه وسلم- په ټغر کېني، هغې ترې ټغر راټول کړ، احساس يې کړه چې په زهرو لړلی خنجر يې په زړه ولګېده، په ډېره عاطفوي لهجه يې وويل:

  ــ لورکۍ! نه پوهېږم زه دې ورته وړ ونه ګڼلم، که دغه زما لپاره مناسب نه و؟

  ــ نه، دغه د نبي عليه السلام ټغر دی او ته مشرک پليت يې.

سر پرې وچورلېده، که د خپلو احساساتو پيروی وکړي، نو پر مخ به يې يوه درنه څپېړه ورکړي و چې د غوسې اور يې سوړ شي، خو خپل ځان يې ونيوه او ويې ويل:

  ــ په خدای له ما وروسته زيانمنه شوې يې.

هغې په ټول باور وويل:

  ــ بلکې، الله تعالی راته د اسلام هدايت وکړ او ته د هغه ډبرې عبادت کوې چې نه څه اوري او نه څه ويني.

– ای پلاره حيرانه يم، ته د قريشو مشريې!

–  زه نو د خپل پلار معبودان پرېږدم او د محمد متابعت وکړم!

د ام حبيبې له کوره زړه تنګی ووت، نور يې هم زړه راتنګ شو، هغه پوهېده چې د خپل ځان عبادت کوي.  هغه د محمد د دين متابعت تر هغې نه غواړي، څو ورته د عبد الله زوی په زعامت نه وي قايل شوی، ټول ژوند يې د قريشو د زعامت خوبونه ليدل.  مسجد ته لاړ او نبي اکرم _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغی، هڅه کوي چې ترو تازه او خوشاله ښکاره شي. ناستو خلکو ته يې وکتل محمد عليه السلام د خپلو ملګرو په منځ کې ناست دی، مهاجرين او انصار ترې چاپېره ناست دي. په خالدبن الوليد، عمروبن العاص او په عثمان بن عفان يې سترګې ولګېدې، ډېر ژر يې سترګې ټېټې کړې. په خلکو يې د جاهليت سلام وکړ، هغوی په اسلامي سلام ځواب ورکړ.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته يې مخ راوګرځاوه او ويې ويل:

  ــ زه د حدېبې په سوله کې نه وم، تړون نوی کړه او نېټه وغځوه.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

  ــ ابوسفيانه په دې پسې راغلې يې؟

  ــ هو.

  ــ کومه نوې خبره خو نه ده شوې؟

  ــ د الله په خاطر موږ په خپله سوله او ژمنه ټينګ ولاړ يو، هيڅ تغير او تبديل په کې نه راولو.

د ناستو سترګې ابوسفيان ته راواوښتې. هغه هڅه کوي د قريشو په ملتيا د بني بکر او د خزاعه ترمنځ شوې جګړه پټه کړي. هغه نه غواړي چې د قريشو له خوا د معاهدې په ماتولو اعتراف وکړي.  که اعتراف وکړي، نو مسلمانانو ته به په مکه باندې د جګړې قانوني حق ورکړي.  خلک د عبدالله زوی ته متوجه شول، نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

  ــ موږ په خپله موده او سوله ولاړ يو.

  ــ تړون نوی کړه او موده وغځوه.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته نور هيڅ ونه ويل، ابوسفيان ټيټ سر پاڅېد او په ځان پسې يې د ماتې لمن راکښله.

د نبي عليه السلام له مسجد نه ووت، خپلې غوسې په سترګو داسې ټپ کړی و، نېږدې وه چې هيڅ ونه ويني، کله چې يوازې شو، د خپلې نهېلې په وړاندې يې مقاومت شروع کړ، پرېکړه يې وکړه چې ابوبکر ته ورشي چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره وغږيږي، لوړې مېنې – ته چېرته چې د ابوبکر کور و ـ لاړ، کله چې ورننوت، ورته يې وويل:

– ابوبکره، تړون راسره نوی کړه او نېټه وغځوه.

  ــ زما خوښه د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په خوښې پورې تړلې ده.

ابوسفيان هڅه وکړه چې ابوبکر له خپله دريځه راستون کړي او له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره په دې اړه خبرې وکړي.  ابوسفيان پاڅېده، په ځان پسې يې پښې راښکلې او احساسوله يې چې غر يې را په شا کړی دی. ابوسفيان احساس کړه، لکه چې د ذلالت جامې ورته ګنډل کيږي.  بس نيت يې وکړ چې مکې ته بېرته ستون شي.  خو د هغه کله ناکامې خبرې او ناکام سفارت خوښيږي، په دې ټينګار کوي، چې د رسول الله عليه السلام نورو ملګرو ته ورشي، کېدای کوم يو ورباندې زړه وسوځوي، عمربن الخطاب ته ورغی چې د سپکاوي وروستی غړپ وکړي.

په ډېر ټيټ غږ له عمر سره وغږېده. او عمر په ډېر ډاډمن او ځواکمن غږ ورته وويل:

  ــ اوس دې زه رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته شفاعت وکړم په الله که له مېږيانو پرته مې بل څه وموندل چې په هغې خو درسره جهاد وکړم.

  ــ زموږ او ستاسې ترمنځ تړون دی.

  ــ که نوی تړون و، نو الله به يې رامنځ ته کړي او که پرې شوی و، نو الله دې هېڅکله پيوند نه کړي.

ابوسفيان عمربن الخطاب ته په سخت نظر وروکتل او ويې ويل:

ــ له خپلو نه مې بده بدله وليده.

ابوسفيان د مدينې په کوڅو کې راسم شو، په خپل ځان په غوسه دی، خپله ساه او تېګاه يې تر غوږونو ځي راځي، ګوندې هغه ته د هغه د کرامت تعزيت ورکوي، تر څو چې  د عثمان بن عفان کور ته ورسېد، د خلکو له وېرې غلی ورننوت، چې مسجد ته راروان او روان خلک يې ونه ګوري، عثمان ته يې وويل:

  ــ په دې خلکو کې راته له ټولو نه ته نېږدې يې، موده راسره زياته کړه او تړون راسره وغځوه ستا ملګری ستا خبره هيڅکله هم ځمکې ته نه غورځوي.

عثمان په بخښنې سره وويل:

  ــ زما خوښه د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په خوښه پورې تړلې ده.

ابوسفيان ورته سوال وکړ، منت يې وکړ، زارۍ يې ورته وکړې، خو عثمان يې خبره ونه منله. ابوسفيان له عثمان نه هم ووت، له تندي نه يې خوله وبهېده، سترګې يې د اوښکو پرځای له خولو ډکې شوې. خپل غاښونه يې چيچل، خپل مخ يې پاکاوه، د خپلو خولو او اوښکو ترمنځ يې توپېر نه شو کولی.

د عثمان بن عفان په دروازه يوه شېبه ودرېده چې دمه وکړي، کله چې يې ويره ارامه شوه، نو د علي بن ابي طالب د کور په لار رهي شو،  که د محمد د لور ام کلثوم مېړه بېنوا ولېږ،ه نو کېدای شي د فاطمې په مېړه کې حماست راوپاروي او د خپل تره زوی او ملګري سره د تړون په غځولو او د مودې په اوږدولو خبره وکړي.

علي بن ابي طالب ته ورغی، له هغې سره فاطمه ناسته وه، حسن وړوکی و، د مور سره لوبېده، نو ويې ويل:

  ــ ای علي، ماته تر نورو نېږدې يې،  زه د يو کار لپاره راغلی يم، تش لاس بېرته نه ځم، محمد ته مې شفاعت وکړه.

  ــ خوار شئ ابوسفيانه! رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ چې د کوم کار اراده وکړي، بيا ورسره په کې موږ خبرې نه شو کولی.

فاطمې ته يې مخ راوګرځاوه ورته يې وويل:

  ــ ای د محمد لورې. کولی شې چې دغه زوی ته امر وکړې چې د خلکو په منځ کې موږ ته پناه راکړي، نو که داسې وکړي، د زمانې تر پايه به د عربانو مشر وي.

  ــ په خدای زما زوی لا دومره نه دی شوی چې د خلکو په منځ کې چا ته پنا ورکړي، او د رسول الله په وړاندې هيچا ته پناه نه ورکوي.

  ــ ابوسفيان ته ورياد شول چې د فاطمې خور خپل مېړه عاص بن وائل ته پناه ورکړې وه، نو تمه يې پيدا شوه چې دا به هم پناه ورکړي، نو ويې ويل:

  ــ د خلکو په منځ کې ته پناه راکړه.

  ــ زه يوه مېرمن يم.

  ــ خور دې خپل مېړه ته پناه ورکړې وه او محمد هم ورسره ومنله.

  ــ هغه په رسول الله پورې اړه لري.

ابوسفيان پوه شو چې نه غواړي پناه ورکړي او نه غواړي چې په غوسه يې کړي، په دغه وخت کې حسين راننوت،  ابوسفيان حسن او حسين ته مخ واړواوه او ويي ويل:

  ــ دغه ماشومانو ته امر وکړه، ايا د دوی په څېر ماشومان پناه نه شي ورکولی.

  ــ هغوی ماشومان دی او هغوی دا کار نه شي کولی.

علي له دغه ځايه وړاندې شو او باوري دی چې هيڅوک په دې مورد کې له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره خبرې نه شي کولی، نبي عليه السلام د ابوسفيان له راتګه مخکې وويل:

  ــ (( لکه چې زه ابوسفيان وينم چې د تړون د غځولو او د نېټې د اوږدولو لپاره راغی او هرومرو به له خپلې غوسې سره بېرته ګرځي)). ابوسفيان راغی چې تړون نوی کړي او نېټه اوږده کړي او د نبي عليه السلام د خبرتيا سره سم به بېرته ګرځي.

ابوسفيان يوې خوا بلې خوا ګوري په مدينه کې يې ډېره موده وشوه، خو کومې پايلې ته ونه رسېده، ټولې دروازې يې وټکولې او ټولې يې پرمخ وتړل شوې.

د محمد له لور نه يې د پناه غوښتنه وکړه. خو هغې انکار وکړ، او  په حسن او حسين يې شومتيا وکړه ، که علي له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره په دې مورد کې د خبرو کولو نه ډډه وکړه او هغه يې د هيلې وروستۍ پول و. نو فاطمه الزهراء ته يې وويل:

  ــ ښه نو زما په مورد خو له علي سره وغږېږه.

  ــ خپله  ورسره وغږېږه.

  د علي بن ابي طالب خوا ته داسې وخوځېده، لکه ويشتلي حيوان چې د غشو له لورې بلې خواته وخوځېږي او په مات غږ يې وويل:

– ابوالحسنه محمد ته مې شفاعت وکړه او پناه راکړه.

– ابوسفيانه د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ له ملګرو نه هيڅوک دا جرات نه شي کولی چې د هغه په وړاندې دې چاته پناه ورکړي.

ابوسفيان احساس کړه چې د پښو لاندې يې ځمکه ښويږي.

هغه د قريشو او انصارو عزتمنو ته ورغی او هر يو ورته وويل: زما خوښه د رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم ـ په خوښه پورې تړلې ده، علي ته يې په ژړغونې غږ وويل:

  ــ ای ابوالحسن لاره رانه ورکه ده، لار راوښايه.

  ــ په الله که ماته داسې څه معلوم وي چې ستا په ګټه راشي،  خو ته د بني کنانه مشر يې پاڅېږه او د خلکو په منځ کې پناه وغواړه او بيا خپلې خاورې ته ستون شه.

  ــ ستا په فکر به دا کار راته څه ګټه وکړي؟

  ــ په الله، ګومان نه کوم، خو بله لاره راته نه ده معلومه.

ابوسفيان مسجد ته ننوت، ودرېده او ويې ويل:

  ــ ای خلکو ما له خلکو نه پناه واخيسته.

 بيا نبي عليه السلام ته ورغی ورته يې وويل:

  ــ يا محمده، ما له خلکو پناه واخيسته،  نه په خدای ګومان نه کوم چې زما له پناه څخه به څوک انکار وکړي.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

  ــ ابو حنظله ته دا خبره کوي.

او بيا ابوسفيان په خپل اوښ سپور شو او  خپلې کورنۍ ته مات زړه راوګرځېد. که څه هم غرور خو ورته وايي چې هيڅوک به د ده له پناه څخه مخ ونه ګرځوي.

قريشو د ابوسفيان راتګ ته لاره څارله، ډېرې ورځې واوښتې، قريشو تورن کړ چې اوښتی دی او د محمد متابعت يې کړی دی او خپل اسلام يې پټ کړی دی، کله چې يې د مدينې او مکې تر منځ پرته لاره د خپل اوښ د پښو لاندې کړه، خپل کور ته د شپې ننوت، مېرمنې “هندبنت عتبه” يې استقبال وکړ، ډېره تلوسه يې وه. کله چې ورنېږدې شو او ورسره کيناست نو مېرمنې يې وويل:

  ــ که د دومره وخت وروسته ډکې منګولې راستون شوی يې، نو بيا سړی يې. هغه ورته د محمد او د  هغه د ملګرو کيسه راونخښلوله چې څه يې ورسره وکړل، میرمن یې په سينه کې په لغته وواهه او ورته يې وويل:

  ــ د قوم استازی بي مخه شو، کومه ښېګڼه دې نه ده راوړې.

کله چې سهار شو نو ابوسفيان په اساف او نائله کې خپل سر وخروه او خپله قرباني يې وکړه، بيا يې د دغه دواړو بتانو سرونه په وينو ولړل چې خلک پرې تور پورې نه کړي، کله چې قريشو وليدل نو ويې ويل:

  ــ څه خبره ده؟ له محمد نه دې کوم ليک او تړون راوړه؟

  ــ نه په خدای انکار يې وکړ، ملګرو يې هم د هغه ومنله، دومره منونکي ملګري يې و چې د هيڅ پاچا ملګري مې دومره منونکي نه و ليدلي.

خلک چوپ شول، بيا ابوسفيان وويل:

  ــ لومړی خو محمد ته ورغلم، خبرې مې ورسره وکړي، هيڅ مثبت ځواب يې رانه کړ، بيا د ابو قحافه زوی ته ورغلم، هغه کې هم د خير تمه نه وه،  بيا عمربن الخطاب ته ورغلم، هغه تر ټولو سخت دښمن و، بيا علي ته ورغلم هغه تر ټولو مهربانه و، يوه لاره يې راوښودله، ويې ويل په خدای نه پوهيږم چې ګټه به درته وکړي او که نه ؟

  ــ څه يې درته وويل؟

  ــ راته يې وويل چې د خلکو په منځ کې پناه وغواړه، راته يې وويل: د محمد په وړاندې له خلکو پناه ولې غواړې ، ته د قريشو مشر يې او بايده ده چې ستا پناه نه سرغړونه ونه کړي، نو همداسې مې وکړل.

  ــ محمد درته دا اجازه وکړه؟

  ــ نه خو ويې ويل: ابا حنظله ته دا خبره کوې، په خدای که له دې نه يې بله خبره کړي وي.

قوم احساس کړه چې علي ورباندې ملنډې وهلي دي نو ويې ويل:

  ــ په ناخوښۍ خوښ شوې، داسې څه دې رانه وړل چې موږ ته ګټه ورسوي او نه تاته . او په خدای سړي درباندې لوبي کړي دي.

ابوسفيان په نهيلۍ وويل:

  ــ په خدای بله لاره مې نه وه.

دوام لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.