د موتیف لغوي شننه

لعل پاچا ازمون

1,129

موتيف

په شعر کې موتیف د مضمون تکرار دی. مضمون د شعر ښکلاییز، بدیعي او معنوي ښکلا ده.

د موتیف (Motive)  لغوي شننه

((  موتیف له ژبې او مانا دواړو سره اړه لري،د موتیف ریښه اصلآ د لاتین کلمې Movere او Motivus څخه اخیستل شوې ده، چې مانا یې خوځښت، حرکت ورکول، انګېزه ورکول، هڅول او مجبورول ده. دا کلمه په نننۍ بڼه او کارونه، له فرانسوي ژبې څخه نورو ژبو ته ورغلې ده،چې په ټولو هنرونو( نقاشۍ، مجسمه جوړونې، معمارۍ، شعر او موسیقۍ کې کارول کېږي.)) په انګرېزۍ کې یې ( ) بولي. مانا یې هدف ده.

د موتیف اصطلاحي شننه

که د یوه شاعر په کلام کې ځینې تخنیکونه، کیسې، رنګونه، نومونه او یا نورې معنوي او مادي پدیدې بیا بیا تکرار شي او د لوستونکو توجه جلب کړي، دې ته په ادب کې موتیف وايي. یا ویلای شو، موتیف په یوه کلام کې د مضمون تکرار ته وايي.

د مضمون تکرار یعنې څه؟ مضمون په شعر کې معنوي او لفظي جوړښت دی، معنوي برخه یې محتوا ( مفکوره، نظریه)   او لفظي برخه یې بدیعي یا تخیلي صنایع ( تشبه، استعاره، سېمبول، مرسل مجاز، اسطوره، حسن تعلیل، پاراډاکس او…)  پېښې، کیسې، رنګونه، تکیه کلامونه، اصطلاحات، محاورې، کلمې، غږونه، تصویرونه، رواني حالات، موسیقت، عروضي جوړښتونه، فورم او .. را اخلي. دا ټول یو له بله سره تړاو لري.

په شعر کې د مضمون تکرار د شاعر سبک را ښيي. نو موتیف له لفظونو او ماناوو سره کار لري، په شعریت کې  مانا د کلمو یا لفظونو په اوډون کې تخییلي او تصویري بڼه ده. مانا فکر دی، په شعر کې د فکر رسولو وسیله تخیل، تصور، عاطفه، احساس او آهنګ دی.

موتیف په عامه توګه د هنر په بېلابېلو برخو کې شته. د شعر په هنر کې موتیف دا دی چې: د شاعر په کلام یا اثر کې د مضمون تکرار چې اغېز یې د لوستونکي یا اورېدونکي پام ځانته را واړوي. په موتیف کې تکرار شرط دی، که د کوم شاعر په اثارو کې یو مضمون یا معنوي او مادي پدیده خال خال راغلې وي، هغه موتیف نه ګڼل کېږي.

(( د کوم هدف لپاره چې لیکنه کېږي، همدغه مرکزي هدف یا موخه موتیف دی. تر موتیف وړاندې موتیفم نوم راځي. موتیفم په لا شعور کې د ځینو توکو ګرځول دي، کله چې دغه توکي شعور ته راځي په موتیف بدلېږي، نو موتیفم ذهني هڅه او موتیف یې وړاندې کول دي.

حمزه بابا پخپلو شعرونو کې د قومیت او ملت جوړونې مفکوره په بار بار وړاندې کړې او تکرار کړې ده. د قومیت او ملت جوړونې دغه مفکوره موتیف دی. همدارنګه دغه لوی شاعر پخپلو شعرونو کې ځینې کلمې هم په بار بار راوړې دي. د دغو کلمو انځوریزه بڼه یو له بله سره توپير لري. د کلمو بار بار راړول هم موتیف دی چې په دوی کې لمرمخی، بوړبکۍ… همدارنګه کله چې شیدا لولو، د شیدا په شعر کې بیا د حباب کلمه زیاته تکرارېږي. دا د ده د شعر موتیف دی. د غزلبول شاعر محمد صدیق پسرلي په شعر کې د سیوري کلمه په بار بار تکرار شوې ده. پر دې کلمو سربېره د دوی په شاعرۍ کې ممکن نورې کلمې هم په بار بار تکرار راغلې وي. ځینې ترکیبونه، انځورونه او ښکلاییزې خواووې د یوه لیکوال یا شاعر په پنځونو یا څېړنو کې ډېر لولو، کله چې بیا ورسره مخامخېږو ، نو ذهن ته د کارونکي، لیکوال یا شاعر څېره را تداعي کوي، دغه تداعي پخپله موتیف دی. ..))

په کلام یا اثر کې موتیفونه کله په شعوري او کله په ناشعوري توګه څرګندېږي، ځینې لیکوال او شاعران هڅه کوي چې خپله مفکوره، نظریه او عقیده په داسې کلمو، فورم او جوړښتونو کې وړاندې کړي چې هغه اغېز ښندونکي وي او په بار بار تکرار یې د لوستونکي پام ځانته را واړوي، دغه موتیفونه ور سره د هدف په توګه تصویر شي. دلته د همدغه هدف د رسولو لپاره  د مضمون له لفظي برخې( کلمې، ترکیبونه او نور ژبني جوړښتونه)  د وسیلې په توګه کار اخستل کېږي. دغه چاره کله یوازې د هدف رسولو لپاره په داسې توګه وي چې هنري کیفیت یا شعریت نه لري، کله بیا داسې هم شي چې د شاعرانه ذهنیت او کیفیت لپاره کارېږي.

خو پر دې شعوري هڅې سربېره د شاعر په ذهني تجربو کې نفسي کیفیت له ظاهري او باطني  داسې تصویر او تخییل شي چې له لاشعوره یې مزل را پیل کړی وي.

موتیف له مانا پرته د شعر د وزن او آهنګ په بڼه هم غږېږي. ځینې شاعران د شعر په برخه کې د نظم یو ځانګړی کور یا فورم چې هغه بیا ټول یو عروضي جوړښت لري، پالي، بېلګه یې کاظم خان شیدا ور کولی شو.

د شیدا د موزون شعر عروضي جوړښت پرته له څلوریزو او قطعو په یوه بڼه دی. مثنوي، غزلې، مخمس، مسدس، ترکیب بند او ترجیع بند یې یو عروضي جوړښت پالي.

هره مېسره یې چې لولئ په تونیک جوړښت کې یې څه توپیر نه محسوسوئ.

دغه عروضي جوړښتونو د کلمو په اوډون کې را منځته کېږي، نو د ځینو کلمو بیا بیا تکرار د مضمون ( لفظي – معنوي ) تکرار هم  دی.

د انسان په لاشعور کې د کایناتو او ژوند هر څه پراته دي، دغه توکي په اساطیري ژوند کې خپلې افسانې هم لري، ځینې افسانې ثبت شوي او ډېری یې نه دي ثبت شوي، خو دا چې کله هم شعور د تخیل له لارې له دغو توکیو سره مخامخېږي، نو بڼه مومي، د دغه هر غږ، کلمې او مفهوم تر شا اساطیري افسانې او روح ګرځي.

کاظم خان شیدا د شاعرانو شاعر دی، د شیدا په شعر کې ځینې مضامین او مفاهیم په بار بار تکرارېږي، مثلا: د فرهاد او شیرینې کیسه چې یوه اساطیري کیسه ده. دغه کیسه بار بار د هنري صفت، تشبېه، استعارې، سېمبول په بڼه تکرارېږي، په دې تکرار کې لفظي او معنوي ښکلا تازه کېږي.

نامور به په جهان شې تر شیرینې

که تېشه ورکړې یودم وخپل کوهکن ته

دلته کوهکن د فرهاد لپاره هنري صفت، استعاره او سېمبول دی، که کوهکن یوازې وي، نو هنري صفت  او سمبول دی. کوهکن چې کله وایو یا دا نوم اورو نو ذهن ته مې فرهاد را ځي، د فرهاد د مینې کیسه له غره سره تړلې وه، پر ده دا شرط ایښودل کېږي چې دی به  بېستون غر سوری کوي، د بېستون غر په ایران کې دی. دی دا کار تر سره کوي، مکاره بوډۍ ورځي او دروغ ور ته وايي، فرهاد هملته خپر سر په تېشه وهي. نو دلته د شیرینې، تېشه، فرهاد او غر هغه مناسبتونه دي چې ذهن ته دغه اسطوره یي کیسه تداعي کوي، دغه تداعي هم تخیل دی.  فرهاد او شیرینې دغه اسطوره یي کیسه د مضمون په توګه ډېره زیاته تکرار شوې ده. دغه اسطوره یي کیسه چې له لاشعوره د شیدا ذهن ته را غلې، د شیدا د شعر موتېف دی. همداسې د حباب، لمر او … کلمې او د ده له خوا جوړ شوي ترکیبونه لکه د افتاب کمند او … مضمون تکراروي.

دلته د شیدا دوه نورو موتیفونو ته تمېږو.

۱. حباب : حباب ته یې په وییپانګو کې لیکلي دي، پوکڼۍ، د اوبو غوړ غوړۍ، بوکۍ او د اوبو پر سر د هوا جوړېدونکې پوکڼۍ. دا د شیدا په زړه پورې موتیف دی.

په دریاب به څرنګ تر شي کام زما

چې نسکور لکه حباب دی جام زما

ـــ

درته څه وایم د دې فتنې له موجه

له فلک سره وي سم حباب د عشق

ـــ

د دریاب له سرد جوشۍ د حباب زړه چوي

شیدا قطع دې امید بویه له خپلو

۲. شمعه: څراغ، قندیل، موم یا د رڼا وسیله. شمعه هم د شیدا ډېر په زړه پورې موتیف دی، دلته به یې څو بیتونه ولولو.

عاشقي د دوو مینو صورت یو کا

مرګ د شمعې د شعلې محبت یو کا

ــــــ

د بې کس په ماتم کله چا نارې کړې

څوک په مرګ د شمعې ولیدل غمګین چا

ــــــ

افروخته یې وي محفل په شان د شمعې

چې سوخته د بل په کار کې خپل دماغ کا

حمزه شینواری د پښتو غزل سر لاری او بابا دی، حمزه هم په خپلې شاعرۍ کې د قامولۍ، ملت جوړونې، افغانیت او صوفیانه مضامین، په نویو ترکیبونو کې په بار بار په نوي رنګ کې تکرار  کړي دي او هم یې پښتني دودونو، ترکیبونو، پښتني توکیو څخه په بار بار ګټه اخستې ده، نو کله چې د پښتني ژوند ، قامولۍ او ملت جوړونې خبره را ځي، نو د حمزه نوم ورسره سم ذهن ته را شي، دغه د نوم ذهن ته را تګ د حمزه د شعري موتیفونو له برکته دی.

ما ټیټ ور ته لېمه کړل زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

ـــــ

که باده مې ده اسلام پښتو مې ظرف دی

مزه کاندي پخپل ظرف کې مشروبات

ـــــ

ما حمزه ته یثربي باده خاونده

په ښاغلې پیمانه کې د افغان را

ـــــ

تل به په لار د مېړنو سره ځم

یمه پښتون د پښتنو سره ځم

څوچې را غونډ په یو مرکز یې نه کړم

هرې تپې ته د جرګو سره ځم

حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه  د پښتون له قافلو سره ځم

لمر، سپوږمۍ او ستوري هغه کلمې دي چې زیاترو شاعرانو پر خپلې اصلي مانا سربېره په ضمني ماناوو او سېمبولیکه توګه ډېر کارولي دي، دغه کلمې په شعر کې د بېلابېلو انځورونو له مخې شاعرانه کلمې ګرځېدلي دي، لویو شاعرانو دغه کلمې په شعر کې په بېلابېلو بڼو او رنګونو له مخې داسې کارولي دي چې روح یې تازه او نوی دی. دروېش درانی یو له هغو شاعرانو څخه دی چې ده دغه کلمې په بېلابېلو بڼو او رنګونو کې داسې تکرار کړي چې مضمون یې تکرار شوی او تکرار یې ښکلا ده. دغه کلمې تر شا اساطیري روح لري.

تیارو د چا په اجازه قافلې واړولې؟

زما وطن خو د لمر کور دی د رڼا لاره ده

(۱۵: ۱۹۵)

دا ویل کېږي چې دوې خوېندې له جنته راغلې

په هغو دوو کې یوه ته یې او یوه شوه سپوږمۍ

(۱۳: ۲۴)

که سره ګډه کړي دا لمر، سپوږمۍ او ستوري رڼا

ده باندې زیاته د قران د یوه توري رڼا

+++

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا مینځي

لمر، سپوږمۍ ستوري برېښنا او څراغونه

(۱۵: ۲۱۹)

په هره اوښکه کې مو لمر ویده دی

ځپلو ویښ یې کړۍ سحر ویده دی

(۱۵: ۱۸۲)

عجبه دا نه ده چې ځې د لمر په جنګ دروېشه

عجبه دا چې د سایې زغره ده تا اغوستې

+++

د درویش په شعر کې یو لړ ځانګړي موتیفونه دي چې د ده د غزل رنګ یې برابر کړی دی. د دغو موتیفونو تر شا یو شمېر اساطیري تلمیحات هم شته چې د ده د موتیفونو ښکلا یې زیاته کړې ده. لکه څراغ یادول، د دغه څراغ تر شاه بېلابېل مفاهیم پراته دي. د څراغ بار بار یادول د مضمون تکرار دی، د مضمون دغه تکرار د درویش د سبک یوه ځانګړنه هم ده.

مخ یې څرګند دی مګر زلفې په پړوني پټې

څراغ دی بل مګر د دې څراغ لوګی نه ښکاري

له یوه بل، له بله بل څراغ بَل کړی دی موږ

چې تاریکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ

کاوه د شپې پر ضد زموږ امداد هغه څراغ

په دا څپېړې وخوړې د باد هغه څراغ

ما په دا د زړه څراغ ورسره بل کړ

ستا په مخکې وه رڼا خو دومره نه وه

 (( په اسطورو کې یو بل جادویي څراغ هم مشهور دی چې د علا الدین یا الادین څراغ یې بولي، وايي چې علا الدین په چین کې یو لټ او بې کاره زلمی و چې له کونډې مور سره یې په بېوزلۍ کې ژوند کاوه، یو وخت د افریقا د سیمې یو کوډګر علاالدین ته په درواغو وویل چې زه دې تره یم، دغه بده ورځ مې نه درباندې لورېږي، راشه چې سوداګر دې کړم. د کوډګر مطلب دا دی چې په ده باندې له یوې سمڅې څخه د ځان لپاره جادويي څراغ راوباسي. په دغه څراغ کې یو پیری دی چې هره ارزو پوره کولای شي.

علا الدین سمڅې ته ورکوزېږي، څراغ پیدا کوي او د راوتلو په وخت کې کوډګر ورته په قهریږي، له څراغ سره یې په سمڅه کې بندي کوي. علا الدین په څه چل راوځي. دی په دې نه پوهېږي چې څراغ څه کمالونه لري. مور یې غواړي چې څراغ پاک کړي. دغه وخت پیری راوځي او د امر و خدمت ورته وايي. دوی چې وږي دي، ډوډۍ یې پکار ده. پيری سمدستي ډوډۍ حاضروي. دغه پیری چې په څراغ باندې د لاس تېرولو په وخت راوځي، علا الدین د سرو او سپینو څښتن کوي او د چین د پاچا لور بدرالبدور (د سپوږمیو سپوږمۍ) ورته کېښنوي.

جادويي څراغ د انسان د ارزوګانو استعاره بللی شو. په زړه کې د ارزوګانو بله ډیوه زموږ اصلي سرمایه ده.که ارزو راسره وي نو د هڅې همت به راسره مل شي او ژوند به مو مانا او رڼا پیدا کړي خو که نهیلي شو یا برعکس ارزوګانې پوره ووینو، د ژوند د مانا رڼا به ومري او په ژوند پورې به په تنګ شو.

اوس د دروېش دراني د یوه بل څراغ رڼا))

هر څراغ ته چې کړم لاس په دې تیاره کې

په لاس راشي لاس د روي څراغ نه وي

+++

چې بل ساتو دا کوم څراغ د مینې هره شپه

د تېلو پر ځای غواړي د زړه وینې هره شپه

+++

په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او داسې

له یوه سرایه رڼا وړو تر بله سرایه پورې

+++

ښه راغلی مې په بل شوي څراغ نه وي

چې راځم ستا پر ورغوي څراغ نه وي

د دروېش په شاعرۍ کې پر څراغ سربېره دغه درې نومونه (مار، ښامار او خزانه) هم ډېر تکرار شوي دي.

چې ځوان شاعر میوند شینواري په خپل تېزس کې د همدې نومونه بیتونه د شاعر له شاعرۍ را ویستلي دي، دغه نومونه د مضمون په تکرار او بېلابېلو  تخیلي رنګونو کې  ځان را څرګند کړی دی چې د شعر مضمون یې ښکلی کړی او نوی کړی دی.

تر څو چې وږي وي دروېشه! نو دوستي یې ښه ده

پر خزانه باندې چې کېني تور ماران دي خلک

++++

دروېشه مار او خزانه دواړه له منځه لاړل

نه د وطن د بخیل سر نه یې سامان پاتې شو

++++

د ښامار وېره ده پر دوی باندې غالبه دومره

له سرو لعلونو کوي ډډه خزانه نه غواړي

++++

ماران د زلفو دې زما پر سینه باندې پرېږده

دا خزانه بې لعله و نه ګڼې، زړه لرم زه

+++

.دغه سړی و چا ته نه ورکوي لاس په لاس کې

په هر لستوڼي کې دننه ور ته مار ښکاریږي

++++

زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم

دوی وايي دروېش خو له یارانو هم نفرت کوي

ښامار یو اسطوره یي موجود دی (( ښامار افسانوي ځناور دی، د غټ مار مانا هم لري خو په دې تفاوت چې څانګونه او پښې لري او له خولې څخه یې اور بادېږي، ښامار د ظلم، زور، وحشت او حیوانیت سمبول دی، که څه هم په ځینو چیني روایاتو او افسانو کې د مثبت حیوان رول لري او یو منل شوی ځواکمن سمبول هم دی خو له لرغونې زمانې څخه ښامار په بېلابېلو افسانو کې د وحشت د سمبول په توګه حضور لري. ډېر ځله د انسان نفس هم له ښامار سره تشېبه شوی دی.

لرغونو انسانانو مار د قدرت او مقام نښه ګڼله خو کله چې یې خطرناک ثابت شو، وروـ ورو د خطر پر سمبول بدل شو.

 پخوا چې عصري بانکي سېستم او د شتمنۍ د خوندیتوب لپاره مناسب وسایل نه وو، خلکو به خپله شتمني د غرونو په غارونو، د صحرا په کندو، د کور په ځمکتلو او دالانونو کې ښخوله. داسې ځایونه به یې ورته ټاکل چې د طبیعي بدلونونو امکان پکې لږ وي او معلومې نښې ولري، مثلآ د لویو تیږو، لویو ونو او دوو غرونو تر منځ په درزونو کې به یې خپله شتمني ښخوله، بیا به همدغو خلکو یادو ځایونو ته د دې لپاره نقشې جوړولې چې که دوی ته په کوم سفر کې خطر  پېښ شي یا مړه شي چې د کورنۍ نور غړي یې دغو خزانو ته لاسرسی ولري. دولتي مامورینو به مالیات، غلو او رهزنانو به د غلا مالونه او شتمنو خلکو خپله شتمني په یاده فضا کې خوندي کوله، دوی به خپلو ښخو شوو خزانو ته داسې پېچلې نقشې طرحه کولې، چې هر څوک پرې نه پوهېدل او ترې چاپېره به یې موانع هم اېښودې چې بېګانه خلک په اسانه ور و نه رسي. په خزانو کې به معمولآ طلا وه، ځکه چې پخوا راکړه ورکړه په طلایي سکو تر سره کېده.  په روایتونو، افسانو او اسطورو کې مشهوره ده چې پر خزانو به یې طلسمي مار کېنولی و، چې له ډاره به یې څوک خزانو ته نه شو ورنژدې کېدای، دا مار به په تیږه یا لرګي حکاکي شوی و او یا به مار ته ورته لرګی یا پړی اېښودل شوی و، تصور دا و چې که څوک دې خزانې ته نژدې کېږي نو مار راژوندی کېږي او چیچي یې.  رحمت الله درد ویلي دي.

درد چې دې لوټله خزانه د مخ

ستا د تورو زلفو ماران چرته وو؟

یا د دروېش بیت:

په داسې خلکو پسې کور ته ښاماران هم راځي

خوشحالي مه کوه په دې چې خزانه دې راوړه

یو روایت دا هم دی چې، په کومه ځمکه کې چې طلا ښخه وي، تر نورې هغې ګرمه وي، علت یې دا دی چې له ښخې شوې طلا د وخت په تېرېدو سره یو ډول ګاز پورته کېږي، د دې ګاز په سبب د خزانې د سر ځمکه تر نورې هغې ګرمه وي. همدا دلیل دی چې ډېر ځله د ښخې شوې طلا پر سر واوره نه پاتې کېږي، ژر وېلې کېږي. مار چې د سړې وینې لرونکی حیوان دی، په ګرم ځای کې خوښ وي، د خزانې د سر ځمکه د مارانو د نسل د ډېرېدو او ښه ژوند د تېرېدو لپاره بیخي مناسب ځای وي، ځکه خو چې کله ماران د خزانو پر سر ور برابر شي هماغلته پاخه اړوي.پخوانو به داسې هم کول چې یوه یا څو جوړې ماران به یې د خپلو خزانو پر سر کېنول، چې څوک یې خزانې و نه لوټي. لوټماران به د مارانو له ډاره خزانو ته نه شوو ورنژدې کېدای.

ځالې د مارانو دي هر خوا ته ویرانې ښکاري

ما ته په دې ځمکه کې دننه خزانې ښکاري

++++

د مار او خزانې له دې تناسبه شاعرانو پوره ګټه اخیستې، د تشبېه، استعارې، سمبول او … په ډول یې د دې یادونه کړې او د خپل وخت مسایل یې پرې تشرېح کړي دي. ))

رنګونه هم د شاعر په شعر کې موتیف کېدای شي، ځکه د رنګونو په تکرار سره د شعر روح نوی او تازه کېږي، هر رنګ ځانته یو اساطیري ښکلاییزه کیسه او دودیزه بڼه لري، رنګونه زیاتره سمبولیکه بڼه لري، د درویش په شعر کې رنګونه هم ډېر کارېدلي دي، تور، سپین او … دغو رنګونو د درویش د شعر روح او مضمون تکرار کړی دی چې په دې تکرار سره د شعر انځور نوی شوی دی. تور او سپین رنګونه پرته له دې چې رنګونه دي نور مفاهیم هم دي، همدغه نور مفاهیم یې سمبولونه او اسطوره یي روح لري، همدغه روح موتیف دی. دغه هر رنګ د ارواپوهنې له مخې بېلابېل مفاهیم لري، دغه مفاهیم شعر ښه را څرګندولی شي.

دلته ماښام تل د ماتم په تور لباس کې راځي

دلته سهار وي د کفن غوندې رڼا اغوستې

( ۱۵: ۱۹۶)

ما ویل بیا دې توره بخته خاوند مه راوله

ده ویل راغلم او په شکل د بېلتون راغلمه

ګوندې بېلتون د ښکلي یار مې لکه اوښکه سپین کړي

په نزدېکت کې خو یې تور تر تور کجل پاتې یم

نه مې خپل مخ دی لیدلی، نه به ستا څهره سهي کړم

تور زندان لره هېنداره او څراغ درسره راوړه

په راتګ دې توره بخته دروېش نور په تیارو پټ شي

ځان څه سپین کړه له دې واره او څراغ درسره راوړه

++++

شوې مې له زړه څخه رابېلې څنګه سپینې اوښکې

دا توره تیږه د یار غم کړه شاید سپینه آخر

++++

دا ستا له ما تور شوی زړه به هغه سپین کړي بېرته

ستا په بارخو کې چې له سپینو سره، سره ګډوي

++++

ځواني له سړي یوسي تور وېښته له سړي واخلي

کرار کرار لګیا وي، وخت هر څه له سړي واخلي

ماخذ

ازمون ،لعل پاچا.شعر پوهنه د افغانستان علومو اکاډمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.