د لوبو سامان

تمنا واحدي

1,425

و نه و تر شنه اسمان لاندې یو ښکلی کلی شنې شنې ونې بوټی او پتي یې هرې خواته لیدل کیدل، روانې ویالې او صفا اوبو یې د کلی ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.

 د مرغانو غږونو اود ګلانو خوشبوی یې د انسان روح تازه کوه او د کلي په څیر یې اوسیدونکي هم ښکلي وه.

کلیوالو په خپل منځ کې د یو بل سره ډیره مینه درلودله او په کډ ژوند کې ډیرخوشحاله و، په دې کلي کې کوچنیانو به تل په خپل منځ کې لوبې اوساعتیرۍ کولې، هلکانو به په خپلوکې  کله پټ پټونې کوو او کله به یې اکوبکو، دام بۍ ، خوسی، خط کشي ، شیطانک ، ټاس لوبه ، تشله بازي ، مردکی اوداسې نورې لوبې. خونجونو به بیا په خپلو منځو کې، ګاټي ،چندرو، بنګري ماتی رسمان بازي ،نانځک لوبه ،خوټکننه ، او داسې نوری لوبې کولې.

 کله چې به مازیګرکیدونوټول له خپلوکورنونه دلوبوله سامانوسره راووتل اورنګارنک لوبې به یې کولې نجونو به یوې خوا لوبې کولې او هلکانو به بلې خوا لوبې کولې لویانو به چې دا حالت لیدلونو خپل وړکتوب به یې په یادیدو.

په دې کلي کې دوه انډیولان وه، چې دواړه سره همزولي هم وه، یو یې سلیمان اوبل یی نوید نومیده.

نو کله چې به سلیمان ته یې پلارکوم نوی د لوبو سامان واخیستو نورو ماشومانو او نوید ته به یې ښوده چې زه خوداسې ښکلي اونوي د لوبو سامانونه لرم او د تاسو زاړه دي، بیا نوید به چی کورته ولاړ نو خپل مور او پلارته به په ژړا شو، چی ماته به هم نوي د لوبو سامانونه اخلئ، ټولو ماشومانوته یې موراوپلارهرڅه اخلي نوتاسې یې ماته نه اخلۍ او ترهغه چی به یې ورته نه وواخیستی نونوید به لوبې نه کولی، ډوډۍ به یې نه خوړله اوتل به خفه و.

 پلاربه یې هم مجبوریده چې ورته یې واخلي او نوید خوشحاله شي اوکله به یې چی ورته یونوی دلوبو سامان راوړو بیا به ډیر خوشحاله شو او نوروماشومانو ته به یې ښوده.

یوه ورځ د سلیمان پلار سلیمان ته یوه وړه دلوبو تفنچه راوړله اوسلیمان ته یې ورکړه سلیمان ډیرخوشحاله شو او په منډه منډه ولاړد نوید دې کره چې نوید ته خپله نوې تفنچه وښیي.

  کله چې سلیمان د نوید د کورته ورسیدنو نوید ته یې وویل چې ته وګوره پلارمې ماته څومره ښکلې تفنچه راوړی ده ، کله چې په کې دا وړې پلاستکي مرمۍ واچوې نوداسې ښه دزې کوي چې ان مرمۍ یې لرې لری ځایوته رسیږي، نو ته دې هم پلارته ووایه چې داسې تفنچه درته راوړي، چې بیا به په ګډه لوبې وکړو. نوید وویل سمه ده زه مې هم پلارته وایم چې همداسې تفنچه راته راوړي چې په ګډه لوبې وکړو.

نوکله چی سلیمان ولاړ نوید ډیرخفه وو،چی زه ولې وړه تفنچه نه لرم مورې ورنه پوښتنه وکړه، چې نویده زویه ولې ناروغ خوبه نه یې چې داسې خفه ښکارې نوید ورته وویل.

 چی نه ناروغ نه یم سلیمان ته یې پلارداسې ښکلې وړه پلاستیکي تفنچه راوړې ده، وړې واړې مرمۍ لري او ‌ډزې هم کوي پلارته مې ووایه چې ماته یې هم واخلي که نه بیا زه نه ډوډۍ خورم اونه بیا لوبې کوم.

 مور یې ورته وویل چې زویه یوبل شی به درته د ښارنه راوړي تفنچه باندې څه کوې خدای مکړه ځان به پرې ژوبل کړې ورنه تیرشه، موټرک به درته راوړي.خو نوید وویل چې نه که راوړي نو تفنچه دې راوړي که نه نو زه بل شی نه غواړمه .

او هر وخت به یې ژړل چې ماته تفنچه واخلۍ اخر پلاریې مجبوره شو چې ښارته ولاړشي اویوه پلاستیکي تفنچه ورته راوړی نو نوید، چې وړه تفنچه ولیده ډیر خوشحاله شو او سم دستي یې پې ډزه وکړه چې وګوري ایا دا تفنچه دزې کوي که نه ، ډزه یې چې وکړه ګوری چی ډزه کوی نو ډیر خوشحاله شو نو ورغی اوسلیمان ته یې وویل چې ما خوهم دادی واخیسته نوکله به لوبې وکړو؟

سلیمان ورته وویل چې راځه دوه ډلې به شو یوه ډله به ستا وې اوبله به زما وي دواړه به جنګ وګړو چې څوک لوبه ګټي. نوید هم قبوله کړه اودوه ډلی شوې لوبه یې شروع کړه او په یو بل باندې به یې په پلاستیکې تفنچه ډزې کولې، نول وبه ښه ګرمه شوه اوټولو ترینه ښه خوند هم واخیست .

دوی چې په یو بل ډزې کولې نو یونا څاپه یوه پلاستکي مرمرمۍ د یو هلک په سترګه کې ولګیده اوسترګې نه یې اوښکې روانې شوې سترګه یې په درده شوه هلک په ژړا شو او په چغو یې شروع وکړه، سلیمان او نوید هم ډیرورخطا شویي وو چې دا څه وشول ټول هلکان خپلو کورنو کې پټ شول نوکله چې دهلک مور خبره شوه نو د نوید دې کورته راغله او نوید ته یې وویل چې ولې دې زما زوی ژوبل کړی دی؟

نوید باندې یې ډیرې چغې ووهلې چې که زما د زوی سترګه ړنده شوی وای بیا به مې څه کول تاسې ولې داسې لوبې کوئ؟ چې په هغه کی هم تا اوهم نوروته زیان رسیږي.

 د نوید مورهم نوید باندې په غوصه شوه  اوورته یې وویل ،چې ما خوتا ته دا خبره کړې وه چې داسې لوبه او داسې د لوبوسامان باندې لوبې مه کوئ چې په هغه کې ټولوته زیان رسیږي.

 نوید هم ډیر ویریدلی و چې دا څه وشول او ډیرپیښمانه هم و نو د خپلې مورسره یې وعده وکړه چې بیا به داسې لوبې نه کوي، خپله پلاستکي تفنچه یې هم وغورځوله او د لوبو د خطرناکو سامانو سره له لوبو کولو هم توبه وکړه.

نورو نو کیسه ولاړه پورته او زه ولاړم کورته!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.