روژتۍ لنډۍ-۷

آصف بهاند

539

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

اومه برخه

یو سلواوه ویشتمه برخه

ځان مې روژه کې جنتي کړ

گنگسیت مې والوت گنهکار دوزخي ومه

 

په تعویزونو جنت نه شي

اړین شرطونه دي روژه عبادتونه

 

یو د روژې بل د ملا غږ

چې لاسپیکر کې وعظ شروع کړي زړه مې چوینه

 

د دې برخې له پاره دا  نوې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

د روژې شل ورځې په خیر شوې

باقي به گورو چې به څه کېـږي میینه

 

اوس دیدونونه هم ستونزمن دي

یو خوا روژه بل خوا طالب میین سېزینه

 

پخوا مې هیله د دیدن کړه

جانانه مخ مه راړوه چې روژه یمه

 

بې پېشړمي روژه په خوله یم

چا نه گیله ده زې بیده پرېیښی یمه

 

ځان مې روژه کې جنتي کړ

گنگسیت مې والوت گنهکار دوزخي ومه

 

په تعویزونو جنت نه شي

اړین شرطونه دي روژه عبادتونه

 

روژې له رنگه هم ور تور کړم

چې نور به څه کړي سودایي شومه میینه

 

روژې ته ټینگ یم، شي به خلاصه

بده نیستي ده چې سودا یې وړی یمه

 

یار په روژې کړوپ شوی نه دی

دا بېکاري او بېوسي یې زوروینه

 

یار یې په کور راته بندي کړ

یو خوا روژه ده بل خوا نه شته دیدنونه

 

روژه دیدن سره جوړ نه دي

چې مکروهات وي، بیا خو نه شته ثوابونه

 

روژه د خیر او کرم میاشت ده

زه چې زورېـږمه څه نور دي تومتونه

 

روژې کې هېڅ قصور هم نه شته

په ماپسې دي د نیستۍ لښکر ویرونه

 

په روژتي ټولي کې بند شوم

خلاصی مې نه شته، په هرپل خورم تیندکونه

 

یو د روژې بل د ملا غږ

چې لاسپیکر کې وعظ شروع کړي زړه مې چوینه

 

یوخوا روژه بلخوا وعظونه

لاسپیکرونه په لوري شول بمونه

 

د روژه مات په وخت به درشم

داسې خو مه وایه چې پلار دې نه پرېـږدینه

 

که په دیدن روژه ماتېـږي

ما خو په خدای که لا یوه نیولې وینه

 

د روژې ډېر به وي شرطونه

د یار دیدن خو روژه نه مکروه کوینه

 

روژه ثواب سره تړلې

روژه په خوله یم، خو دیدن ثواب گڼمه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.