د اعتکاف پیژندنه

محمد امین امین

1,125

د اعتکاف لغوي او  شرعي معنا:

اعتکاف ته زموږ په ټولنه کې عموما څیله هم ویل کیږي.

اعتکاف،د یو کار لپاره ایساریدلو ته وايي،که ښه وي یا بد.په شرعي اصطلاح کې د الله رب العزت د رضا لپاره په مسجد یا ګوښه ځای کې پاتې کېدلو ته وایی.

د اعتکاف ډولونه او احکام:

اعتکاف په درې ډوله ترسره کیږي.

۱-واجب اعتکاف:هغه اعتکاف چې یو څوک یې پر ځان لازم کړي.د مثال په توګه یو مؤمن ووايي:(که پلانی کار مې ترسره شو زه به دومره ورځې اعتکاف ته کینم.)په داسې قول التزام کول واجب او لازم دي.واجب اعتکاف له یوې ورځې کم نشته او د دې لپاره د روژې نیول ضروري دي یانې چا چې په ځان اعتکاف د نذر په ډول یاد کړ،روژه به ورته نیسي او بیا به اعتکاف د خپلې وینا مطابق(هرڅو ورځې یې چې ویلی وي) تر سره کوي.

۲-سنت اعتکاف:هغه اعتکاف دی چې زموږ پیغمبر ص د رمضان المبارک په اخري لسو ورځو کې ترسره کړی.دا اعتکاف په صحیحو احادیثو ثابت دی.

۳-مستحب/نفل اعتکاف:هغه اعتکاف چې په عامو حالاتو کې یې مومنان کوي یانې پورتني دوه حالتونه ونلري.مستحب اعتکاف له یوې دقیقې نیولې تر ټول عمر پورې کولی شو.مانا دا چې نفلي اعتکاف ته هر وخت بې له رمضانه کیناستلی شو.موږ کولی شو،جومات ته له ننوتلو د دې اعتکاف نیت ولرو آن تر وتلو پورې.

د پورته مختصرو معلومات په رڼا کې له اعتکاف سره اشنا شوو.اوس غواړو یواځې د رمضان پر اعتکاف تم شو.

حکم:د رمضان اعتکاف کفایي مؤکد سنت دی.یانې که د یو مسجد له لمونځ ګذارو یو کس معتکف شي د ټولو جومات والو پرې غاړه خلاصیږي.که د همدې مسجد مربوط زنانه وو له جملې یوه زنانه په خپل کور کې معتکفه شي د دې جومات مربوط کلي د زنانه وو ذمه داري ختمیږي.

رسول الله ص د مدینې منورې په زنده ګي کې د اعتکاف ډېر اهتمام کړی.یو ځل ترینه په یو رمضان کې فوت شوی وو،بیا یې د وفات پر کال شل ورځې اعتکاف ترسره کړ.دا قضایي موږ ته ښایي چې اعتکاف پريښودل پکار ندي.

د اعتکاف حکمتونه:

اعتکاف د ټولې روژې مبارکې د اهدافو ترلاسه کولو لپاره ځانګړی وخت دی.د روژې اهداف دا دي چې مؤمن خپل نفس ذلیله کړي،ویې ټکوي او بیا یې د الله تعالی امر ته جوړ کړي.د الله تعالی امر منونکي نفس ته تقوا دار نفس ویل کیږي.

په اعتکاف سره د مؤمن انسان روح سپیڅلی کیږي.د الله تعالی نزدیکت حاصلوی.زړونه ورسره نرمیږي.دعاګانې پکې قبلیږي.د الله تعالی د میلمه توب اعزاز ترلاسه کیږي.له دنیا بې رغبتي پیدا کیږي.له شهواتو لرې والی پکې دی،تردې له خپلې مېرمنې هم پکې فاصله اخیستل کیږي.

د اعتکاف ځای او شرایط:

اعتکاف ته د مسجد په یوه کونج کې کیناستل په کار دي.هغه مسجد چې پنځه وخته لمونځ پکې ادا کیږي.معتکف به د خپل ضرورت مطابق دومره اندازه پرده تاووي چې وخت یې پکې تېر شي.د معتکف لپاره حرام دي چې لمونځ ګذار په نیول شوي ځای سره تنګ کړي.

نبي علیه السلام به مسجد نبوي کې د (ستون  توبه) سره خپله بستره غوړوله.ستون توبه په مسجد نبوي کې د یوې ستنې نوم دی.

د زنانه وو لپاره په  کور کې اعتکاف کول مناسب دي.بالخصوص هغه ځای چې زنانه وو په خپلو کورونو کې د لمانځه لپاره ټاکلی  وي.

د بخاري او مسلم حدیث دی،عایشه رضی الله عنها فرمایي،نبي علیه السلام به د رمضان په اخري عشره کې اعتکاف کولو،تردې چې دنیا نه رخصت شو.بیا به د حضور ص نه پس د هغه مبارک بیبیانو اعتکاف کولو.د دې حدیث شریف په تشریح کې د مشکاة  شریف صاحب لیکي،د حضورص بیبیانو به په خپلو کورونو کې اعتکاف کولو.زنانه وو ته په مسجد کې اعتکاف کول مکروه دي.

د اعتکاف د صحت شرایط:

مسلماني ده،کافر اعتکاف نشي کولی.

تمیز،یانې په ښو او بدو پوهوالی دی،په اعتکاف کې بلوغیت شرط ندی.هغه ماشوم چې  تمیز ولري اعتکاف ته کیناستلی شي.

ښځې باید له حیض او نفاس پاکې وي.

نیت،معتکف دې د اعتکاف کولو صحیح نیت ولري،داسې نه چې چرته یې جرم کړی وي/له کوره تښتېدلی وي او په اعتکاف خونه کې پناه یوسي.

اعتکاف باید په پنځه وخته لمونځونو اباد مسجد کې وکړل شي.

د اعتکاف وخت:

د روژې د میاشت په شلم  تاریخ،له لمر پرېوتلو څو دقیقې مخکي دې معتکف خپلې کوټنۍ ته داخل شي او د شوال د میاشتې په لېدلو یانې د اختر په شپه چې میاشت ولېدل شي،راوتلای شي،خو که د اختر په سهار راووځي ډېره بهتره ده.

اعتکاف ماتوونکي:

له خپلې مېرمنې سره یوځای کېدل/ملاوېدل د محبت په اساس.

له جوماته بې ضرورته وتل،یا په دنیوي کارونو کې مشغولېدل.

مرتد کېدل، لیونتوب او بیهوشي.

د ښځو لپاره د حیض یا نفاس راتلل.

دیني عالمان په دې باور دي چې معتکف نشي کولی د مریض پوښتنې ته ووځي یا جنازه کې شرکت وکړي او یا د خیر په نورو کارونو کې ګډون وکړي.که یې دا کار وکړ هم اعتکاف یې فاسدیږي.

د معتکف لپاره جایز کارونه:

معتکف،وړې او تشي بولې له جوماته بهر کولی شي،غسل ته وتلی شي او د سخت ضرورت په وخت کې له کوره د اړتیا شیان ځان ته راوړلی شي،خود اعتکاف اصولو ته به پابند پاتې کیږي.مانا  داچې په لاره/کور کې اضافي خبرې او ودرېدل به نه کوي.

مؤمن به اعتکاف کې کوم اعمال کوي؟

مؤمن به د اعتکاف خونه کې غلی نه کیني او نه به ډېرې خبرې کوي.معتکف ته بویه چې خپله عشره په نوافلو،تلاوت،اذکار(د سهار و ماښام مسنون اذکار)،د رسول الله سیرت لوستل/اورېدل،د سلفو د تقوا کیسې او…

اعتکاف ولې د رمضان په اخر کې ترسره کیږي؟

اعتکاف د رمضان په شروع کې هم کولی شي،خو وجه دا ده چې انسان د روژې تر شلم پورې له ګناهونو پاک شي.لمونځونه،تلاوتونه،تهجد،اذکار یې کړي وي، لوږه او تنده یې تېره کړې وي،نفس یې پاک شوی وي او په پایله کې د الله تعالی د کورد میلمستیا لایق جوړ شوی وي.

د اعتکاف فضیلتونه:

په احادیثو معتکفینو ته د جوماتونو میخونه  ویل شوي،یانې جوماتونه پرې محکم او کلک وي.نبي علیه السلام فرمایي،دوی د فرشتو هم مجلس دي.کله چې یو معتکف له جوماته دضرورت په بناء ووځي،فرشتې یې تلاش کوي.که معتکف بېمار شي پوښتنه یې کوي،په ضروري کار کې یې ملایکې مرسته کوي.

دوی ته د جومات ابادوونکي او اهل الله یانې د الله والا خلک  ویل شوي.

الترغیب والترهیب د حسن رض نه روایت کوی چې رسول الله فرمایلي،د رمضان اعتکاف د دوو حجونو او دوو عمرو په اندازه ثواب لري.

دیني عالمان فرمایي،د اعتکاف کوونکي مثال د هغه چا په څیر دی چې د بادشاه په دروازه کې پروت وي او معتکفین د الله تعالی په کورنو کې پراته وي،نو څه فکر کوئ الله تعالی به یې غوښتنې ونه مني؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.