غزل

ممتاز ارمان

0 791
يو قسمت زموږ سرسام دی او دا غم دی
بل ويده پر ځوړند بام دی او دا غم دی
له چاپیره راروان دي د اور غرونه
او ايسار مې پکې قام دی او دا غم دی
کاروبار د اجورتيانو خلکو ښه دی
د چا مرگ د چا انعام دی او دا غم دی
له جوماته بېرته يبلې پښې راغلم
کوم څوک غل پکې امام دی او دا غم دی
ژوند دښمنه دي کوڅه په کوڅه گرځي
او په ما د ژوند الزام دی او دا غم دی
ښه يې پېژنم چې څوک زما قاتل دی
ملاتړی يې نظام دی او دا غم دی
قصابه د لمر د وړانگو دلته کېږي
د ماشوم ستوري ورپام دی او دا غم دی
تور لوگي مې د ارمان په ځمکه شنه دي
لاره ورکه ده ماښام دی او دا غم دی.
۲۰۲۱- ۳- ۲۷مه
May be art

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply