عربستان سږ کال د حج لپاره د افغان زیارت کوونکو ونډه کمه کړې

483

عربستان سږ کال د حج لپاره د افغان زیارت کوونکو ونډه کمه کړې

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو د ونډې یا سهمیې د کمېدو خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، سعودي عربستان سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو ونډه کمه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني د پنجشنبې په ورځ مونږ ته وویل، چې سږ کال به له افغانستانه سعودي عربستان ته ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سفر وکړي.

هغه وايي: “سږکال چې څومره حاجیان سعودي ته ځي شمېر یې ۱۳۵۸۲ تنه دی، هغه هم د دې لپاره چې لا هم د کرونا ویروس ګواښ شته د ټولو هېوادونو سهمیه کمه شوې.”

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د مسوولینو په خبره د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو هر کال شاوخوا درې میلیونه وګړو د حج په مراسمو کې ګډون کاوه خو سږ کال سعودي عربستان دا شمېر یو میلیون ته راټیټ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت ویاند مونږ ته دا هم وویل، چې سعودي عربستان دوی ته ویلي حج ته تلونکي ټولو کسانو باید د کرونا ویروس ضد واکسین لګولي وي.

نوموړي که څه هم د حاجیانو د لګښتونو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، چې وضعیت ته په کتو به د تېرو کلونو په پرتله لګښتونه لوړ وي.

د یادونې ده، چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې به هر کال له افغانستانه ۳۰۰۰۰ زره کسان د حج مراسمو د ادعا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل او د یو حاجي د حج لګښت له ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو زیات و.

سعودي عربستان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره ورتلونکو کسانو ته دا شرط هم ایښی، چې د حج کوونکو عمر باید له ۶۵ کلونو کم وي.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت که څه هم وايي، هم دوی ته د سعودي عربستان له لوري د افغان حاجیانو تاییدي ناوخته رسېدلې خو په خبره یې دوی په افغانستان دننه او سعودي عربستان کې د حاجیانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د دوی د حکومت د پاسپورټ ریاست او حج او اوقافو وزارت تر منځ یوه هوکړه شوې چې له مخې یې حج ته د تلونکو کسانو د پاسپورټ پروسه چټکه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.