لیوني چې تېښته وکړه

لیکوال: عزیزنسین ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

1,348

غوښتل مې له « امین اونو» نه « کاراکوي» ته ستون شم… همدا چې د پل سر ته ورسیدم، یوه چېغه مې واوریده: ويې نیسئ… مه يي پریږدئ چې وتښتي… ساتونکو په منډو پیل وکړ. چېغې او ځوږ جوړ شو…خلک له یوې او بلې خوا را توی شول… ټوله له یوه او بله پوښتنه کوله څه خبره ده…؟څه پیښ شوي دي…؟یو لیونی له سپاهیانو وتښتیدو!« لکه چې د عسکرو کار هم همدا دی لکه څرنګه چې يې زړه غواړي… یو وخت يي نیسې! یوبل وخت بیا ورته تیښته ورکوي!…هغه ښاغلی چې زما خواته نږدې و. وویل: – ته او خدای د دې هوښیارانو ننداره وکړه… دا څه پيرې کوي؟  اوس دې هم خدای لیونیانو ته خیر ورکړي. تر دوئ خو صالح دي. ورته وګوره څرنګه څنګه په بیړه بیړه پورته خیژي؟!… هغه ته مې وکتل… نه پوهیدم په ځواب کې يي څه ورته ووایم. یوازې مې شونډې د موسکا په ډول ورته بوڅي کړي. یوبل سړی چې زموږ له خوا تیریدو، وویل:ـ داسې مې اوریدلي دي چې دا لیونی ډیر خطرناکه دی… تر اوسه يي څلور کسه وژلي دي… زه له هغه ښاغلي سره روان شوم… هغه د لیونیانوپه اړه حیرانوونکې او خندونکې کېسې کولې… خولهء يي ډیره توده وه… هم يي ښې خبرې کولي… په تیره بیا له هرې ټوکې مخکې به يي یوځل ښه په زوره، زوره وخندل. مقابل لوری به يي هم خنداوه!… یوه ټوکه يي دا وه… هغه ویل: خامخا به مو اوریدلي وي. یوه هوښیار سړي له لیوني وپوښتل: دلته د ننه څو لیونیان دي؟ هغه ورته وویل: مهرباني وکړه د باندې څوهوښیاران شته؟ له دې وروسته يي یو ښاغلی را وښود. ويي ویل: ـ دا ښاغلي یو له هغوو هوښیارانو څخه دی!هغه چا ته چې ده اشاره وکړه. ما په غور وکتل. له هوښیارو اوعقلمنو سره يي هیڅ ورته والی نه درلود… حیرانونکې او عجبه کارونه يي کول… کړه وړه يي هم عادي نه و!ملګري مې وویل:ـ د انو چا ته معلومه ده. دا بابا هماغه فراري لیونی نه دی؟!رښتیا يي ویل… هماغه په لاره روان و. خو خبرې يي کولي. لاسونه يي خوځول او اوږې يي پورته پورته غورځولي.!! کله کله به يي شمیرلې، شمیرلې په ټیټ غږ خبرې کولي. کله کله به يي بیا په لوړ غږ ښکنځلي هم کولي. په هوا کې به يي په لاس لیکې ایستۍ. په نالیدونکو غلیمانو يي د توپونو ډزي کولي!په ځواب کې مې ورته وویل:ـ لکه چې په خپله هغه دی…
ـ لکه چې څه معني، سلو په سلو کې پخپله هغه دی!
بیا مې ورته وویل:نو پولیس به خبر کړو…ملګري مې په ځواب کې راته وویل:
ـ دا یو خو نه دی… هغه بل ته وګوره؛ د هغه هم حال خراب دی!
هغه سړی چې ملګري مې را وښود… په بیړه بیړه روان و. له ځان سره يي په کړس کړس خندل. دا هم معلومه نه وه. چې ولي يي خندل.یو بل به بیا په لاره کې ودریده او په خپلو ګوتو به يي حساب کاوه. ما وویل: دا هم لیونی دی؟ـ هوکې… دا هم لیونی دی. ښايي هماغه فرار لیونی به همدا وي.؟ نو بیا خو باید پولیس خبر کړو. ملګري مې وخندل بیا يي وویل:ـ که چېرته تصمیم دا وي چې لیونیان ونیسي ، نو بیا خو به په دې کوڅو کې څوک پاته نه شي! که داسې نه ده؟  ته  دې دواړو چې زما او ستا په مخکې روان دي. خبرو ته غوږ شه. چې څه وايي! هغوئ ته مې وکتل یو يي ډیرچاغ اوبل خورا ډنګر و. د دوئ خبرې مې ښې اوریدې. هغه مزي ډنګر ته وویل: ښاغلیه ګناه زموږ ده!! دتیري کوونکو په وړاندې هیڅ غبرګون نه ښیو. ډیر راته بې تفاوته وي. ولي هرچا ته اجازه ورکړو. چې زموږ په سر خولۍ را کېږدي.؟ او جیبونه مو را تش کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.