د ويټامن ډي د کمښت نښې

629

په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي:

د هډوکو فریکچر یا ناثابته کېدل: دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او د په تګ کې د ستونزو لامل کیږي.

د هډوکو زیات ماتېدل: هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډير څرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا د فریکچر یا (اوسټیوپورسس) ته اشاره کوي.

په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي، خپګان، د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي.

دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسان چې د ویټامن ډي کچه یې پوره وه په شکر ناروغۍ دویم ډول د اخته کېدو خطر یې کم و.

د ویټامن ډي د کمښت درملنه

د ویټامن ډي د کمښت ځينې لاملونه مو وپيژندل، اوس راځو چې ددې د کمښت مخنیوي لپاره ځینې لارې غوره کړو. ویټامن ډي په اساسي ډول د ځينې عواملو لکه خوراکي نظام، عمر او د لمر وړانګو مقدار پورې اړه لري. که چیرې تاسې د ویټامن ډي معاینه ترسره کړئ، او پایله وښيي تاسې ددې له کمښت سره مخ یئ، نو تاسو او ستاسو حالت لپاره مناسبې لارې وړاندیز کیږي تر څو دغه کمښت پوره کړئ.

بدن مو څومره ویټامن ډي ته اړتیا لري؟ ددې کچې معلومولو لپاره د روغتیا وزارت د رژیم پوره کونکي وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

۱۰ مایکروګرامونه تر ۱۲ میاشتو پورې

۱۵ مایکروګرامونه د یو کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې

۲۰ مایکروګرامونه له ۷۰ کلنۍ څخه پورته.

په لومړي سر کې ستاسې ډاکټر کولی شي تاسو ته ووایي چې څومره اندازه ویټامن ډي ته اړتیا لرئ، او څنګه کولی شئ ددې کچه لوړه کړئ. ممکن ډاکټر تاسې ته لمر ته د کیناستلو، سپلیمنټ اخیستلو یا حتی د بدیل خوراک سپارښتنه وکړي.

ځینې خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي لري په لاندې ډول دي:

د ماهي ځينې ډولونه، په ځانګړي توګه غوړ لرونکي ماهیان لکه (سلمون او میکریل).

د هګۍ ژيړ

د پنیر ډولونه

کاکاوي تولیدات

د لبنیاتو محصولات او ځینې شربتونه لکه د مالټې جوس.

اوس موږ د ویټامن ډي د کموالي نښې او ددې د درملنې لارې وپيژندلې، نو تاسو کولای شئ د هرې لارې ګټه پورته کړئ، لکه ځانګړی خوراکي رژیم چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري او یا لمر ته کیناستل غوره کړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.