د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: کومې ښځې که حجاب ونه کړي، احضار او بندیانې به شي

525

دعوت میډیا ۲۴( شنبه/۱۷ ثور/۱۴۰۱): د ا.ا.ا د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن ورځ په خپلې نوې تګلاره کې ویلي، چې حجاب فرض او ضرور دی او باید ټولې ځوانې ښځې یې مراعات کړي. دغه وزارت یادونه کړې،چې د هېواد ۹۹ فیصده ښځې حجاب کوي، پاتې نورې یې هم باید عملي کړي.

یاد وزارت د حجاب د عملي کولو لپاره ۲ قدمونه په لار اچولي دي چې په لومړي قدم کې به د رسنیو او منبرونو له لارې د حجاب ګتې بیان او د بط حجابۍ زیانونه به خلکو ته وښودل شي. همدا ډول په هغو ځایونو کې چې ډېر خلک جمع کېږي په اعلاناتو په ډول به په دېوالونو لنډې جملې چې د حجاب په اړه وي ولیکل شي.

دویم قدم بیا په شپږو برخو کې ځای په ځای شوی دی، چې په اوله کې یې راغلي: د بې حجابه مېرمنو کورونه به په نښه شي او د هغو سړیو ته به توصیه او تنبیه وشي. د همدې قدم په دویمه برخه کې بیا راغلي که چېرط ښځې بیا هم حجاب ونه کړي نو د یاد وزارت ریاست ته به احضار کړل شي.

د دویم قدم په درېمه برخه کې بیا راغلي چې د احضار څخه وروسته به ښځې درې ورځې حبس کړل شي او که چېرې د امارت کې کارکوونکي ووسي او حجاب ونه کړي نو د وظیفې څخه به لرې شي.

د یاد په دغې نوې تګلاره کې یادونه شوې، چې که د هر کارمند چې د امارت سره دنده لري او د کور ښځې یې حجاب ونه کړي نو دغه کارکوونکی به خپله دنده د لاسه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.