طالبانو د وایس نیوز خبریاله له افغانستان څخه وایستله

412

طالبانو د Vice News خبریاله له افغانستان څخه وایستله

طالبانو یوې امریکایي-کاناډایي رسنیزې ډلې ته د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) امر کړی چې سمدستي له افغانستان څخه ووځي او دغه لویدیځه رسنۍ یې “د ښځو د حقونو په هکله د ناسمو” رپوټونو په خپرولو تورنه کړې ده.

د’Vice News ‘  خبریالې ایزوبل یونګ چې اصلي مقر یې د امریکا په نیویارک ښار کې دی، ویلي دي چې “طالبانو مونږ ته خبر راکړی چې هغوی مونږ ته د فلم اخیستلو اجازه نه راکوي. هغوی [طالبانو] مونږ ته امر کړی چې له خپل هوټل څخه ونه وځو او سمدستي له افغانستان څخه ووځو.هغو د ښځو د حقونو او امنیتي اندیښنو په اړه زمونږ په رپوټ کې مشکلاتو ته اشاره کړې ده. د [افغانستان] له ترک کولو څخه په ژوره توګه ناهیلې یم.”

میرمن یونګ په خپله رسمي ټویټر پاڼه د ناسم رپوټ د پرابرولو په هکله د طالبانو تور ته په اشارې لیکلي چې “دا واقعیت نلري. همونږ تل خپل ناپیليتوب ساتلی او هیڅکله له مونږ ندي غوښتل شوي چې د خپل رپوټ په اړه شواهد وړاندې کړو. مونږ له کومې پوښتنې پرته وایستل شو.”

د طالبانو یو مقام محمد جلال، د میرمن یونګ د ټویټ په غبرګون کې لیکلي چې “د  Vice News رسنۍ ډلې ته د اجازې د ردولو دلیل د ناسم رپوټ خپرول او د جدي تورونو په اړه د شواهدو په وړاندې کولو کې ناکامي ده. ایستل یې [ددې رسنۍ] د بشري منابعو سره هیڅ اړیکه نلري. مونږ له خبریالانو غواړو چې خپله بې طرفي وساتي او نه تائید شویو رپوټونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.”

د Vices News  ډیجیټلي او نشراتي رسنۍ په نیویارک کې میشت ده چې د نړۍ او په جګړو کې د ښکیلو هیوادونو خبري پوښښ کوي.

ددغه غربي رسنۍ د خبریالانو ایستل یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون وویل چې د طالبانو یوې پوځي محکمې په هرات ویلایت کې د رادیو نوروز خبریال خالد قادري په یو کال بند محکوم کړی دی.

دغه فدراسیون د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلی قادري د روان کال د مارچ په ض۱۷ د طالبانو د استخباراتو ادارې له لورې نیول شوی او تر اوسه ددې ډلې سره بندي دی.

ددغه نړیوال بنسټ د معلوماتو له مخې دغه خبریال “بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ” په تور او په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو حکومت باندې د انتقاد په وجه نیول شوی او محاکمه شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته نه یواځې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستان نه وتلي بلکې په سلګونو رسنۍ د مالي مشکلاتو او د طالبانو د محدودیتونو په وجه تړل شوي دي.

طالبانو ویلي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی کوي. ددې ډلې مشر ملا هبت الله آخند زاده، د اختر په پیغام کې وویل چې هغوی د بیان ازادۍ ته د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د رسنیو او “سالم او مثبتو” نشرانو ملاتړ کوي.

خو د طالبانو ډلې تر اوسه د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو معیار چې ددې ډلې له لورې مثبت ګڼل کیږي مشخص کړی ندی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.