چې رایاد شي د نیمګړي ژوند کلونه
په ګریوان مې ځي د اوښکو امیلونه
ژوند یو څرک وو د بریښنا په منډه تېر شه
بیرته نه ګرځي په شا تللي وختونه
د ژوند هیلې مې شوې پاتې پوره نه شوې
په ارمان يي که هرڅو مښم لاسونه
کاشکې ژوند یو ځلې بیرته ګرځېدای شوای
څو پوره وای، ټول نیمګړي ارمانونه
په څرخه کې مې پڼۍ رېشلې نه ده
بې رېشلو پڼۍ پاتې امبارونه
فلک څرخي پخپل میل باندې بېغمه
دا خو موږ یوو چې په زړه ګالو غمونه
زړه مې دا غوښتل چې هسې بنسټ جوړ شي
چې اینده نسل پرې جوړ کړي تعمیرونه
زه له پیله د سمون فکر کې ډوب وم
زما هیله وه له ژونده بدلونونه
ځان او زړه مې وو د ولس سره تړلی
په دې هوډ وم چې راویښ کړمه ولسونه
په دې لاره کې مې ژوند او ځوانې لاړه
قرباني مې په دې لار کړل هوسونه
نه په نجونو، نه په وړکو پسې لاړم
نه مې ښکل کړل د چا شونډې، نه مخونه
نه د سرای، نه د بنګلې په مینه مست شوم
را نه پاتې د پلارځمکه جایدادونه
د تقوی، مبارزې ژوند مې پيشه کړ
د چړچو له ژوند مې ووینځل لاسونه
د خپل تېر ژوندون په هره شېبه ویاړم
نه د چا په وینو سره مې دي لاسونه
سر مې دنګ لکه د غر دی په خپل ولس کې
پر اوږو مې د چا بار نه دي پورونه
که څه ویاړ دی د چا ژوند کې خو پاکي ده
که پاکۍ نه وي، بیا نشته دی ویاړونه
بل ته ژوند یوه صحنه د چړچو ښکاري
د چړچو په پار يي خرڅ کړل ایمانونه
د ناموس او د عفت په خرڅلاو يي
له پخوا ځنې پرانیستي دکانونه
قام، وطن ورته متاع د خرڅانه ده
جوړوي يي خرڅلاو ته پلانونه
بیا هغوی چې د مذهب و دین دعوه کړي
د الله په نوم يي لوټ کړل خپل ولسونه
بل جهان کې د جنت زیری په ورکړه
جوړ يي دلته په دنیا کړل دوزخونه
د شېدو مستو ویالې ورته په خیال کې
یا د شاتو او شرابو بوتلونه
په دغسې شان وعدو يي ولس محروم کړ
ځلوي ورته د دروغو جنتونه
زه د داسې یو مهال په پیر کې راغلم
چې په خپور تورتم کې مړه ول څراغونه
هرې خوا ته د پیریانو او دیوانو
پاچاهي، حکمراني، سلطنتونه
د پیریانو او دیوانو په ستاینه
افسانې، جوړې قصې وې او نقلونه
د کوډګرو بازار تود وو په هر لوري
د جادو پکې خپاره ول وزرونه
د شیشکو غضبي سترګو له ډاره
تښتېدلي ول د شپې د ولس خوبونه
ولس په داسې یو مرګوني خوب ویده وو
چې د چا له خولې وتی نه شول اهونه
قل قلو ته یو ملا پکې بیدار وو
چې مدام يي د مرګي کړل صفتونه
د مارانو، لړمانو په قصو يي
له وګړو يي ویستلي ول بوټ زړونه
د دوزخ او جهنم په ترانو يی
تر ډیریو خاورو لاندې کړل نسلونه
د تور تم او جهالت په داسې پیر کې
د رڼا په پار مو بل کړل څراغونه
د ويښتوب او د پاڅون هڅې مو پیل کړي
زموږ څیرې شول دې لار کې ګریوانونه
څو چې ژوند وي د رڼا په لار به درومو
د بدلون په لار به اخلو قدمونه
د خپل ولس په نیکمرغۍ او سوکالۍ کې
لا نیولي مو په لاس کې خپل سرونه
Comments are closed.