ځیګر څه دی؟

1,997

د بدن غټ غړی دی. د ګېډې پاسه ښي اړخ کې واقع وي، یوه څنډه یې د ګېډې پاسه کیڼ اړخ لور ته تللې وي. په بلوغ ته رسېدلي کس کې یې وزن معمولا تر ۱۵۰۰ ګرامه پورې وي. د ایمني سیستم او د میټابولیک فعالیت لپاره حیاتي رول لري. له فعالیت کوونکي ځیګر پرته انسان ژوندی نشي پاتې کیدی.

د ځیګر جوړښت

شکل یې نیمې سپوږمۍ ته ورته والی لري. ځیګر دوه نرمۍ یا برخې لري. هره برخه یې په نورو وړو اتو برخو وېشل شوې وي. د اتو برخو هره وړه برخه یې تقریبا تر ۱۰۰۰ پورې وړې نرمۍ لري. هر نرمۍ یې کوچنی کانال یا تونل لري کوم چې د ځیګر عمومي تونل (common hepatic duct) ته بهیږي. په انګریزۍ (hepatic) هر هغه څه ته ویل کیږي چې له ځیګر سره تړاو لري. د نور بدن په پرتله په ځیګر کې د پام وړ زیاته وینه د ځیګر داخل کې بهیږي. تقریبا ۱۳ % د بدن له ټولې وینې هر وخت په ځیګر کې وي.

د ځیګر عمده دنده د بدن میټابولیکي بهیرونه دي په دې کې لاندې یاد شوي شامل دي :

– تجزیه یا خوړو ته ورته د شحمو او پروتینونو تغیر

– د ویټامینونو او منرالونو استخراج

– زهري توکي په کمو زیان اړونکو توکو بدلول او د وینې له جریانه وېستل

د پورټل ورید (portal vein) په نامه ورید ځیګر ته د هاضمې له غړو وینه انتقالوي، په ځیګر کې د هیپاټوسیټ حجرې (hepatocytes) دا وینه فلټر کوي. ځیګر په یوه ورځ کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ ملي لیتره پورې صفرا جوړوي کومه چې وروسته وړو کلمو ته ځي او د شحمو په هاضمه کې مرسته کوي. کله چې ځیګر پروتین تجزیه کړي نو له تجزې څخه یې امونیا کوم چې زهري مواد دي تولیدیږي او د انسان په ادرارو کې د یوریا په شکل بهر وځي.

ځیګر کولای شي بیا خپل ځان تولید کړي په دې مانا که کومه برخه یې ټپي شي او یا هم د جراحي له لارې د ځانګړې برخې نسجونه پرې شي بېرته ځان تر یوې کچې رغوي. د رغېدنې لپاره موجودې حجرې غټیږي او بیا په نورو حجرو وېشل کیږي. په ۱۹۳۱ کال کې د موږک په ځیګر تجربه وشوه او له درې برخو دوه برخې ځیګر یې لرې شوو، له یوې اونۍ ورسته د ځیګر وزن د پخوا په اندازه شوی وو.

په ځیګر باندې مختلف ډوله ناروغۍ اغیز کولای شي د ځینو ناروغیو درملنه کیږي خو د ځینې حالتونو درملنه امکان نلري. کوم عام روغتیاي حالتونه چې په ځیګر اغیز کوي په لاندې توګه دي :

ایمني زیړی (Autoimmune hepatitis) یا د بدن د دفاعي سیستم له امله رامنځته شوی زیړی په دې ډول زېړي کې د بدن ایمني یا دفاعي سیستم د ځیګر په روغتیا لرونکو نسجونو برید کوي او د سیروسیس لامل کیږي.

د صفرا اټرېزیا (Biliary atresia)

په تازه پیدا شوو ماشومانو کې روغتیایي حالت وي، له ځیګر بهر او داخل کې د صفرا تونل ټپي کوي او بندوي. دا حالت ممکن مورزادي وي او یا د پړسوب له امله رامنځته شوی وي. درملنه یې عملیات ته اړتیا لري خو په ډېرو حالتونو کې د ځیګر په پیوند درملنه ممکنه وي.

هیمو کروماټوسېس (Hemochromatosis)

کله چې بدن کې بې کچې وسپنه زخیره شي دا حالت رامنځته کوي. په بدن کې د ډېرې وسپنې زخیره کېدل ځیګر زیانمن کوي. په بنسټیزه توګه دا حالت د جنتیکي بې نظمۍ له امله رامنځته کیږي. خو که چېرې خوړو کې زیاته وسپنه وي هم دا حالت رامنځته کولای شي. کوم کسان چې په مسلسله توګه وینې ته اړتیا لري او وینه ورکول کیږي هم د وسپنې بې کچې زخیرې له خطر سره مخ کېدای شي خو د زخیره کېدو د مخنیوي لپاره یې روغتیایي لارې شته دي. د دې حالت درېم لامل د ځیګر کمزوری فعالیت، په بي یا سي زیړي اخته کېدل دي. څلورم خو ډېر کم وخت پېښدونکی حالت که چېرې د ماشوم ځیګر کله چې د مور په ګېډه کې وي زیان لیدلی وي په هیمو کروماټوسېس اخته کېدای شي.

اې زېړی

ناخوښونکې خو سخته ناروغي نده او ډېر پرې اخته کسان په څو میاشتو کې په بشپړ توګه روغتیا مومي. ځینې کسان او کوچنیان ممکن کوم علایم ونلري. یوازې په هغو خلکو کې په سخته ناروغۍ بدلېدای شي چې کمزوری ایمني سیستم لري. اې زېړی له اې ویروس څخه رامنځته کیږي. اې زېړی ډېر وخت د هغو خوړو او څښاک له امله پیدا کیږي چې د بل اې زېړي لرونکي په غایطه موادو ککړ وي. اې زېړی په هغو هېوادونو کې ډېر ده چې د پاکۍ پاملرنه پکې کمه ده او د فاضله اوبو لپاره د تخلیې سیستم نلري لکه د کابل ښار. د زېړي اې ډول په څو میاشتو کې تېریږي خو ځینې وخت سخت او حتی د ژوند ګواښونکی هم کېدای شي. کومه ځانګړې درملنه نلري او درملنه یې د علایمو درملنه ده لکه د درد، کانګو او د پوستکي د بخار درملنه.

بي زېړی

بي زېړی د بي ویروس له امله رامنځته کیږي. بي ویروس د اخته کس په وینه کې خپریږي. په ټوله نړۍ کې عام وېروس دی او له یوې اومیندواره ښځې په ګېډه کې ماشوم او یا هم له یوه ماشوم بل ته انتقالیږي. کم وخت پرته له کونډوم د جنسي نزدیکت له لارې او یا هم په معتادانو کې د نشه اي توکو د تذریق پر وخت د ګډې پیچکارۍ کارولو له لارې یو بل ته انتقالیږي. په سوېل ختیځې اسیا او د سهارا په سوېل کې تر ټولو زیات عام دی.

سي زېړی

سي زېړی داسې ویروس دی که چېرې یې درملنه ونشي نو ځیګر عفوني کولای او له منځه وړلای شي. عصري طریقو د ځیګر د عفوني کېدو درملنه هم ممکنه کړې او پرې اخته کس کولای شي د روغتیا لرونکي کس په اندازه نورمال ژوند ته ادامه ورکړي.

سي زېړی د سي ویروس له امله پیدا کیږي. پرې د اخته کس له وینې سره د اړیکې له لارې بل ته انتقالیږي. کوم کسان چې د نشیي توکو لپاره ګډه پیچکاري کاروي یو بل ته تور زیړی انتقالولای شي. په هغو هیوادونو کې چې ډاکټران او نرسان یې طبي اصول نه مراعت کوي له یوه ناروغ څخه بل ته د ویروس په انتقال کې خپل رول لري. پرې اخته کس کې یا هېڅ علایم نه راڅرګندیږي او یا زکام ته ورته عوارض پکې پیدا کیږي خو ډېر خلک په لمړیو پړاونو کې له خپل زېړي ناخبره وي. په څلورو کې یوازې یو کس له دې ناروغۍ په بشپړ توګه ښه کیږي په نورو درې کسانو کې تر څو کلونو پورې ویروس پاتې وي. د زېړي سي ویروس د ځیګر د ناتوانۍ او سیروسیز لامل کیږي. په ډېرو موثرو د ویروس ضد درملو باندې یې درملنه کیږي خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم واکسین نشته.

د ځیګر کمزوری فعالیت یا ناتواني

سیروسیس داسې حالت دی چې ځیګر کې د روغتیا لرونکو نسجونو ځای ټپي شوي نسجونه نیسي او په ځیګر کې د اوږدمهاله ناتوانۍ لامل کیږي. دا حالت د انسان ژوند ګواښلی شي او له همدې امله یې باید سملاسي درملنه وشي. د سیروسیس رامنځته کېدو لاملونه زیات دي لکه د زیات الکولو څکل، د ویلس جنتیکي ناروغي، اوږدمهاله زیړی.

ځینې وخت سیروسیس د ځیګر پورټل ورید کې د فشار پیدا کېدو لامل هم ګرځېدای شي دې حالت ته (portal hypertension) نوم اخلي او دا حالت کولای شي چې د ګېډې جوف ته د مایع داخلېدو په ګېډه کې د جمع کېدو لامل شي.

که چېرې یو کس ډېرې اسیتامینوفېن (تیلېنول) وکاروي، د وینې جریان یې ځیګر ته کافي نه وي، زیړی ولري، بې کچې زیات درمل وخوري، له بوټو ځینې جوړ درمل وکاروي نو ناڅاپه کم وخت کې یې ځیګر زیان لیدلی شي.

که چېرې یو کس ځیګر کې ستونزه ولري علایم یې په لاندې توګه وي :

– ستړیا

– بې اشتیایي

– زړه بدوالی

– کانګې

– په مفصلونو کې درد

– په معده کې نا ارامي یا درد

– له پوزې وینه بهېدل

– پوستکي کې بخار

– کمزورتیا

– جنسي کمزورتیا

که چېرې علایم یې جدي وي نو انسان کې :

– د پوستکي زیړوالی

– په فکر کولو کې ستونزه

– د پښو پړسېدنه

– ګاینیکو ماسټیا یا د نر تیان غټېدل

– او د ادرارو کې تور رنګ پیدا کوي.

څرنګه د ځیګر روغتیا ساتلی شو ؟

– د اې او بي زیړي لپاره واکسین وکړئ

– د جنسي اړیکې پر وخت د احتیاط لپاره کونډوم وکاروئ

– خپل شخصي توکي لکه پاکي، د غاښونو برش له نورو سره مه شریکوئ

– هره ورځ سپورت وکړئ

– که چېرې درمل کاروئ له ډاکټر سره یې په ځیګر باندې د اغیز په اړه خبرې او مشوره وکړئ

– له الکولو څکلو ډډه وکړئ

– خوړو کې فایبر لرونکي خواړه او کبان زیات کړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.