د پور ترلاسه کولو لپاره له ای ایم ایف سره د پاکستان مذاکرات بې پایلې ختم شول

334

د پور ترلاسه کولو لپاره له ای ایم ایف سره د پاکستان مذاکرات بې پایلې ختم شول.

د پاکستان حکومت او نړیوال وجهي صندوق ای ایم ایف تر منځ په قطـ.ر کې پاکستان ته د پور ورکولو اړوند مذاکراتو وروسته ای ایم ایف په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه سبسډي چې پاکستان کې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې ورکول کېږي، له دوی سره د هوکړې ژمنې سره متضاده ده.

د پاکستان حکومت او ای ایم ایف تر منځ د قطـ.ر په دوحـ.ـه کې د خبرو وروستي پړاو له بشپړېدو وروسته د ای ایم ایف له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان حکومت باید راتلونکې بودیجه کې هغه سبسډي ختمه کړي چې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې یې ورکوي.

د یادونې ده، چې د ای ایم ایف په اعلامیه کې پاکستان ته د پور تازه قسط ورکولو لړ کې هېڅ نه دي ویل شوي.

بل لور د پاکستان خزانې یا مالیې وزیر مفتاح اسماعیل وايي، له ای ایم ایف استازو سره یې خبرې ګټورې وې او پاکستان حکومت د ایم پروګرام (د پاکستان لپاره د پور ترلاسه کولو بهیر) بیا فعالولو ته ژمن دی.

ښاغلي اسماعیل د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، له ای ایم ایف استازو سره د ۲۰۲۲ کال پر ځینو مالي ناکامیو غږېدلی چې په وینا یې یوه موضوع پکې د روان کال فبرورۍ کې د پیټرولو بیې لړ کې د سبسډي ورکولو ده.

نوموړی زیاتوي:

”موږ د ۲۰۲۳ کال لپاره د اقتصادي هدفونو په هکله خبرې وکړې، په هېواد کې د بیو پر زیاتوالي، د بهرنیو اسعارو پر کمېدونکو زېرمو وغږېدو، همدې مسایلو ته په پام سره موږ یوې سختې اقتصادي پالیسي او د خپل مالي وضعیت ثبات ته اړتیا لرو. ”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.