(فروید (نابغه ارواپوه

720

نن د مې شپږمه چې د ارواشننې د سرلاري زېګمونډ فرویډ لۀ زوکړې سره برابره ده، کۀ څۀ هم هغه پۀ فرایبرګ موراوایا کې زېږېدلی او پۀ لندن کې وفات شوی خو هغه پۀ ویانا پورې تړلی ځکه شاوخوا اتیا کاله یې هلته ژوند کړی.

سره لۀ دې چې فرویډ پۀ ۱۸۸۱م کال کې لۀ ویانا پوهنتون څخه د طب سند ترلاسه کړ خو هېڅکله یې ونۀ غوښتل چې طبابت کې کار وکړي د هغۀ علمي سفر پۀ هسټریا ناروغانو کې د مقناطیسي خوب د میتود لۀ زده کړې وروسته پیل شو فروید پۀ دې هم اکتفا ونۀ کړه او پۀ ورته وخت کې یې لۀ جوزوف څخه د ناروغ د غږولو تګلاره زده کړه او ورو ورو یې پرمختګ پکې وکړ لۀ همدې وروسته پۀ ارواشننه کې د فرویډ څېړنې پیل شوې.

فرویډ هېڅکله داسې نۀ ګڼله چې ګواکې کار یې تمام شوی دی بلکې تل د نویو مواردو د راسپړلو پۀ هڅه کې وو، د بېلګې پۀ توګه هغۀ پۀ ۱۹۲۰م کال چې شاوخوا ۷۰ کلن وو خپلې ټولې نظریې بیا نوې کړې.

فویډ د شلمې پېړۍ یو نۀ تکرارېدونکی ارواپوه وو چې پۀ ارواپوهنه کې یې د ارواشننې پۀ نوم ځانګړی مکتب منځته راووړ پۀ ارواپوهنه کې د هغۀ نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې د هېرېدو نۀ دي.

دې نابغه ارواپوه پۀ ۱۹۳۹م کال کې پۀ انګلینډ کې لۀ دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.