اګوسټ کانټ

877

ټيټه ونه يې درلوده ، خونوم يې نودروژې مياشت ده (ايزيدوراګوسټ ماري فرانسوا اګزاويرکانټ).

(1798زـــ 1857ز) ددغوکلونوترمنځ يې ژوندکړی. دټولنپوهنې داصطلاح رامنځته کوونکی اوددغې رشتې بنسټګربلل کيږي .

له لومړنيوافرادوڅخه دی، چې دټولنيزوچارودپېژندنې لپاره يې ديوې ځانکړې پوهې درامنځته کېدو احساس وکړ ،په پيل کې يې دغه پوهې ته د(ټولنيزفزيک )نوم ورکړ.

کانټ وايي چې دبشرذهن له درېو پړاوونوتېرشوی:

رباني پړاو(اساطيري يا افسانوي) .

ميتافزيکي پړاو.

څېړنيزپړاو.

کانټ ديوداسې دين، بنسټ ايښودونکی ده، چې په هغه کې خدای نشته. دی وايي موږ کيدای شي دې ته اړتياونه لرو چې مطلق حقيقت دې موږته روښانه شي.اوزياتوي ، هغه کسان چې په ميتافزيک باورلري دهغوﺉ په ژوندکې دعلمي اړخه بدلون نشي راتللی .کانټ به ويل ، غوره به داوي چې دخيالونوله اسمان څخه راښکته شو، اوخپل افکارد بشرلپاره متوجه کړو.

داګوسټ کانټ فلسفې ته د( پوزي تيويزم) اوهم د (اومانيزم)نوم ورکولی شو.

کانټ په لېونتون کې هم يوڅه وخت تېر کړی.  اګوسټ دخپل ژوندپه رابطه منفي شخصیت درلود.ځکه ده ونشوکولی چې له خپلوشرايطو سره هم غږيږي وکړي، دټولنيزوشرايطو څخه متاثره شواودغه تاثيردومره زياتوشو چې دی يې منځوي کړ،اوپرلپسې يې خپل مخاطبين له لاسه ورکړل .دغه وضعيت دی دوه مخی کړی وه، هم يې دټولنې دسمون نظريات درلودل اوهم پخپله حاشيه يي اومنځوي وه .

کانټ وايي چې ټولنه له دې لارو پيژندلی شو:

کتنه(مشاهده) ــــــ ازميښت ـــــــ پرتله .

دانسان پرمختګ اوبشپړتيا ورو خو ډاډمنه ګڼي.

دانسان پرمختگ، دفکري تکامل، دنفسو دزياتېدو، او نورلاملونوله امله ممکن کيږي.

دکانټ دنظرياتوله څېړلوڅرګنديږي چې دنوموړي ټولنپوهنې  په پشپړډول علمي بڼه موندلې نه وه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.