د نړۍ اوه عجایب چې ساینس یې د سبب معلومولو هڅې کوي

889

د نړۍ اوه داسې عجایب چې ساینس یې د سبب معلومولو هڅې کوي

زموږ خاورینه کُره ( مځکه) له ډیرو حیرانونکو شیانو ډکه ده. څښتن تعالی د مځکې طبیعت له داسې عجایبو جوړ کړی چې له ګڼو اسرارو او د خلقت له رازونو ډک دی.

د مځکې سره له بې شمیر داسې عجایبو ډک دی چې معاصر ساینس او بشري علم یې له پوهیدو عاجز دی.

دلته له بې شمیره داسې عجوبو ۷ درسره شریکوو.

هندوستان، جاذبه لرونکې غونډۍ

دا په هندوستان کې داسې غونډۍ دي، که تاسو یې په بیخ کې موټر ودروئ او نیوټرل یې کړئ، نو موټر خپله مخ پورته په غونډۍ روانیږي. په سیمه کې په دې اړه ویل کیږي چې په غونډۍ کې یو ناڅرګند ځواک دی چې موټر ځان ته راکاږي خو ددې پدیدې لپاره کومه ساینسې او قطعې توضیع تر اوسه نه ده موندل شوې، البته ځینې فکر کوي چې د جاذبه لرونکو غونډویو له خوا د اوسپنې راښکون ښايي ددې سبب وي.

پر یو بل اېښودل شوې زیارت ډوله تیږې

د یو ځانګړې ترتیب له مخې د سترو کاڼو دا ډول ګونبدې په افریقا، چین، روسیه، کوریا، امریکا او اروپا کې موندل کیږي. دې مقبرو ته ورته لرغونو جوړښتنونه ته لرغون پوهان دولمین (Dolmen ) وايي چې د دوی په باور ښايي د لرغونو زمانو د کشیشانو قبرونه وي. دا ډول له درنو کاڼو جوړ شوي جوړښتونه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې په مختلفو جوړښتونو پاتې دي. ویل کیږي ځینې دولمینونو ته نژدې ساعتونه وخت بدلوي او نور بريښنايي او ماشیني وسایل هم عجیب او غریب چلن خپلوي.

د اوبو ځړوبی کې همیشنۍ لمبه، امریکا متحده ایالات

د امریکا په متحدو ایالتونو کې دا په طبیعي توګه رامنځ ته شوی یو غیرې عادي ابشار دی ( ځړوبی ) دی چې په منځ کې یې دننه یوه همیشنۍ زیړ رنګه لمبه ښکاري. ددې طبیعي پدیدې په اړه ویل کیږي چې په ابشار یا ځړوبي کې دننه د طبیعي ګازو د وتلو یو سوری دی چې هغه اور اخلي. کله ناکله دا اور ګل کیږي چې باید بیا ولګول شي. ځینې خلک باور لري که څوک دا لمبه لمس کړې نیکمرغه کیږي. خو لا هم کوم داسې کره ساینسي ثبوت نه شته چې معلومه کړې په ځړوبي کې ولې اوربلیږي؟

فرانګو کاسټیلو( Frangokastello) ماڼۍ ، یونان

دا د یونان په کرت ټاپو کې یوه تاریخي او لرغونې کلا ده. هر کال د مې د میاشتې په ورستیو کې پر دې کلا له یو لرغونې عبادت ځایه داسې سیوري راځي چې پلي سرتیرو او پر اسونو سپرو سرتیرو ته ورته دي. په ځانګړې توګه سهار مهال چې کله د سمندر اوبه ارامې او په هوا کې رطوبت زیات وي پر کلا دا سیوری د لس دقیقو لپاره لیدل کیدای شي.

ددې سیوري په اړه سیمه ایز ولسي روایت دادی چې په دې کلا کې ددې سیمې د ازادۍ لپاره د وژل شویو جنګیالیو ارواوې دي. ساینس پوهانو تر اوسه هم ددې سیورو لپاره کوم ساینسي دلیل نه دی موندلی.

په چین کې د کاڼو ځنګل

په چین کې د کاڼو دا ځنګل په پنځه سوه کلیومتره مربعه سیمه کې پروت دی. ویل کیږي چې د اهکو له ګاڼو جوړ دا ځنګل دوه سوه میلونه کاله پخوا راڅرګند شوی او تر هغې د دمخه دلته سمندر و. لرغون پوهان باور لري چې تر اوبو لاندې مځکنیو حرکتونو دا کاڼې تراشلي دي.

ددې ځنګل لاندې د کیوفینګ په نوم د اوبو یوه سمڅه هم د عجایبو ځای دی. دا سمڅه د اګست له میاشتې تر نومبر پورې په هر دیرش دقیقو یو ځل په دایروي شکل د اوبو راښکلو بړبوکۍ جوړوي او په څو دقیقو کې ورکیږي.

د پنځو رنګونو سیند ، کولمبیا دا سیند د کال په ډیره برخه کې د نورو سیندونو په شان وي، خو په اوړي کې د څو رنګونو په یو فرش بدل شي. ډیر ځانګړي ډوله واښه دا سیند په سر، ګلابي، ابي، شین او زیړو رنګونو واړوي. ساینس تر اوسه ددې سیند د اوبو د رنګه کیدو لپاره کوم دلیل نه دی موندلی، د ځايي خلکو افسانې وايي چې تر دې سیند لاندې د ”اوبو د مور“ خزانه پټه ده.

د وینو ځړوبی ، انټرکټیکا

د انترکتیکا په کنګلونو کې د وینو رنګ ته ورته د سرې مایع دا ځړوبی ان په منفي لس درجو سړې هوا کې هم نه کنګل کیږي. دا د نړۍ د بهیدونکې مایعاتو څخه یوه تر ټولو سړه مایع ګڼل کیږي.

د هارورډ پوهنتون یو شمیر پوهانو ثابته کړې چې په سیمه کې په طبیعي توګه موجود میکروبونه د وینې ددې ځړوبې د رامنځ ته کیدو سبب شوی ، چې د نړۍ یوه نه باوریدونکي پدیده یې رامنځ ته کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.