ګناه په څو ډوله ده

نیک محمد همدرد

805

ګناه په دوه ډوله ده 1صغيره وړه ګناه (2)کبیره لويه ګناه
1،صغيړه ګناه. صغيره وړه ګناه هغي ګناه ته وايي چي د نيک اعمالو په کولو سره يي الله ج بنده ته الله بښي خو دا صغره ګناه که همیشه او دوامداره وکړی نو له دی څخه بيا ګناه کبیره جوړيږي ،نو مسلسل بايد له دي څخه هم ځان وساتي او نيک اعمال وکړي ترڅو الله ورته بښنه وکړي،
(2)کبیره ګناه..
کبیره ګناه هغه ګناه ته وايي چي په قران کريم او نبوي احاديثو کې د هغي په هکله وعيد راغلي وي،پرکونکي يي لعنت ويل شوي وي،کونکي ته يي شرعي حد ټاکل شوې وي،کونکي ته يي په قران کريم او احاديثو کې فاسق او فاجر ويل شوي وي،دی ته کبیره يا لويه ګناه واي،کبيره ګناه بي له توبي څخه نه بښل کيږي
کبیره ګناهونو مثالونه.
د الله ج په ذات يا صفاتو کي شرک کول ،د مور او پلار نافرمانۍ کول,د چا په ناحقه وژل ،په درواغو قسم خوړل،سحر کول،لمونځ قصداً پريښودل ،زکواة نه ورکول ،د حج په شرايطو پوره کس حج نه کول،خپلوي پريښودل ،زنا کول ،لواطت کول،سود کول ،په يتيم باندې ظلم کول،په الله ج او پيغمبر باندي دروغ ويل غنیمت کي خيانت کول ،او داسې نور الله تعالی د موږ او تاسې ټول د وړو او غټو ګناهونو نه وساتي ،د روژي مبارکه مياشت ده په دی مياشت کې الله تعالی د انسان ټول ګناهونه په توبه کول سره بښي نو بايد ټول مسلمانان د دی بابرکت مياشتې نه ګټه پورته کړي او د اخپل ګناهونو بښنه وغواړي ،الله ډير غفور او رحیم زات دي د هغه د رحمت نه مايوسه کيدل نه دي پکار په توبه کولو سره الله ج د انسان د سمندر دومره زيات ګناه هم بښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.