غزل

سرلوڅ مرادزی

469
که په خیال د رقیبانو دیوانه یم
زه په دې دیوانګۍ کې مستانه یم
په ښکاره که د چا نه راځم نظر کې
پټه شاړو کنډوالو کې خزانه یم
په پردي پالنګ خو خوب تر نیمو شپو وي
زه پخپل پالنګ خوب وړی شاهانه یم
د پردو خوراک اخر په ځان ګنډېر شي
زه خوشاله د خپل لاس په کاروانه یم
که پر سر مې د فلک ډبرې اوري
پخپل عظم کې تر پایه یګانه یم
که د نورو د جفا خبر پرځای ده
زه هم خپله له خپل ذاته بیګانه یم
قضاوت که د انصاف په تله وشي
هم په خپل هم په پردي لاس ویرانه یم
چې تعبیر تفسیر يي هیچا سره نشته
بې تعبیره بې تفسیره افسانه یم
د ملا په خواست مې ځای نشته جومات کې
دېره ځکه شپه ورځ په میخانه یم
مینه لږه پالل کیږي، کرکه زیاته
زه شاهد په یوې داسې زمانه یم
د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۱۱ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.