ملاريا يوه پرازيتى ناروغى ده چى د پلازموديم پروتوزوا پواسطه منځته راځي اود مونٿ انافيل د چيچلو پواسطه انسان په ملاريا اخته کيڔي. اوپه مبتلا شوى شخص کي د کمخونۍ , تبى , لړزى ,اود تورى د غټوالى لامل کيڔى.
د ژوند دوران ( Live Cycle )
1- کله چى د مونٿ منتن انافيل پواسطه يو څوک وچيچل شى نو د انافيل په لاړو کى دملاريا سپورزوئيت شته اود چيچلو په ذريعه سپورزئيتونه دانسان د وينې دوران ته داخليڔى .
2 — سپورزئيتونه د وينى دوران څخه وروسته په جيګر حمله کوى . هلته تکٿر وى اود تکٿر په پايله کي په شايزيت بدليڔى . او دا مرحله د pre Erythrocytic مرحلى پنوم ياديڔى .او بيا دشايزيت د چاوديدو څخه وروسته په زرهاوو سپويزئيت آزاديڔى البته د وينى دوران ته .
3 – دوينى په دوران کي سپوروزيزيتونه په RBC کي ډير شى پړسيڔى او چوى . يعنى انفجار کوى اوپه زيات شمير سپوريزئيتونه وينى دوران ته ازادوى اود منتنو سپوريزئيتونو د آزاديدو څخه شخص ته تبه او لړزه پيدا کيڔى .
4 — بعضى سپوريزئيتونه نور RBC تر حملى لاندي نيسى . کوم چى په ِGametocytes باندي بدليڔى .
5 — کله چى دا منتن شخص اوس د مونٿ انافيل غوماشى پواسطه وچيچل شى دا ګميسايتونه يي هضمى سيستم ته داخليڔى. اود ماشى په هضمى سيستم کى القاح صورت نيسى اود بالاخره ور څخه سپورويزئيت د ماشى په لاړو کى ذخيره کيڔى .
د پلازموديا ډولونه کوم چى د انسان په بدن کى د ملاريا د توليد باعٿ کيڔى :
1 — Plasmodium Falciparm ( PF ) — پلازموديم فليسفورم
2 — Plasmodium Vivax ( PV ) — پلازموديم وى واکس
3 — Plasmodium Ovale ( PO ) — پلازموديم اوويل
4 — Plasmodium Malaria ( PM ) — پلازموديم ملاريا
له دى جملي څخه دوه ډوله يى په افغانستان کى موجود دي ( PF او PV ) او نور دوه Po او PM په افغانستان نشته .
نښى نښانې :
لوړه تبه
لړزه
خوله کول
د سر شديد درد
د ټول وجود درد
استفراق ( قى ) کول
اسهال
وچ ټوخۍ
مخينوى
د ملاريا ضد درمل استعمالول
د ډنډونو لمنځه وړل
د حفظ الصاحى مراغت کول
د دوا پاشى کول د اوړي په موسم کي
د پشخانو استعمالول د اوړى په موسم کي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.