هند: د بندیزونو سربېره اړمنو هېوادونو ته غنم صادروو

581

د هندوستان د سوداګرۍ وزیر سوبرامونیم ویلي چې هېواد به یې د بندیزونو سربېره اړمنو هېوادونو ته د غنمو صادرات دوامداره وساتي. هغه دغه راز ویلي چې دوی به خصوصي شرکتونو ته د پخوانیو ژمنو پر بنسټ اجازه ورکړي چې تر راتلونکې جولای میاشتې پورې بهرنیو هېوادونو ته نږدې څلور اعشاریه درې میلیون ټنه غنم صادر کړي. هندوستان په تېر میلادي کال کې نورو هېوادونو ته شاوخوا یو میلیون ټنه غنم صادر کړي دي. راپورونه وایي چې هندوستاني حکومت وروسته تر هغه د غنمو پر صادرولو بندیز ولګول چې په هندوستان دننه د غنمو بیې تر ټولو لوړې کچې ته وختې. روان کال په توله نړۍ کې د غنمو بیې څلوېښت سلنه لوړې شوې دي او هند تازه د غنمو پر صادراتو بندیز لګولی دی. په همدې حال کې جې اووه هېوادونو د هند له لوري د غنمو پر صادرولو بندیز غندلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.