دری وروڼه- د ماشومانو لنډه کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

1,141

 په تیره زمانه کې درې وروڼه په یوه کور ګي کې سره اوسیدل. دا دوه مشران په ونه ستر او په تن ځواکمن وو. کشر ورور يې په ونه وړوکی او په تن نری و. نو ځکه مشرانو وروڼو همیشه په کشر ورور ملنډې وهلې او ور پسې خندل يې. یوه ورځ په لرګیو پسې ځګل ته لاړل. د ځنګل په منځ کې په یوه روښانه ځای کې یو وړوکی سړوکی ناست و. سړوکې په یوه ایشاره درې واړه وروڼه ځان ته را وبلل او ورته ويې ویل چې:« زه کولی شم چې تاسې سره داسې مرسته وکړم چې د دسترو شتمنیو خاوندان شی. زه خبر یم چې دلته په یوه نږ دې ځای کې یوه جادو شوې خزانه پټه پرته ده. که چا دا خزانه بیا مونده، نور په په ټول ژوند کې د خواري او بې وزلۍ نه بې غمه وي. په دې هم باید پوه شی چې که څوک د خزانې د میندلو په نیت را و وزي او پیدا يې نه کړي، د هغه نه د یوې مودې له پاره خر جوړیږي او تر هغه به خر پا تې کیږي  تر څو چې یو بل څوک راشي او دا خزانه پیدا کړي.»

کله چې سړوکي دا خبرې وکړې، ناڅاپه د دوی له نظره ورک شو. دوو مشرا نو وروڼو په پیړه او په منډو د خزانې په لټولو پیل وکړ ، خو لږ څه وروسته يې کشر ورور د خره « ینګا » واوریده. دی ولاړ شو ترڅو وګوري چې دا « ینګا » له کومه راغله. په دې وخت کې دوه خرونه په غوسه او ټوپونو په مخ ورغلل او هغه يې په دومره زور په شا ټیله کړ چې په ونه ولګیده. ده هلته یو تنګ او وړوکی سوری ولید او په دې سوري کې د سړوکي خزانه لیدل کیده. کشر ورور په سوري کې ننوت په خپل ټول زور يې لا وکړای شو چې حزانه د سوري نه را وباسي. په دې شیبه کې د دوو خرو نه هم د کشر ورور دوه مشران وروڼه جوړ شول اودواړه د لوی شتمن کشر ورور نوکران شول. تر دې وروسته يې بیا هیڅکله هم د ده په کوچنۍ ملنډې و نه کړې.

   Bezaubernde Kurzmärchen aus aller Welt

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.