د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: مکرون بيا ولسمشر شو

536

اروپا پلوي، لیبرال سیاستوال ايمانويل مکرون د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو کې خپلې مخالفې ماري لوپېن ته ماته ورکړه. اروپايي سياستوالو د نوموړي پر بيا ټاکل کيدو د راحت احساس څرګند کړی او هغه ته یې مبارکي ورکړې.

Frankreich Präsidentschaftswahl Wahlsieger Macron 

په فرانسه کې رايه اچوونکو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۲۴) د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو کې ايمانويل مکرون يو ځل بيا د جمهور رئيس په توګه انتخاب کړ او په دې توګه یې د ښی اړخه سياستوالې مارين لوپېن د بريا مخه ونيوله.

د لومړيو رسمی نتایجو پر اساس مکرون څه نا څه ۵۸،۵ سلنه رایې او لوپېن ۴۱،۴ فيصده رایې ګټلې دي.  په دې توګه ماکرون تر هغه کابو دوې لسیزې وروسته چې ژاک شيراک په ۲۰۰۲م کال کې په دويم ځل انتخاب شوی وو، د فرانسې لومړي جمهور رئيس دی چې په دويم ځل دغه مقام ته وټاکل شو.

د دويم پړاو د ټاکنو تر اعلان لږ وروسته مکرون په پاريس کې د ايفل برج په ساحه کې راټولو شويو خپلو پلویان ته وويل چې «هغه به د ټولو ولسمشر» وي او دا چې دويمه دوره به یې د «تېرې دورې ادامه نه وي.»

د يکشنبې د ورځې ټاکنې د دغو دوو کانديدانو ترمنځ د ۲۰۱۷م کال د سيالۍ تکرار وو. هغه وخت مکرون ۶۶ سلنه رایې ګټلې وې. خو د دې تازه ټاکنو په اړه يو څه شکونه موجود ول چې آیا د کيڼ اړخه کانديد ژان لوک ملانشون پلويان به چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د دريم قوي اړخ په توګه راڅرګند شوی وو، مکرون او لوپين ته مشکلات جوړ کړي او که څنګه؟

مکرون څرنګه بيا وتاکل شو؟

مکرون چې یو اروپا پلوه، ليبرال سياستوال دی د کوويد- ۱۹ د وبا او پر اوکراين د روسیې د يرغل په بحراني شپو او ورځو کې یې ځان د يوه باثباته ځواک په توګه مطرح کړ. دا څه د رایه اچوونکو له خوا هم منعکس شول، پر دې سربیره چې هغه ته د داسې يوه سياستوال په توګه کتل کيږي چې له عادي خلکو لیرې دی او يوازې لوړ قشر ورته لاس رسی لري.

تر ټاکنو مخکې مکرون د تقاعد د سیسټم اصلاحات له منځه يوړل څو د کيڼ اړخه رايه اچوونکو ملاتړ ترلاسه کړ. نوموړي په خپله لومړۍ دوره کې پر لوړو ژورو سربیره هم چې په ۲۰۱۸م کال کې په ټول هيواد کې د هغه د سوداګرې پلوي او د شتمنو له پاره د ماليو د کمولو تګلارو پر ضد مظاهرې پکې شاملې وې، د دويم ځل له پاره بريا ترلاسه کړه.

Präsidentschaftswahl in Frankreich, Stichwahl, Marine Le Penد مکرون مخالفه کانديده ماري لوپين

مکرون په پاريس کې د بريا د لمانځلو پر وخت له ماري لوپين سره د سر په سر او ترخې مبارزې خبره ومنله او د هغې پلويانو ته یې د يووالي وړانديز په کولو سره وويل: «موږ اوس [يو بل ته] درناوي ته اړتيا لرو ځکه موږ ډېر ويش او شکونه لرو.»

ولسمشر همدا راز له خپلو پلويانو سره «د منصفانه او مساوي ټولنې د رامنځته کولو» له پاره د کار د دوام ژمنه وکړه.

د ماري لوپېن د ناکامۍ علت؟

لوپېن چې د ښی اړخه عوام پاله «National Rally» ګوند سره تړاو لري، د کاميابۍ په صورت کې یې د فرانسې او اروپا په سياست کې د سترې ګډوډۍ ګواښ کړی وو.

د نوموړې پر ګوند توکمیز تبعيض، یهود ضد او همدا راز اسلام ضد تګلارو د ملاتړ تور لګول کيږي. خو په دې وروستیو میاشتو کې تر يکشنبې ورځې پورې هغې د رايو د ترلاسه کولو له پاره د مهاجرت او د نورو موضوعګانو په اړه د خپل ګوند تند دريځ يو څه را نرم کړی وو.

خو ماري لوپين د فرانسې د دودیز هويت د ساتلو له پاره کمپاين وکړ، په داسې حال کې چې د اړينو توکو د بيو د راکمولو سره د مبارزې ژمنې د هغې پلويان هم ډېر خوښ کړي ول.

د نوموړې ډېرو پلويانو ښايي د اروپايي ټولنې په اړه د دغه ګوند د دريځ د نرميدو هرکلی کړی وي او دا چې هغه نور له دغه اتحادیې څخه د وتلو ګواښ نه کوي. خو پر اوکراين د روسیې د يرغل په شپو او ورځو کې پر ناټو نيوکې، ښايي ډېر خلک له هغې ليرې کړي وي.

اروپايي مشرانو د اطمنان ساه اخيستې

ډېرو اروپايي مشرانو او سياستوالو په سملاسي توګه مکرون ته د دويم ځل له پاره پر ټاکل کيدو مبارکي وويله چې په دوی کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم شامل دی.

شولڅ د تويتر له لارې ويلي: «ستاسې رایه ورکوونکو نن اروپا ته د قوي ژمنتيا پېغام استولی دی. زه خوښ يم چې موږ به خپلې ښې همکارۍ ته دوام ورکړو.»

د اروپايي ټولنې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاين په فرانسوي ژبه د تويتر له لارې ويلي: «په ګډه به موږ فرانسې او اروپا ته پرمختګ ورکړو.»

Frankreich Präsidentschaftswahl Macrons Siegesfeier in Paris مکرون له خپل ميرمن سره د بريا د لمانځلو پر وخت

د هالند صدراعظم مارک روته هم په فرانسوي ژبه تويت کړی او «په ناټو او اروپايي ټولنه کې یې د خپلې ژورې او رغنده همکارۍ د دوام» هيله څرګنده کړې ده.»

د بريتانيا لومړي وزير بورس جانسن هم د مبارکۍ پېغام استولی دی او ويلي یې دي چې فرانسه د بريتانيا «يو له ډېرو نژدو او مهمو شريکانو څخه يوه ده.» هغه زياته کړې ده: «زه پر هغو موضوعګانو د ګډ کار دوام ته سترګې په لار يم چې زموږ دوو هيوادونو او نړۍ ته مهم دی.»

د ايتاليا لومړي وزير ماريو دراګي د مکرون بريا «د ټولې اروپا له پاره د يوه ښه خبر» په توګه ياده کړه.

امريکا له مکرون سره د ژورې همکارۍ تمه لري

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن ايمانويل مکرون ته د بيا ټاکل کيدو له کبله مبارکي ويلې او زياته کړې ېې ده چې هغه ژورې همکارۍ ته سترګې په لار دی.

نوموړي د تويتر له لارې ويلي چې فرانسه نړيوالو بحرانونو ته د ځواب ويلو په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو «تر ټولو پخوانی او مهم شریک هیواد دی.»

بايدن ويلي: «زه، زموږ د ګډې همکارۍ دوام ته سترګې په لار يم چې په هغه کې د اوکراين ملاتړ، د ديموکراسۍ دفاع او د اقليم له بدلون سره مبارزه شامله ده.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.