د اوکراین د ماریوپول په ښار کې تر ۵۰۰۰ ډیر ملکي‌ وګړي‌ وژل شوي‌

425

د اوکراین د ماریوپول ښاروال وادیم بویچینکو ویلي چې د  محاصره لاندې  په ماریوپول کې په یوه میاشت کې د ۲۱۰ تنو ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان  وژل شوي دي.

د ماریوپول ښاروالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  ښاروال بویچینکو د ګردي میز په غونډه کې  چې د روسیې د جنایتونو د سیاسي‌ او حقوقي‌ اړخونو په اړه پکې بحث کیده  د ویدیو کنفرانس له طریقه ګډون وکړ.

بویچینکو دلته په خپله وینا کې وویل چې ماریوپول چې په دې وروستیو کې د اوکراین د  پرمختګ سمبول بلل کیده، اوس د روسي پوځیانو له خوا په بشپړه توګه له منځه تللی او په کنډوالې بدل شوی دی .

بویچینکو وویل چې د ښار تر ۹۰ سلنې زیاتې زیربناوې ویجاړې شوې دي.

لږترلږه ۴۰سلنه یې اوس د بیرته رغیدو  وړ ندي.”

بویچینکو وویل چې اروپایي هیوادونه باید د اوکراین د خلکو په وړاندې د جنایتونو په اړه ډیر سخت ځواب ورکړي.

“د لومړنیو اټکلونو له مخې، په ماریوپول کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان مړه شوي، چې ۲۱۰ یې ماشومان دي. دا کسان یواځې په یوه میاشت کې وژل شوي‌ دي.  د روسیې ترهګرو پوځیانو د ماشومانو پر روغتون څو زورور بمونه وغورځول. د ښار د ۱ نمبر روغتون یوه ودانۍ یې ویجاړه کړه. شاوخوا ۵۰ کسان ژوندي وسوځول . په دغه ښار کې د تیاتر ودانۍ چې تر ۹۰۰ ډېر کسان پکې پټ وو پرې بمونه وغورځول. دا د ماریوپول د ملکي وګړو د هدفي وژنې یوازې څو بیلګې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.