کله چې وخت تير شي

نیک محمد همدرد

661

وخت زموږ خوا ته داسې راځي ،لکه يو ملګري چې خپلي جامي بدلي کړي ،او په خفيه توګه له ځان سره ډير قيمتي شی راوړي،که چيري موږ د هغه  له ډاليو ګټه وانخلو ،نو هغه به خپلي ډالئ له ځان سره بيرته يوسي،او بيا به هيڅکله هم رانه شي،هر سهار موږ ته نوي نوي نعمتونه راکول کيږي،خو د وخت په بي ځايه تيرولو سره له دي نعمت څخه د ګټي پورته کولو وړتيا هم زموږ له لاسه وځي ،خپل ورک شوي مال په کوښښونو او لږه خرچه بيرته د انسان لاس ته راتلی شي،هيره شوي پوه بيرته په مطالعه کولو سره د انسان فکر ته راستنيږي،خو ورک شوي وخت په لکونو هڅو او کوښښونو هم بيرته لاس ته نه راستنيږي،له د وروسته انسان ته دا سبق ورپه ياديږي چې ژوند په هغو اوبو نه چليږي چې بهیدلي وي،

(من نمی گويم زيان کن يا بفکر سود باش

ای زفرصت بي خبر در هر چه باشی زود باش)

کله چې وخت تير شي نو په اړه يي افسوس بي ځایه کار وي ،نو پښيمانتيا به څه نتیجه ورکړی ؟

په مرګ دومره افسوس نه کيږي لکه څومره چي د وخت په تيريدو سره کيږي ،دوزخي همدا خبره کوي چې ای الله!ته مو يو ځل بيا دنيا ته وليږه ،په دي اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي ،يوه ورځ هم داسې نه ده چي لمر يي راوخيژي،مګر دا خبره کوي چې ای انسانه زه يو نوی پيدا شوي مخلوق يم،ستا په عملونو ګواه يم ،که له ما څخه څه شی ترلاسه کولی شي ،نو ترلاسه يي کړه ،زه به تر قیامته پوری بيا راستون نه شم،

همدا رنګه په بل هديث شريف کي داسي فرمايي،

د يو مؤمن لپاره دوه ويري دي،يو عاجل چي تير شوی دی،معلومه نه ده چې الله تعالی به ورسره څه وکړي ،او يو اجل دی چې لا تر اوسه پوري پاتې دی،څرګنده نه ده چي الله تعالی به په کي څه پريکړه کوي،انسان ته پکار ده دي چې د خپل نفس لپاره ،د خپلي دنيا لپاره ،له ځوانئ څخه د بوډاوالي لپاره ،له دنيا څخه د اخرت لپاره او له ژوند څخه د مرګ لپاره ګټه پورته کړي.

له وخت څخه کار واخلئ.

هغه خلک چې وخت تري بي ځایه تير شوی دی ،داسي افسوس کوي ،د الله تعالی ذکر،د دنيا کارونه هر څه مو له لاسه ووتل په دي دوه ورځو قيام کي به موږ څه وکړو،

خو دوي په دي نه پوهېږي چې له دې معمولي ژوند څخه هم چې چا کار اخيستي ،د وخت فاتح بلل شوي ،د دين بزرګان او اولياء تري جوړ شوي،او د دين او دنيا مالکان وګرځيدل،

يوه بيکاره تيره شوي شيبه د يو بوټي څو ښاخونه پري کولی شي،که چيري څوک هره ورځ يو ساعت له بي ځایه کارونو وسپموي،کولي شي چې د ساينس هر څه تر خپل کنټرول لاندې راولي ،که چيري هره ورځ يو ساعت دين ته مخه شي ،يو ناپوه شخص هم په لسو کلونو کې لوي عالم ګرځيدای شي ،که چيري يو ماشوم لږ ليک لوست وړتيا ولري،نو هغه په يو ساعت کي د يو کتاب شل مخونه مطالعه کولی شي ،چي په دي حساب سره د کال تري اووه زره(۷۰۰۰)مخونه جوړيږي،لنډا دا چې د يو ساعت په واسطه يو حيواني ژوند له خوښيو په ډک انساني ژوند بدليدای شي.

د وخت د تيريدو احساس او شعور.

وخت د کائناتي ژوند يو څاڅکي دی،داسي څاڅکي چي له ابده پرله پسي راروان دي ،او بهيږي ،خو بيا هم د دي بهيدني د رفتار معامله څه نا اشنا غوندي ده او هغه داسې ،سره له دي چي ډيره تيزه معامله يي ده او په ډيره تيزی تيريږي ،خو بيا هم د ژوند وجدان د دي تيزی احساس ځيني بي برخې دی،دا چي ژوند د عام معمول سره سم تيريږي،نو د وخت رفتار هيڅ احساس نه سترګو کيږي، په داسې حال کې چې که يوه نوي پيښه رامنځته شي ،او د سکون په سمندر يوه پيښه خپل قدم کيږدي،نو بيا د وخت   د رفتار  اندازه معلوميږي.له دي توپير سره که چېرې وخت له ځان سره خوشحالی راوړي،نو انسان دا احساسوي چې ورځ پري يو ساعت او ساعت پري لکه د يوي دقيقي تيريږي،د دي برعکس که چېرې پيښه له غمه ډکه وي او نوعیت يي د خوښې په خلاف وي،نو د وخت رفتار ګړندی نه معلوميږي او داسې ښکاري چې وخت ډير په ورو روان دی،چا ډير ښه ويلي دي چي ،د خوښې له ورځو ګټه پورته کړه ،ځکه چې هغه ډيري لنډي دي،او دغم ورځې ډيري اوږدي دي،

له يو ډير عمر خوړلي شخص څخه د وفات په وخت کي پوښتنه وشوه ،چي ژوند دي څنګه تير کړ؟ هغه ورته په ځواب کې وويل . ژوند راته د دوو دروازو تر منځ يوه معمولي دمه ښکاره شوه له يوي دروازي تير شوم چي سمدستي پسې بله دروازه را ووتلم.

وخت د انسان يوه قيمتي پانګه ده ،خو عجيبه دا ده چې انسان يي څومره په بي پروايي ضايع کوي ،تاسي که خوشحال ياستئ او که خپه له تکليف څخه د خلاصون لپاره لنډه لاره دا ده چې تاسو بايد هيڅ وزګار وخت ونلرئ،هغه څوک چې سست وي ،داسي خوړل کيږي لکه اوسپنه چي زنګ خوري د ژوندي انسان لپاره بيکاري داسې مثال لري ،لکه ژوندي چي په ګور کي پروت وي،وخت د مالوچو په څير دی،که چيري د عقل او حکمت په ماشين کي واچول شي او قيمتي کاغذونه تري جوړ شي ،نو په کار به راشي ،په بل صورت کې يي د ناپوهي وريځي کوم لري ځای ته وغورځوي ،وخت د خامو مسالي په څير دي که تاسو تري هر څه جوړوئ هغه تري جوړولي شئ،…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.