د امیرالمومنین ملا پیري اخوند نوی فرمان

ملاله لیلا

552

پرون یکشنبه،  ملا پیري اخوند د کوکنارو کرل منع اعلان کړل. په دې هکله غواړم څو خبرې واضح کړم:

 ۱. د پیریانو په هکله یو عام روایت دا دی چې سخت حرام زاده دي. دا خبره مې تر دې کوله چې دا څو وخته مهمې نړیوالې رسنۍ  پرله پسې  په دې هکله راپورونه خپروي چې د الیپ.الیپ.الیپ له راتګ سره په افغانستان کې د مخدرو موادو تجارت بیخي زیات شوی دی. د طالبانو د مشرانو چې د امریکا له خوا مشروعیت پیژندلو ته زړه ویښ، ویښ کېږي نو په ملا پیري اخوند یې د چاپلوسۍ دا فرمان صادر کړی دی. زه دا چاپلوسي مثبت ګام بولم، خو تر هغو چې ا.ا.ا د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي ناممکنه ده چې دنیا یې په رسمیت وپیژني. یوه ډله چیز فهم طالبان په دې ښه پوهېږي چې د پایښت لپاره رسمیت پیژندلو ته اړ دي. دغې ډلې ته غواړم ووایم چې داخلي او خارجي مشروعیت مو پرته د نجونو د ښوونځیو له خلاصولو نه، ناممکنه دی. که د نجونو ښوونځي خلاص نه کړئ هم به ځان پوره غرق کړئ او هم به څو نسله بې ګناه، معصومې افغانې نجونې.

ما اوریدلي چې د طالبانو علما پر یو بل د اکت کولو لپاره، په خبرو کې د سعدي او حافظ بیتونه ګټه پورته کوي. نو د طالبانو دغو علماو ته به ووایم چې، که د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ:

ترسم نرسی به کعبه، ای اعرابی

کاین ره که تو می‌ روی به ترکستان است

۲. د طالب په اسلام کې، د طالب اسلام ځکه وایم چې حقیقي اسلام او د طالب اسلام دوه بیلې عقیدې دي. په هر حال ما ویل چې د طالب په اسلام کې جایز و ناجایز، حلال و حرام یوازې د ښځو لپاره دي نور نو د هغو کارونو په کولو چې واقعي اسلام حرام ګڼلې دي د طالب چرت هم نه خرابیږي. یو مثال یې،  د نجونو تعلیم دی،  چې الله (ج) او رسول الله (ص) فرض کړی دی خو د طالب چرت هم نه دی خراب چې اته میاشتې کېږي مومنې نجونې یې له ښوونځیو محرومه کړې دي. بل مثال یې مخدر مواد دي، چې خدای حرام ګڼلي خو دوی یې والله وبالله که منع کړي. په دوو دلایلو دا فرمان مشروعیت پیژندلو ته چاپلوسي او هسې د ولس غلطول دي:

 الف: د طالبانو د شل کلنې جګړې د لاسه د افغانستان د مخدرموادو مسله متاسفانه دومره لویه او پیچلې شوې ده چې د حکومتونو له قدرته وتلې ده. د افغانستان د مخدرو موادو په تجارت کې نړیوالې مافیايي کړۍ فعالې دي‌. د نړیوالې مافیا قدرت متاسفانه تر دې ډېر پراخ دی چې د طالب زور پرې ورسیږي. تر هغې بدتره یې لا دا چې په حقیقت کې طالب له نړیوالې مافیا سره مخالفت خو پریږده بلکې همکاري کوي.

 ب: څو کاله پخوا راپور و چې د کوکنارو د تجارت له برکته طالبان په ملیاردونو ډالر ګټي، طالب د خپلې ناچیزې ګټې لپاره افغانستان د نړیوالې مافیا لمن ته اچولی دی. د طالب د دې خودخواهۍ تاوان به لسیزې، لسیزې، نسلونه، نسلونه افغانستان ګالي. ملا پیری اخوند د کوکنارو کښت ځکه اوس حرام اعلان کړ چې د کال په دې وخت کې د تریاکو کښت ټولېږي، کرل کېږي نه. څو میاشتې وروسته چې بیا د کوکنارو د کرلو وخت راورسیږي بیا به بیرته کوکنار شرافت مندانه، حلال وګڼل شي.

خلاصه، امیرالمومنین ملا پیري اخوند ته غواړم ووایم،  چې دې فرمان ته دې کابو یو اونۍ ولس منتظر و، ځینو چړیانو دې خو حتا خلکو ته وعدې ورکولې چې زیری به واورئ، منتظر پاتې شي امیرالمومنین  به د نجونو د ښوونځیو په هکله مهم فرمان صادر کړي… له دومره انتظاره وروسته اخر هم ملا پیري اخوند غرب ته د چاپلوسۍ لپاره مخدر مواد حرام وبلل.

 زه واقعا نه پوهېږم د ولس پر احساساتو ملنډې وهل طالب ته څه ګټه لري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.