زموږ غازي

ډیویډ جونز

1,712

غلی شو، له پیالې یي سور وکړ، سوړ اسویلی یي وایست:

ایټالیاوان له دوهمي نړیوالي جګړي راووتل، ټوله ایټالیا

خاوري شوه،خو خلک یي پوه او تعلیم یافته ول، په لسو کلنو کي یي بیرته ایټالیا ایټالیا کړه،

اوس موټري او طیاري جوړه وي،

خو زما خلک بي سواده ول،ماغزه به مي ورسره خوړل، په عادي خبره کي به یي قناعت نه کوه،

غلی شو یو دم یي تریخ وخندل،

یو وخت یو څو سپین ګیري راغلل، دوی په کابل کي راون رېل لیدلی وو، غوسه یي نه کنټرولیده ویل یي چي ښار ته دې داوسپني ښامار راوستی،

خوارک یي اور دی، او شیطان یي چلوي،

ډیر مي قانع کړل خو هغه پخوانی خبره یي کوله،

تور شیطان او د اوسپني ښامار یي نه غوښت·

راډیو یي نه منله، ویل یي چي په منځ کي یي واړه واړه شیطانان ناست دي… خلک له دینه اوباسي….تلیفون کوفر ورته ښکاریده ویل یي چي له دینه اوښتی یي، له شیطان سره غږیږې.

دې خلکو ان په پخو خښتو او پوخ دیوال کي هم شیطان لید ….پوهیږي ولي؟! علت یي بیسوادي وه.

ما باید دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مي جوړ کړل، غوښتل مي چي دا خلک له تیاري را وباسم، په هرڅه یي پوه کړم،… خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، دکوفر ځالې یې باللي….

ومي ویل:

نو فکر نه کوي چي په داسي یوه ساده او بې سواده ټولنه کي ترکیي ته د نجونو لیږل ښه نه وه؟!

امان الله خان پیاله ورډکه کړه، سړه ساه یي وایسته:

په ټول وطن کي ښځینه ډکټره نه وه، ښځي به په ډیرو عادي ناروغیو مړې کیدلي ، فکر مي وکړ، په ټولو اسلامي هیوادونو کي ترکیه ښه راته وایسېده،

تر عربو مخکي وه ما باید په خپل وطن کي ښځینه ډاکټراني درلودای،

سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخاني…

خو مي غریب افغانستان ته نه شوای راوړلی،چاره نه وه انجوني،او هلکان مي ترکیې ته ولیږل …دشرعي خلاف کار مي نه ګڼه، ترکیه اسلامي هیواد دی،دنجونو لیلیه، خوارک، څښاک، هر څه بیل وو.

ومي ویل:

دچادري په اړه څه وایي؟!تا په کابل کي چادري منع کړه!

امان الله خان سر وخوځاوه:

زه دیني عالم نه یم،خو اسلامي نړی مي لیدلي ده، مطالعه لرم، ما په یوه اسلامي هیواد کي هم دا ډول شنې رنګه چادریانې ونه لیدي…زمونږ دخلکو مشکل دادی چي دین او رواجونه یي سره ګډ کړي دی…

زه به دبند،فابریکي، برق، سړک،پل،پلچک،مکتب، پوهنتون …دجوړیدو په باره کي به ورته غږیدم، ګټي به مي یي ورته بیانولي…خو دوی په هرڅه کي ښځي را ګډولې…پوخ سړک او په موټر کي هوسه تګ ته یي پام نه وو، ویل به یي چي نه،بیا به له روان موټره څخه زمونږ کورونه او دکورونو په منځ کي زموږ ښځې ښکاري.

ما به دمکتب، پوهنتون، او روغتونونو فایدي ورته بیانولي ،خو دوی به ویل چي ته عیاشي غواړي،تورسرې به مو څنګه له کوره دباندي وځي؟!

مابه دوطن دپرمختګ خبري ورته کولي،خو دوی به خامخا پل،پلچک، دیوال او پوخ لښتي …دښځي له نوم سره تړه…

په دي خو زمونږ ښځي راځي،خلک به یي مخ وویني، بي بندوباره به شي…هر پرمختګ یي خامخا دښځو دمخونو له لوڅوالي او عیاشي سره تړه….

امان الله خان اوږدي خبرې وکړې، سترګي یي له اوښکي ډکي وې….

پای

د پیر بغدادي له کتابه!

افسوس دی زمونږ پر حال هر څه مو په خپله له ځان سره کړي نور دویلو لپاره څه نه لرو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.