کورونا او لنډۍ

پوهندوی آصف بهاند

580

 کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 

 نهه څلوېښتمه برخه

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

 

یوسلوشپـږدېـرشمه برخه

 

غم دې مرض د کورونا دی

چې هر وطن ته ترینه تښتم هلته وینه

 

د مسافرو لویه خدایه

یو کورونا، پردي وطن، څه به کوینه

 

کورونا لږه وي که ډېره

زه د اشنا دیدن ته خامخا ورځمه

 

د روژې او اختر د راتلو په مناسبت مې څه موده د روژې او اختر په باب راټولې کړې لندۍ خپرې کړې او د کورونايي لنډیو لړۍ درېدلې وه؛ دا دی اوس دا لړۍ بیا پیل کوم او ټولې هغه نوې راټولې کړې لنډۍ به خپرې کړم چې د کورونا په باب تخلیق شوې دي.

 

اوس کورونا ده نه درځمه

د زړه کراره چې درنکـړم تکلیفونه

 

یاره بل وخت به غاړه درکړم

په کورونا کې ډېر ضرور دي احتیاطونه

 

د کورونا باران پیل شوی

ډار مې په دې دی چې به یار ناروغه شینه

 

کورونا راغله زړه خپه شو

د کونډې زوی به لو و لور څنگه کوینه

 

د کورونا باران ورېـږي

واکسین چې نه وي، نو ژوندون تهدیدوینه

 

هوا سړه زړه مې خپه ده

د یخ موسم کې کورونا منډې وهینه

 

د مسافرو لویه خدایه

یو کورونا، پردي وطن، څه به کوینه

 

غم دې مرض د کورونا دی

چې هر وطن ته ترینه تښتم هلته وینه

 

کورونا ورکه کړې خاونده

په لومړي سر خوار و غریب حلالوینه

 

کورونا لږه وي که ډېره

زه د اشنا دیدن ته خامخا ورځمه

 

تر کورونا نه هم بدتر وو

چې ظالم یار پر زړگي راکړل ډېر داغونه

 

تگ او راتگ دې لږ درکم کړه

د ظالم زویه کورونا دې څملوینه

 

هغه له هېڅ شي نه ډارېـږي

په سخت ترینه کورونا کې هم راځینه

 

د هر موسم جلا خوندونه

چې کورونا وي د خولې خوند خرابوینه

 

د کورونا ناکاره رنځه

پټېدای نه شې سست مې ټول دي اندامونه

 

له کورونا څخه ځان ساته

وچ او لامده ټول گډووډ سره سېځینه

 

کورونا رانشې دې خوا ته

په جنجالو مو واده جوړ، گډوډ به شینه

 

شا و خوا ټوله کورونا ده

اوس د اشنا دیدن ته چېرې ودرېـږمه

 

خدایه په خپل فضل یې ساته

د مرور اشنا مې نه شته واکسینونه

 

د خپل وطن غُربت ته ژاړم

یو کورونا او بل یې لوږه زوروینه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.