هند د افغانستان د کرنیزو تولیداتو له پاره معافیت یو کال غځوي

512

هند د افغانستان د کرنیزو تولیداتو له پاره ځانګړی معافیت د یو کال له پاره وغځوي.

۲۱ غویی ۱۴۰۱

نوی ډهلی – هند

په هند کې د افغانستان اصلي کرنیز توکي چې د سوداګرۍ په موخه هند ته صادریږي باید د ځانګړو کرنیزو قواعدو له مخې پروسس شي. افغانستان د میتایل بروماید کیماوي مادې د نه شتون له امله نه شي کولای چې د کرنیزو صادراتو (له آفت څخه د خوندیتوب) مهم معیار تر لاسه کړي. له همدې امله هندوستان له تیرو څو کلونو راهیسي د لنډ وخت له پاره په خپلو قوانینو کې ځانګړی معافیت منظوروي، چې زیاتره وخت دا بهیر په میاشتو وخت نیسي او زموږ سوداګر له زیانونو سره مخ کیږي.

سږ کال دا ځانګړی معافیت په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د وړاندیز له مخې د یو کال له پاره وغځېد، اوس سوداګر کولای شي چې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې تر ۶مې نیټې پورې له دې ځانګړي معافیت څخه ګټه پورته کړي. په هند کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلي فرید ماموندزي په تیرو شاوخوا نهو میاشتو کې د افغانستان له سوداګرۍ او سوداګرو سره د هند د ځانګړو همکاریو له امله مننه وکړه. نوموړي وویل چې هند او افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ تاریخي ریښي لري او د دو ملتونو ترمنځ د سوداګرۍ دوام د خلکو په منځ کې د غربت د له منځه وړلو او رغنده بوختیاوو په رامنځته کولو کې زیاته مرسته کړې ده.

هند د افغانستان د کرنیزو تولیداتو له پاره لوی مارکیټ دی، په تیرو څو کلونو کې د دې سوداګرۍ کچه تر یو نیم میلیارد ډالرو نیږدې شوې وه. په هند کې د افغانستان د سفارت هڅه دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې دا ستر سوداګریز مارکیټ زیانمن نه شي او د افغانستان کروندګر او سوداګر د پخوا په شان له دې لارې خپلو راکړو ورکړو ته دوام او پراختیا ورکړي.

د یادونې  وړ ده چې د هند د کرنې وزارت اړوندې څانګې د یوې ځانګړې ابلاغیې په ترڅ کې مربوطه بخشونو ته د دې معافیت له غځیدو څخه خبر ورکړی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.