په قرآنکریم کي د شل ډوله زړونو يادونه شوې ده

عارف خان

1,202

8 اته ډوله زړونه روغ دي او 12 دوولس ډوله زړونه په بېلابېلو مرضونو اخته زړونه دي ! راشئ چې خپل زړه پکښي پیدا کړو .

①  القلب السّليم : سلیم زړه:یوازي الله تعالي ته مخلص زړه ، هغه چې له كفر ، نِفاق او هر ډول رذيله صفاتو څخه تش او پاک وي .

  إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ . [ سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 89 ]

②  القلب المنيب : منيب زړه : هغه زړه چې هر وخت الله تعالی ته په توبه را ګرځي ، او د الله تعالی اطاعت كوونكی وي .

مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ .

        [  سُوۡرَةُ قٓ : 33 ]

③  القلب المخبت : مخبت زړه : الله تعالي ته خاضع ، غاړه ايښودونكی او له سکون څخه ډک زړه .

  فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ . [ سُوۡرَةُ الحَجّ : 54 ]

④  القلب الوجل : وېرېدونكی زړه : هغه زړه چې هر وخت له الله تعالی څخه په وېره کي وي ، چې الله تعالی به ورڅخه نېك عمل قبول كړي كه نه ؟ او د الله تعالی له عذاب به نجات ومومي كه نه ؟

 وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ .

                  [ سُوۡرَةُ المؤمنون : 60 ]

⑤ القلب التقي : تقي زړه : هغه زړه چې د شعائرالله له تعظيم او عظمت څخه ډك وي .

ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ .

       [ سُوۡرَةُ الحَجّ : 32 ]

⑥ القلب المهدي : هدايت موندونكی زړه:هغه زړه چې د الله تعالی په قضاء راضي او اوامرو ته يې تسليم وي . وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ . [ سُوۡرَةُ التّغَابُن : 11 ]

⑦  القلب المطمئن : مطمئن زړه : د الله تعالی په توحید او ذکر ، له سکون څخه ډک زړه .

 وتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّه . [ سُوۡرَةُ الرّعد : 28 ]

⑧  القلب الحي : ژوندی زړه:هغه زړه چې د الله تعالی له هغو مثالونو يې پند او عقل اخیستی وي چې د بېلابېلو امتونو د ګناهونو په اړه يې اورېدلي وي .

 إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ . [ سُوۡرَةُ قٓ : 37 ]

◀ پروردګاره ! زموږ زړونه د لوړ لیکل شوو زړونو څخه وګرځوې او له لاندي لیکل شوو زړونو څخه مو مه ګرځوې .

⑨  القلب المريض : مريض زړه : هغه زړه چې په بېلا بېلو مرضونو لکه ( شک ، نفاق ، فجور او د حرامو په شهوت ) اخته وي .

  فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ . [ سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 32 ]

⑩ القلب الأعمى : ړوند زړه:هغه زړه چې حق نه درك كوي ، نه اعتبار وركوي ، او له حق كتلو يې سترګي پټي وي او بلكل ورګوري نه .

 وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 46]

⑪  القلب اللاهي :.په لهو او چټیاتو اخته زړه:له قرآن څخه غافل ، د دنیا په باطلو شهواتو اخته او له عقل څخه کار نه اخيستونکی زړه .

  لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ . [ سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 3 ]

⑫  القلب الآثم : ګناهکاره زره:هغه زړه چې حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي . وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ . [ سُوۡرَةُ البَقَرَة : 283 ]

⑬  القلب المتكبر : مغروره او كبرجن زړه : د الله تعالی له طاعت او توحيد مخ اړونكی کبرجن او په ظلم او له الله سره په سخته دوښمنۍ اخته زړه .

  قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ . [ سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 35 ]

⑭  القلب الغليظ : سخت زړه : هغه زړه چې نرمي ، پوستوالی ، عاطفه او رحمت پکښي نه وي .

وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ

[ سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159 ]

⑮  القلب المختوم : مُهر سوی او ټاپه شوی زړه : چې نه هدايت اوري او نه يې ورباندي عقل كار كوي .

وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ . [ سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23 ]

⑯  القلب القاسي : قاسي ( ډېر كلك ) زړه : بلكل ايمان اخيستو ته نه نرمیږي او نه پکښي د ايمان ريښې ځغلي ، او د الله تعالی له ياد او ذكر څخه مخ اړوي . وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً . [ سُوۡرَةُ المَائدة : 13 ]

⑰  القلب الغافل : غافل زړه : هغه زړه چې د الله تعالی د ياد او ذكر پر ځای او د الله تعالی د اطاعت پر ځای ورباندي د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي . وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا . [ سُوۡرَةُ الکهف : 28 ]

⑱ الَقلب الأغلف :.پوښل شوی زړه:هغه زړه چې داسي کلک پوښل شوی وي ، چې د نبي عليه الصلاة والسلام خبره او وينا ورته بلكل ور ننوتلای نه شي . وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ . [ سُوۡرَةُ البَقَرَة : 88 ]

⑲  القلب الزائغ : له حق څخه بل خوا ته مائل زړه .

 فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ . [ سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 7 ]

⑳  القلب المريب : په شک اخته زړه:

 { وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ . [ سُوۡرَةُ التّوبَة : 45 ]

اې زموږ مهربان ربه ﷻ ! زموږ زړونه د هغو لوړو 8 اتو زړونو څخه وګرځوې  . آمین یارب العالمین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.