ژورناليزم څه ته وايې

929

ژورناليزم د واقعيتونو نړۍ ده. داسي نړۍ چې په افغانستان کې يې ترسره کول ریښتيا ډير سخت کار ده. د ژورناليزم مسله په ټوله نړۍ کې ډیره پيچلي ده په هغه هیواد کې چې د خبريالانو تښتول او ګواښل عادي کار وي نو ریښتيا ويل او واقعيت په ډاګه کول به دسر په قیمت درته تمام شي په نړۍ کې هر کال لسګونه خبریالان وژل کیږي په سلګونو بندیان او زرګونه ګواښل کيږي چې يو پکې افغانستان ده

په دغه هیواد د ژورنالستانو د ژبې بندول ډیر ستونزمن کار نده.

ژورناليزم په هیواد کې دکارونو او چارو د څارني اله بلل کېږي. دغه اله تر ډيره په ټولنه کې په زړه پوري مينوال لري

ژورناليزم هغه دنده ده چې که سمه وکارول شي ترې پاکه او په زړه پوري دنده نشته

دميز تر شا دنده نه بلکي له تنوع نه ډک مسلک ده او هيڅکله څوک پکي نه ستړي کيږي خو دا په دې معنا نده چې منډه نلري

که په نورو مسلکونو کې ډوډي په ټنډه پيداکيږي نو په ژورناليزم کې په منډه.

د ژورنالست يوه پښه د کمپيوټر ترشا او بله يې د پيښې په ډګر او یا کومه اداره کې

که په نورو کارونو کې زغم بریالی خيژي خو دلته به تل بې زغمه وې او صبر په دې مسلک ستاسو ناکامي لومړی ګام دی هیڅکله په تمه او صبر مه کينۍ چې تاسو ته خبر راشي او خپور به يې کړۍ که مو دا کار وکړ په دې بازار کې به ستاسو سيالان تر تاسو مخکي وي

ژورناليزم د درغل کونکو او سياستوالو د مهار کولو او خلکو ته د هغوی د کار کړنو د روښانولو دنده ده

داسې نه ده چې د ټولنې د عادي وګړو او چارواکو تر منځ اړیکي ټینګوي خو په خواشينۍ سره چې نن سبا يو شمېر خبریالان او خبري رسنۍ د ژورناليزم له اصولو ناخبري داسي فکر کوي چې ګواکې دوی چې هر څه غواړي کولای یې شي

دبيلګي په توګه. يو خبريال پوليس ته خپل کارټ نه ورښيي او ورته وايې چې خبريال یم پوليس خبريال ته وايې چې دغې……ادارې ته دده د پریښودلو اجازه تر دغه ساعته ……نشته خو هغه داسي فکر کوي چې دده مخه هيڅوک نشي نیولای او په دغه وخت کې تاوتریخوالی رامنځته کيږي په دغه ځای کې ټوله ملامتي د خبريال ده چې ځان له قانون پورته ګڼي

دا کار د خبري رسنيو او نورو ادارو له قوانینو او چارو پوره بې خبري ده چې ژورناليزم نشو ورته ويلای ژورناليزم ټولو موجوده قوانينو ته درناوي کوي چیرته او څه چې چارواکي ونه غواړي موږ نشو کولاي هغه خپاره کړو.

ژورناليزم داسې څه ندي چې هرڅه کولای شي او هر څه ويلای شې

ژورناليزم داسې مسلک ده چې بايد کارکونکي يې لږ تر لږه د ټولو مسلکونو او ادارو په اړوند معلومات ولري چې د مخامخ کيدو سره سم پرې خپل رپوټ برابر کړي

ژورناليزم که له خپلو اصولو سره سم وکارول شي نو په ریښتيا نړۍ ته بدلون ورکوي

په دریمي نړۍ ژورناليزم له ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دی خو په مختلفو هیوادونو کې ژورناليزم په حکومت واکمني چلوي او چارواکي ننګوي

په اروپا او امريکا کې ژورناليزم هومره ساده مسلک نه ده لکه څنګه چې موږ کابل او نورو افغاني ښارونو کې ورته ګورو. دلته په ژورناليزم سوداګري روانه ده داسې ژورناليزم چې ډیري ليکني او خبري رپوټونه يې د شخصي ګټو په بنسټ ولاړ دي

اصول ډیر کم زموږ د ښار په ژورناليزم کې په نظر کې نيول کېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.