څنګه کولی شو چې خپل د بدن هډوکی قوي کړو؟

1,103

څنګه کولی شو چې خپل د بدن هډوکی قوي کړو؟

زموږ د بدن ټول حرکات د هډوکو په مرسته ترسره کېږي.

هډوکي مړه انساج نه دي بلکې د ژوندیو حجراتو په درلودلو سره همېشه د خرابېدو او مجددا جوړېدو په حال کې دي.

که چېرې د ۲۵ کلنۍ څخه ورسته د خپلو هډوکو مراقب ونه  شو کړای، په دې صورت کې د هډوکو خرابېدل تر دوباره جوړېدو زیاتېږي او د وخت په تېریدو سره هډوکی نری، ضعیف او په لوړ سن کې د هډوکي و پوکی یا osteoprosis چې د هډوکي د ماتېدو سبب کېږی منځته راولي.

د هډوکو د قوي کولو شپږ اساسي لارې:

۱- د ضرورت په اندازه پروټین وخورئ.

پروټین د کلاجن رشتو په جوړولو سره د هډوکو اسکلیټ تشکیلوي او هم په عضلاتو کې ستر رول لري.

هره ښځه د ورځنې ۱۷۵ ګرامه او نارینه ۱۹۰ ګرامه پروټین ته اړتیا لري.

د پروټین منابع : «چرګ، ماهي، لوبیا، لبنیات، مغزیات او دانې»

۲- په مناسب مقدار سبزیجاتو ته دقت وکړئ.

سبزیجات او میوه جات د هډوکو په صحي ساتلو کې مرسته کوي.

دا مواد د فنول او فلاونویدو په لرلو سره هډوکو ته قوت وربخښي.

د ورځې لږ تر لږه دوه عدده مېوه او مختلف سبزیجات په کافي اندازه مصرف کړئ.

۳ـ کلسیم لرونکي خواړه مصرف کړئ.

که په غذا کې په کافي اندازه کلسیم نه وي نو د هډوکو کلسیم کمېږي په نتیجه کې د هډوکو د ماتېدو احتمال زیاتېږي.

کلسیم په لبني محصولاتو ، سوپ ، سبزیجاتو ، مغزیاتو او انځرو کې شتون لری.

د کلسیم د جذب لپاره ویټامین D ته ضرورت شته نو د دې لپاره د ورځې نیم ساعت لمر ته کښېنئ هغه لمر چی سوزونکی نه وی.

۴ـ حرکت یا فـزیکي فعالیت باید ولرئ.

د ورځې کم تر کمه باید نیم ساعت سپورټ وکړئ.

۵- ویټامینونه او منرالونه د ضرورت په اندازه واخلئ.

مګنیزیم، پټاشیم، ویټامین C او ویټامین K .

پورتني مواد په مېوو او سبزو کې په پوره اندازه شتون لري.

۶- د زیاتې مالګې د خوړو عادت پرېږدئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.